!افغانستان و با سوادان بی خبر وعقدیی

قاسم باز

0 109

  ۲۸/ اکتوبر/ ۲۰۲۰

   چند روز قبل جناب زلمی خلیل زاد نماینده فوق العاده وزارت خارجه امریکا در شهر دوحه کشورقطر در مقابل سوال ژورنالیست افغان چنین اظهار داشت.

 « امریکا به دعوت هیچ کسی به افغانستان نیامد ، هر وقت که بخواهد از افغانستان خارج شود هیچ کس مانع خروج انها از افغانستان شده نمی تواند. ما نه به درخواست کسی به افغانستان امدیم و نه به در خواست کسی از افغانستان می برایم.»

حالاسوال من از ان عده سیاسیون که میګفتند افغانستان اشغال نشده به این فرموده نماینده وزارت خارجه امریکا چی جواب دارد.؟ در افغانستان یک ضرب المثل داشتیم که میګفت . ( ای عقل پسان کاش کمی پیش می امدی . )  خوب شد که ګپ از شف شف به  شفتالو رسید.

این ګفته جناب خلیل زاد  در مطبوعات افغانی به انعکاسات مختلف همراه بود، ولی حقیقت موضوع هم همین است که اقای خلیل زاد اظهار داشته. هر کشور استعماری و مهاجم تا وقتیکه زمینه و منافع شان ایجاب میکند در کشور که اشغال نموده باقی می ماند. چنانچه این ګونه سناریو ها را ما در دوران اقتدار حزب دیموکراتیک واحد خلق و پرچم  در ۶ جدی سال ۱۳۵۸به چشم خود دیدیم.
خوب میایم سر اصل موضوع.
اګر به قضایا و مناسبات ديپلوماتیک کشور خود بطور درست بدون بعض و عقدهای شخصی ، فامیلی، حزبی و سمتی نظر اندازی کنیم حکومت امریکا به درخواستهای مکرر دولت شاهی افغانستان در زمان صدارت شاه محمود خان و سردار داودخان به افغانستان چی از نګاه اقتصادی و چی از نګاه  تجهیزات، سلاح و مهمات نظامی وقع نګذاشت . امروز انها بعد از بیست  سال بودن در افغانستان به حکومت دست نشانده خود در کابل مهمات وسایط نظامی را نمی دهد چی رسد به دوران صدارت شاه محمود خان و سردار داودخان. ایا در ان زمان، ظاهرشاه و داودخان ملامت بود که بعد از چندین بار رجوع  به امریکا بانهم به اثر درخواستهای مکرر زمامداران دولت افغانستان، امریکایها به حکومت انوقت افغانستان سلاح نداد. امروز امریکایها سلاح که در افغانستان دارد انرا به حکومت دست نشانده ، کرزی  و غنی نمی دهد بلکه انرا به پاکستانیها بطور تخفه هدیه میکند ولی جالب تر و تعجب تر ازهمه که امریکایها ان بیس های نظامی که در افغانستان بخود ساخته بود بطور بسیار فجیع تخریب و از بین میبرد تا در اینده اردو افغانستان از ان استفاده کرده نتواند. در این مورد زمامداران فعلی چاردیوالی کابل، اخ به زبان نمی اورد.

