سیمه ییزه حکومتولي

0 436

 

سیمه ییزه حکومتولي

له سیمه ییزې حکومتولۍ څخه موخه ولایت او ولسوالۍ دي. دغه ادارې لا هم لکه څنګه چې باید فعاله وي، هغسې نه دي فعاله. د نفوس د تراکم او یا ابهام، جغرافیایي پولو او حدودو د ابهام، د خپلواک بودجوي واحد د نشتوالي، د مرکز د نه پاملرنې او ګڼو نورو لاملونو له مخې سیمه ییز مسوولین نشي کولی خپلې ورسپارل شوې دندې چې ښه حکومتولي او خلکو ته د اسانتیاو او خدمتونو برابرول دي په ښه توګه ترسره کړي.

د سیمه ییزې حکومتولۍ عمده ستونزه د خپلواک بودجوي واحد نشتوالی دی. دوی ته ځکه خپلواک بودجوي واحد په پام کې نه دی نیول شوی چې د هر ولایت هره سکتوري برخه پلازمېنه کابل کې په یو وزارت پورې تړلې ده. د دې تاوان دادی چې ځینې وزارتونه له لویه سره او ځینې بیا د ولایتونو په کچه ستونزې لري، یانې په ولایت کې د دوی استازی او مسوول دومره ظرفیت او توانایي نه لري چې خپله کلنۍ برنامه د یاد ولایت اړوندو ستونزو او لومړیتوبونو ته په پام پلان او تطبیق کړي.

همدارنګه په بېلابېلو سکتوري ریاستونو او برخو کې د منابعو د کنټرول او څارنې برخه هم کمرنګه او کمزورې ده. په دې برخه کې بله عمده ستونزه داده چې ځینې ولایتونه یا اړوند سکتوري ریاستونه پر خپل وخت بودجه نشي ترلاسه کولای، حتی د کال په دویمه یا دریمه ربعه کې ناوخته ورته بودجه ورکول کېږي. له همدې امله په اکثره ولایتونو کې د بودجې معقول مصرف او موثریت کم دی او هغه خدمات او اسانتیاوې چې باید خلکو ته برابرې شي، پر وخت نه برابرېږي.

په ولایتونو کې د بېلابېلو سکتوري ادارو نه همغږي او نه همکاري د سیمه ییزې حکومتولۍ یوه بله ستونزه ده، چې له امله یې وخت، منابع او فرصتونه ضایع کېږي. د بېلګې په توګه پوهنې یا کلیو پراختیا ریاست د ښوونځیو او انکشافي چارو لپاره کافي بودجه لري او پر وخت هم انتقال شوې، خو یاد ریاستونه د بودجې د مصرف او انکشافي چارو د ترسره کولو لپاره په سیمه کې د امنیتي سکتور همکارۍ ته اړتیا لري، تر څو د سروې، ډيزاین او انکشافي چارو د پیلولو او تطبیق لپاره امن او خوندي چاپیریال ورته برابر شي، خو د یاد سکتور د نه همکارۍ له امله د سکتوري ریاستونو منابع، وخت او فرصتونه ضایع کېږي او خلک له خدماتو محروم پاتې کېږي.

په سیمه ییزه حکومتولۍ او ځینو ولایتونو کې د فساد او انحصار د شتون شکایتونه هم موجود دي. یانې ځینې سکتوري ادارې او ریاستونه د خلکو په شخصي کاروبار او سوداګرۍ بدلې شوې دي. یوازې او یوازې د څو مشخصو افرادو او اشخاصو په خدمت کې دي. یا باید یوازې د هغوی چارې پرمخ بوځي او یا هغوی ته د میاشتې معلوم باج ورکړي کنه له دې مه واره به یې ګوزاره سخته وي.

د سیمه ییزې حکومتولۍ د لومړۍ درجه مسوولینو یانې والي او امنیه قوماندان او همدارنګه د اړوندو وزارتونو د مسوولینو مسوولیت دی چې خپلې اړوندې ادارې او ریاستونه د دغه وړ فساد او انحصار له حالته وباسي او په خدمتګارو ادارو یې بدلې کړي.

په دې برخه کې د ولس او خلکو رول هم ډېر مهم دی. دوی دې اوله درجه مسوولینو ته د فاسدو او انحصاري او بې کفایته ادارو په اړه خپل مستند شکایتونه وکړي. حتی په دې اړه دې سوله ییز لاریونونه وکړي، ځکه د خلکو غږ او اقدام په دې برخه کې مهم دی تر څو یو مثبت ولسي فشار وارد شي او د همدغه فشار له امله ټول مسوولین متوجه شي او اقدام وکړي.

تر هغو چې د سیمه ییزې حکومتولۍ په کچه دا او دېته ورته نورې ستونزې او بې عدالتۍ له منځه لاړې نشي او خلکو ته پر وخت او مهمې اسانتیاوې او خدمات وړاندې نشي، نو تر هغو به د حکومت او ولس تر منځ شته واټن د کمېدو پرځای برعکس ورځ تر بلې زیات شي.

 

محمد روښان ښاد

Leave A Reply