د ظاهري بڼي سره خپل وینا/سید عبیدالله نادر

0 334

انسان ته ښايي چې د خپل عبا او قبا او یا د خپلو ظاهری جامو په سمبالښت سره خپلې خبري سمی وکړي ، او یا خپلې خبری د خپلې سپیني جامو سره پاکي او ښي اوکړي ،ځکه که دانسان خبری نا سنجیده وي ،چې د انسان د وقار د پلي خوا نیمه خوا په هوا کې پاتي نه شي ،نو د حضرت بیدل د شعر په مصداق د هر چا سره باید سنجیده خبري وشي .

لکه چې وايي :

با هرکه هر چه گويي ،سنجیده بایدت ګفت

تا کـــــفهء وقــــــــــارت پا در هوا نـــباشد

سړی باید هغه خبری وکړي چې په زړونو اثر وکړي ، نو باید د فارسي د دي شعر په مصداق سره که سړی چپ پاتي شي غوره ده ،ځکه چې د بی رنګه او بی بویه غوټۍ خلاصیدل یا غوړېدل ، به غیر د رسوایي نه بل څه نه دي ،هغه ښه ده چې بی هنره لاس په لسټوني کې وي ، او د لستوڼی نه بهر نه شي،

شګفتن غنچه یی بی رنګ وبو را می کند رسوا

همان بهــــتر که دست بی هنر در آســــتین باشد

دا به شه وي چې لکه د ګل په څیر انسان په خاموشۍ کې د معنی وږمی وشیندي .

لکـــه ګل یمه خـــاموشه په ظـــــــــاهر کې

خو وږمی می د سخن ، هر خوا خوري دي

نادر

ځکه چې د فارسي په یوه بله وجیزه کې چې په یو لوی ضرب المثل هم بدل شوی داسي راغلي.

(تا مَرد سخن نګفته باشد ، عیب و هنرش نهفته باشد )

نو انسان ته کله په ځای خاموشي ډیر وقار بخښي ، نو دا هم باید سړی د یاده ونه باسي ، چې انسان تر د امکان یو حده پوري که د خولي نه دُر او ګوهر نه شي ورولی ،نو خپل ځان هم سپک نه کړي ،

داسي مه ګڼه چوپتیا می ،چې په هیڅ هم نه پوهیږم

لکه ګل په خــــــامـــوشۍ کې ، په هزارژبو ویږم

ځکه هغه حالت ډېر ناوړه دی چې انسان ته دا وبریښي چې په فلان مجلس کې ما د نزاکته څخه لیري خبری وکړې ، او اوس زمانه کې خو خبری هم ثبتیږي او سړی د خپلو خبرو څخه منکریدلای هم نشي ،او پیشیماني بیا ګټه نه لري .ځیني د دي له پاره چې ځان ته یو کاذب شخصیت ورکړي ،نو په خپل ویناوو کې پر له پسی په هر چا نیوکي کوي او دې ته متوجه نه وي چې په یو وخت کې په هر چا نیوکی کول د دوی خپل شخصیت د سوال لاندی راولي ، کیدای شي یو کس به وي چې دنورو خلکوهم نیوکي ورباندی وي ، ولي د هر چا په هکله درسته خبره نه ده . او د سړي د تېر شووو خبري هم د اعتبار څخه غورځوي ، او حتی مونږ حاضرینو ته غیر نورمال ښايي، نو دي ته باید پام ولرو چې خپل خپره په ډیر احتیاط او سنجیده باید پیل کړو . د حضرت حافظ د دي شعر په مصداق :

بر بساط نکته دانان خود فروشي شرط نیست

یا سخن دانسته ګو ای مرد عــــاقل یا خموش

د وطن د یو دردمن شاعر شهید جنرال سید حسن (حسن) چې کله به یې (شیون) هم تخلص کاوه د هغه مرحوم دا څو بیتونه به ډیر زمونږ په بحث اړخ ولګوي هغه بیتونه دا دي :

په ظاهر لـــــباس که سپین سپیــــــڅلی بریښې

زه دې ویــــــنم په باطن باندې تــــک تور یې

کــه په کپ او په کــــالر وي عــلامـــــــــه یې

که په علم او هنر وي ، د خـــــــــره ورور یې

که په خوله وي ، قوم پرست او وطن خواه یې

په عمل باندې ، کم بخــــــــته د پـــــــیغور یې

Leave A Reply