ایا اخلاقی است که ما دولت شاهی افغانستان و حکومت سردار داودخان را بخاطر خریداری اسلاحه نظامی در مقبل تهدیدات دو همسایه حریص و در کمن نشسته انهم برای دفاع کشور مان سر زنش و ملامت سازیم  که وی چرا از روسها مهمات نظامی و سلاح خریداری نمود .؟ افسوس بحال ان عده  افراد عقده یی که داودخان را در این موضوع و قضیه مقصر میدانست و یا میداند.
بخاطر وضاحت این رویدادهای سیاسی کشور من از شاعر حماسی و خوش کلام جناب اقای عبدالباری جهانی زیاد مشکورم که وی در این روزها بخاطر روشن ساختن زاویه های بسیار تاریک سیاست دولت شاهی و حکومت های دوره  صدارت مرحومان هر یک سردار محمد هاشم خان ، سپاه سالار سردار شاه محمودخان غازی و شهید سردار محمد داودخان  به ترجمه کتاب ( د جګری ریښی ) تالیف، جیفری رابرټس امریکایی،که در سال ۲۰۰۳ تحریر یافته ان را ترجمه نمود. واقعآ خواندن هر سطر ان ترجمه از سطر دیګر جالبتراست. من هم به نوبه خود با اجازه جناب جهانی صاحب بعضی حصص نوشته و ترجمه وی را در این نوشته نقلآ کاپی نمودم، باید خاطر نشان ساخت که میګفتند چرا دولت شاهی و صدراعظم انوقت محمد داود خان از روسها سلاح و مهمات نظامی خریداری نمود. ترجمه این کتاب ضربه محکم است به روی مخالفین شهید سردار محمد داود خان و سیاست انوقت دولت شاهی افغانستان.
بدبختی ما افغانها در اینست اګر یک محقق ریالست ازاد افغان بدون علایق شخصی بعض و عقده در مورد وقایع کشور حقیقت بنویسد انرا قبول نمی کنیم ولی بر عکس اګر یک خارجی هر چی در باره رویدادهای کشور مان بنویسد انرا ناعوذبالله مانند حرف قران قبول میکنیم. مثال برجسته ان کتاب و تالیف جناب داکتر صاحب سید عبدالله کاظم تحت عنوان ( زندګی سیاسی شهید محمد داودخان از اغاز تا انجام ۱۳۱۰ تا ۱۳۵۷ ش ) که در سه جلد تالیف ګردیده میباشد. تا جایکه من کتاب استاد معزز جناب داکتر سید عبدالله کاظم را خواندیم محتویات کتاب ( زندګی سیاسی شهید محمد داود از اغاز تا انجام ۱۳۱۰ تا ۱۳۵۷ ) به کتاب جیفری رابرټس امریکایی چندان فرق ندارد، استاد سید عبدالله کاظم رویدادهای زمان صدارت مرحوم شهید محمد داودخان را به شیوا عالی و روان به بسیار امانت داری در کتاب خود درج اوراق نموده. بخاطر وضاحت دیپلوماسی دوران صدارت شهید محمد داودخان اینک چند مطلب مهم کتاب جیفری رابرټس که توسط شاعر توانا جناب اقای عبدالباری جهانی ترجمه شده نقلآ همرای خوانندګان خود شریک میسازم امید وارم دوستان از این ترجمه اقای جهانی صاحب بیاموزد.

لیکوال: جیفري رابرټس ۱۶ / ۰۹ / ۲۰۲۰
مترجم: عبدالباري جهاني
محمد داوود، د شوروي – افغان موافقتنامې
او د جنګ خواته حرکت، ۱۹۵۵ – ۱۹۷۹
څوارلسم فصل
لومړئ برخه

د ۱۹۵۵ کال تر وروستیو شپو پوري، د هیلمند د پروژې پر سر نارضاییتونو او د امریکا له خوا د افغانستان د اقتصادي او پوځي مرستو او سیاسي ملاتړ د غوښتنو پرله پسې ردېدلو افغانستان له امریکا څخه بیل کړی وو. امریکا پاکستان او ایران ته پرله پسې مرستي ورکولې او نور یې دا پلمه هم نه سوای کولای چي په نړۍ کي د نورو مکلفیتونو د پوره کولو له امله د بودجې له کمبود سره مخامخ ده او یا د افغانستان لپاره دغه ته ورته مرستو د ورکولو لپاره د کانګریس منظوری ته ضرورت لري. ضمنا پاکستان ته د امریکا اقتصادي مرستو او د درنو وسلو کومکونو افغانستان د پښتونستان په مسله کي نور هم پر خپله خبره ټینګ کړ. داوود خان اقتصادي کمزوریو او له اوضاع څخه د پاکستان ګټي اخیستلو او خپل کمزوري پوځي قوت، چي حتی د داخلي ناکراریو لپاره یې کفایت نه کاوه، ډېر سخت په تنګ کړی وو او مجبور وو چي، د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره، بلي خواته مخ واړوي. داوود خان د وارډ په دسیسو خبر وو او په دې هم پوهیدی چي امریکا د ده هیواد ته هیڅ ارزښت نه ورکوي. داوود خان باید بالاخره یو تصمیم نیولی وای.
د ډسمبر په میاشت کي د شوروي اتحاد د کمونیسټ ګوند عمومي منشي نیکیتاخروسچیف او صدراعظم نیکلای بولګانین کابل ته ولاړل او داوود خان ته یې د پوځي او اقتصادي مرستو پیشنهاد وکړ. داوود خان په دې عقیده وو چي د دغو مرستو څخه را ولاړېدونکي خطرونه کنټرولولای سي او په دې هم پوهیدی چي لاس ترزني کښینستل اوهیڅ نه کول نور هم خطرناک دي نو یې د دوی د مرستو پیشنهادونه ومنل. دا موافقتنامه د 1۹۵۶ کال د جنوري په میاشت کي لاسلیک سوه او افغانستان ته یې د سلو میلیونو ډالرو اقتصادي مرستو ژمنه کوله. په دې مرستو کي د اوبو د برېښنا لپاره د بندونو جوړول، صنعتي موسسې، د موادو د زخیره کولو تسهیلات، د کرني درې لویي پروژې، کابل ته نیژدې دوه عصری هوایي ډګرونه او له کابل څخه د هندوکش په غرونو کي د آمو ترسیند پوري د یوې لویی لاري جوړول شامل وه. د شوروي دا مرسته د هغو ټولو خارجي مرستو دوه چنده وه چي مخکي افغانستان ته ورکړه سوي وې. د دې مرستي د پور شرایط هم سپک وه. اته کاله یې سود نه غوښت او د سود اندازه یې هم دوه فیصده وه او پیسې یې هم په دېرشو کالو کي په جنس غوښتله داوود خان په پوځ کي د کمونیسټانو د نفوذ د مخنیوي لپاره ډېر زیات احتیاطي اقدامات وکړل او همدې احتیاطي اقداماتو په راتلونکې مشروطه دوره کي هم داوم وکړ. ده په جرمني کي، د پولیسو، روزل سویو افسرانو ته وظیفه ورکړه چي د ټولو شوروي تخنیکرانو حرکات تر سختي څارني لاندي ونیسي او دغه راز د هغو داخلي سازمانونو اعمال وڅاري چي چپی افکار او تمایلات لري. داوود خان پرله پسې شوروي تخنیکران تبدیلول او چنداني یې د هغه روسي کارکونکي، چي د کار دوره به یې پوره سوې وه، قرارداد نه نوی کاوه. داوود خان دغه راز کوښښ وکړ چي پوځي افسران او د هوایی قوې صاحب منصبان له سیاسي افکارو څخه ګوښه وساتي. ده هر وخت هغه صاحب منصبان چي سباسي عقاید یې درلودل برطرفه کول او هیڅ صاحب منصب ته یې اجازه نه ورکوله چي ځان د کوم انتخابي مقام لپاره کاندید کړي. د کودتا د مخنیوي لپاره یې د احتیاطي اقدام په توګه، د واکمنو کورنیو غړي او خپل شخصي ملګري او دوستان پر ډیرو لوړو چوکیو باندي مقرر کړل. عسکري قطعات له کلیو او ښارونو څخه لیري ځای پر ځای کیدل څو صاحب منصبان له هیڅ محلي ښورښ سره ارتباط ټینګ نه کړای سي. داوود خان ټولو هغو پوځي او ملکي کسانو ته، چي په شوروي کي روزل کیدل، بدبیني ښکاره کوله او هغوی یې پر حساسو ځایونو باندي نه مقررول او معمولا به یې کښته چوکۍ ورکولې.

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Jahani_b_eisenhower_afg_auw_atehad_dawud1.pdf

داوود خان هر وخت په دې پوهیده چي شورویان له افغانستان سره د خپلو ګټو لپاره مرستي کوي؛ مګر ده هر وخت دا استدلال کاوه چي شورویان به پر افغانستان باندي د حملې کولو خطر ونه مني ځکه چي افغانستان به یې په اقتصادي لحاظ ترغاړي سي او د هغه د اقتصاد کنټرولول به هم ډېر مشکل او هم ډېر ګران ورته پرېوزي. ده ویل چي که روسان پر افغانستان باندي یرغل وکړي نو دا به د اسیا او افریقا په بیطرفو هیوادونو کي له دوی سره مخالفتونه را پیدا کړي هغه ویل چي که سړی په افغانستان کي شوروي اهدافو او نیتونو ته وګوري نو پر دې هیواد باندي د شوروي مستقیم یرغل چنداني منطق نه لري. ځکه برسیره پر دې چي افغانان به د ګیریلایی جنګونو له لاري، له شوروي اتحاد سره مقاومت وکړي هغه هیواد به په نورو بیطرفو هیوادونو کي اعتبار له لاسه ورکړي. ده ویل چي که شوروي اتحاد پرافغانستان باندي یرغل وکړي نو د نړۍ د عامه ذهنیت له مخالفت او د اسلامي اسیا او منځني ختیځ د تقریب دریو سوومیلیونومسلمانانو له مخالفت سره به مخامخ شی. په دې استدلالونو کي یوه اندازه منطق سته او یوازي افغانانو نه بلکه ځینو امریکایانو هم دغه ته ورته استدلال کاوه. د ګیریلایی جنګ تهدید او د نړۍ والو مخالفت د شوروي د یرغل په مقابل کي یو خنډ ګڼل کیدلای سوای. مګر دې خبري ته هم باید توجه وکړو چي په انګولا، حبشه او جنوبي یمن کي شورویانو خپل طرفدار رژیمونه، په دغه توګه، منځته راوړي او تجربه کړي وه؛ او په همدغه وخت کي په ایران کي د امریکایانو د یرغمل کیدلو موضوع هم د نړۍ توجه ور اړولې وه او شوروي اتحاد دغه نړۍ وال شرایط د خپل ځان په ګټه بلل. او په عین حال کي شوروي اتحاد هم، د نورو لوېدیځو هیوادونو په څیر، د افغانانو ګیریلایی مقاومت ته چنداني اهمیت نه وو ورکړی.

د افغانستان طالع ځکه ډېره خرابه وه چې له ۱۹۵۲ کال څخه تر ۱۹۵۶ پوري، په هغه هیواد کي د امریکا سفیر انګوس وارډ وو. پاکستان د متحده ایالاتو سره په اتحاد کي د شاملیدلو لپاره د نفوذ له یوشمیر څښتنو مقاماتو څخه ګټه اخیستې وه. وارډ یو له هغو کسانو څخه وو چې سخت د پاکستان طرفدار وو. وارډ یو څه وخت د ماوزې تونګ په زندان کي تیر کړی وو او کله چې له بندیخانې څخه را ووت نو د کمونیسټانو ډېر سخت دښمن ورڅخه جوړ سوی وو. دی هم د پاکستاني مقاماتو د تبلیغ تر اغیزي لاندي راغلی او هم یې د افغاني ناراضیانو خبري اورېدلي وې او داوود خان ته یې د یوه کمونیسټ په سترګه کتل. ده د سي آی اې له رییس سره، چې لیون پولادا وایي تمامه ورځ به د شرابو په نشه کي ډوب وو، تل به توپنچه په ځړېدله او یو تش ماجراغوښتونکی وو چې ځان یې د افغانستان لارنس باله، لاس یو کړی وو، او د داوود خان نسکورولو ته یې ملا تړلې وه. د دوی په فعالیتونو ظاهراً واشنګټن خبر نه وو، او نه دوی له واشنګټن څخه اجازه اخیستې وه. [ فکر میکنم اشاره به موضوع عبدالملک خان عبدالرحم زی باشد، قاسم باز ] وارډ، د خپل سفارت په دوران کي، د امریکا او افغانستان د نیژدې کولو لپاره هیڅ کار ونه کړ. که څه هم چې د خارجه وزارت مخکنیو رپوټونو په افغانستان کي د کمونیسټ ګوند د وجود په باب هیڅ نه وه ویلي اول یې په افغانستان کي د کمونیسټانو د طرفدارانو شمیر کم او بې ارزښته بللی وو خو وارډ سره له دغه رپوټ ورکړ چې د افغانستان په هر ځای کي کمونیسټان فعالیت کوي خو دوی ټول پټ دي او سفارت د هغوی په باره کي معلومات نه لري. ده د دې لپاره هیڅ دلیل نه درلود چې ولي باید، د یوه هیواد د عملي وضعیت په باره کي، داسي ضد او نقیض رپوټ ورکړي. وارډ د پاکستان د تبلیغاتو تر اغیزې لاندي وو او افغانستان یې له دې کبله غانده چې د کراچې حکومت پر ضد ډېر سخت تبلیغ کوي چې په غیر کمونیسټي نړۍ کي بل هیڅ هیواد داسي پروپاګنډه نه کوي. کله چې افغانستان د شوروي د تهدید په باره کي رپوټ ورکړ وارډ د هغوی رپوټ رد کړ او ویل یې چې افغانستان غواړي په دې توګه د امریکا څخه مرستي ترلاسه کړي او په افغانستان کي یې د خوراکي موادو کموالی دقاچاقبرانو له لاسه باله. که چیري وارډ، د افغانستان په باره کی مثبت نظر ورکړی وای، نو ښایی خوش اخلاقه ډلس یې هم په دې قانع کړی وای چې هغه هیواد د لوېدیځو هیوادونو د اتحاد په لیست کي شامل کړي. خو ده خپل ټول وس د دې لپاره تمام کړ چې په واشنګټن کي څوک د افغانستان ږغ وانه وري. سره له هغه چې افغانستان د وسلو د ترلاسه کولو لپاره خپله هیله څرګنده کړې وه خو وارډ فکر نه کاوه چې افغانستان به له لوېدیځ سره په اتحاد کي د شاملیدلو خطر قبول کړي او سره له هغه چې دی پوهیدی چې داوود خان به له لوېدیځ اتحاد سره د پاکستان په شاملیدلو سخت خپه سي خو ده فکر کاوه چې امریکا باید د افغانستان په خپګان کي ری ونه وهي او ویل یې چې متحده ایالات باید د اتحاد کارونه مخ ته یوسي او د افغانستان په اعتراضونو فکر خراب نه کړي. حقیقت دا دی چې ټولو هغو امریکایانو چې د پکټ په جوړولو کي یې برخه درلوده په دې عقیده وه چې افغانستان له نظره غورځول کیدلای سي او پر دې خبري یې موافقه درلوده چې افغانستان باید داسي احساس ونه کړي چې متحده ایالات د لوېدیځ په اتحاد کي د هغه هیواد د شاملولو طرفدار دی. کله چې د امریکا حکومت، له پاکستان سره د اتحاد جوړولو په موضوع کي، د هند د دریځ د نرمولو کوښښ وکړ نو له افغانستان سره یې بیخي مشوره قدر ونه کړه. د امریکا حکومت داسي فکر کاوه چې که، د اتحاد په موضوع کي، افغانستان له نظره وغورځوي نو روسیه به هم د دوی په څیر سلوک وکړي. دوی فکر کاوه چې شوروي به په افغانستان کي د فعال کیدلو لپاره چنداني دلایل ونه لري او پر افغانستان باندي د شوروي د مستقیمي حملې احتمال خو لا نورهم لیري ښکارېدی ځکه چې افغانستان چنداني ستراتیژیکي ګټي نه درلودلې او لا یې اقتصادي او سیاسي تاوانونه هم درلودل. حتی ځینو امریکایي مقاماتو خو لا فکر کاوه چې پرېږده شوروي اتحاد پر افغانستان باندي یرغل وکړي او د دوی دا عمل به د هغوی په مقابل کي اسلامي هیوادونه ورته یو موټی کړي او بیطرفه اسیایی هیوادونه به د غرب خواته را واوړی د افغانستان مشرانو هم د شوروي د حملې احتمال نه لیدی او هیله یې درلوده چې د نړی افکار او د افغانستان بې ارزښته حالت به شوروي اتحاد له حملې کولو څخه را وګرځوي؛ مګر بیا یې هم له روسیې څخه د وسلو د رانیولوهڅه وکړه او فکر یې کاوه چې دا کار به نور هم د شوروي د حملې مانع سي او په هیواد کي به اصلاحاتو ته لاره پرانیستل سي. دوی دا منله چې شوروي اتحاد به د افغانستان له دغي مرستي سره د شمالي افغانستان پر لور حرکت وکړي مګر دا یې ویل چې که شوروي حمله کوله نو په اتحاد کي د افغانستان په شاملیدلو او له چا څخه د وسلو په اخیستلو کي هم ری نه وهي. د امریکا غیر فعالي پالیسی او له پاکستان او په وروسته کي له ایران سره ډیرو زیاتو مرستو افغانستان په اقتصادي او سیاسي خالا کي پرېښود او د افغانستان مشرانو ته څرګنده سوه چې متحده ایالات، د افغانستان د ګاونډیانو په تناسب، له هغه هیواد سره د تعصب څخه کار اخلي. داوود خان نه سوای کولای چې د ایران او پاکستان عصري کیدلو ته لاس تر زني کښیني. که څه هم چې ده خبرداری ورکړ چې که لوېدیځ هیوادونه افغانستان، په داسي حال کي چې د پښتونستان بحران هم نه دی حل سوی، یوازي پریږدي نو افغانستان به له شوروي اتحاد سره یوه حل ته ورسیږي؛ خو امریکا دې تهدیدونو ته هسي د لاپو په سترګه وکتل. خارجه وزیر ډلس فکر کاوه چې دا به ډېره ګرانه وي چې

افغانستان به د خپل استقلال دوستی او په هغه سیمه کي د شوروي اتحاد د یرغلونو د لیدلو سره سره بیا هم، یوازي له یوه دوست او مسلمان هیواد سره د اختلاف لرلو له امله ، دې سیاسي ځان وژني ته حاضر سي. افغانستان د وخته ال له شوروي اتحاد څخه د اقتصادي مرستو ترلاسه کول پیل کړي وه. د ۱۹۵۰ کلونو د اقتصادي محاصرې په وخت کي، افغانستان له شوروي اتحاد سره د جنس په جنس تجارت څلور کلن تړون لاسلیک کړی وو او دا د ۱۹۳۰ کال راهیسي دغه راز لومړنی موافقه وه. شوروي اتحاد موافقه وکړه چې افغانستان ته به تیل، بوره، ټوکران، ماشین آلات او ټرانسپورټي سامانونه صادروي او په عوض کي به له افغانستان څخه پنبه، قیمتي ډبری، پوستکي، میوې، بادام، پسته او نور واردوي. په ۱۹۵۴ کال کي داوود خان، په افغانستان کي د شوروي اتحاد له خوا د وړو اقتصادي پروژو د بشپړولو پیشنهاد منظور کړ. لومړنۍ پروژه د جنوري په میاشت کي پیل سوه او افغانستان ته یې دوه د شلو زرو ټنو په ظرفیت، د غلو دانو د پورته کولو، ماشینونه، د اوړو ژرنده او د هغه څنګ ته د ډوډي پخولو یوه دستګاه ورکړه. د جولای په میاشت کي یې په څلورو ښارونو کي د تیلو د ذخیره کولو څلور ټانکونه ور جوړ کړل چې په کابل، مزارشریف، هرات او کیلیفت هر یوه کي یوه یوه ذخیره وه څو افغانستان د پاکستان د بلي اقتصادي محاصرې څخه وژغوري. د اګسټ په میاشت کي یې د هغو افغان کارکوونکو د روزلو لپاره چې د کابل د لارو کوڅو د سړکونو په پخولو کي کار ورڅخه اخیستل کیدی مالي مرسته وکړه. د کورجوړولو او د منابعو د انکشاف په پروژو کي مرستو یې د خلکو په عمومي ژوند کي اسانتیا راوستله. چک هم پنځه میلیونه ډالره پور ورکړ او د سمنټ جوړولو یوه فابریکه یې ورته جوړه کړه او څرنګه چې وارداتي سمینټ ډیر ګران لوېدل نو له دي کبله یې افغانستان ته ډېره ګټه ورسوله. د ختیځ بلاک پروژې د امریکا په ډول ځنډنۍ نه وې بلکه په ډېر لږ وخت کي او په ارزانه بیه سرته رسیدلې، حکومتي مقاماتو ته یې چندان ستونزي نه پیښولې او عمومي خلکو ته یې ډېره ګټه رسیدله. داوود خان په شوروي اتحاد، هیڅ وخت، اعتماد ونه کړ مګر د دغو پروژو بریالیتوب او د لوېدیځ له خوا د مرستو پرله پسې ردېدلو هغه له شوروي سره د قراردادونو زیاتولو او پراخولو ته تشویق کړ. وروسته له هغه چې پاکستان او متحده ایالات د پکټ ملګري سول نو افغانستان ته دوې لاري پاته سوې؛ یا به یې اقتصادي محاصرې او مشکلات، پوځي کمزوري او سیاسي ماءیوسي زغمالی او یا به یې له شوروي اتحاد سره اړیکي سموالی. داوود خان دوهمه لاره ، په دې هیله، انتخاب کړه چې ګوندي د دایمي خطرونو مخه ونیسي. په داسي حال کي چې داوود خان له دې امله وغندل سو چې شوروي پتحاد ته یې په هیواد کي لاره ورکړه او په پوځ کي یې ځانته په لوی لاس ورانکارې قوه جوړه کړه؛ مګر سوال دا دی چې داوود خان کومه بله لاره درلوده کنه .؟

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Jahani_b_eisenhower_afg_auw_atehad_dawud2.pdf

Leave A Reply

Your email address will not be published.