د څېړنو(تحقیقاتو) یا ریسرچ ارزښت د ملتونو په ژوند او پرمختګ کې

محمد عارف رسولي

0 26

سریزه

په دې لیکنه کې د ملتونو د ژوند په مختلفو برخو کې د څېړنو، تحقیق په هکله بحث کوو. په خواشینۍ سره د ښکاره لاملونو له کبله څېړنې زموږ په ژوند، تعلیم، کلتور، اقتصاد، سیاست او په ځاني او ملي مسئلو او پرېکړو او نورو کې زیات اهمیت نه لري.

په دې لیکنه کې د څېړنې اړتیاوو ته د ژوند په یو څو برخو ته کتنه، د دیني، ساینسي، ټولنیزو او نورو علومو په رڼا کې د وتلو عالمانو د نظریاتو په مټ بحث کېږي.

د څېړنې په رواجولو او بنسټیز کولو یو بحث او د څېړنو او تحقیقاتو د رواجولو لپاره یو شمېر وړاندیزونه کوو.

همدارنګه، په هره څېړنه کې څېړونکي ځینې سوالونه مطرح کوي، فرضیې ټاکي، داتا راټولوي، له عوامو او کارپوهانو سره خبرې کوي او د هغو په رڼا کې د  طرح شوو سوالونو په هکله یو شمېر پایلو ته رسېږي. نو اړتیا ده چې د څېړنو لپاره د ځینو سوالونو یو څو مثالونه هم راوړو هیله ده درانه لوستونکي ورنه ګټه واخلي او څېړنې، تحقیق او ریسرچ زموږ په هېواد، زموږ په پوهنتونو، فکری مرکزونو او دولتي نهادونو کې باب او زموږ کلتور ته ورداخل شي.

د انسان په ژوند کې د « عقل » او « اهمیت»

موږ مسلمانان باور لرو چې الله تعالی د انسان د لارښونو لپاره موږ ته دوه پېرزوینې راکړې دي چې یوه: « عقل » او بله   « نقل » ده. علامه ابن خلدون وایي: انسان تر نور مخلوق او څارویو د فکري قوت او عقل امتیاز لري. عقل، فکري قوه او حافظه هغه فطري میکانیزم دی چې د انسان په خلقت او وجود کېالله تعالی اېښی دی. الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې انسان دې ته هڅوي چې د ژوند ښکارندې د عقل او تدبر په تله وتلي، قضاوت، پرې وکړې او عملپرې سم کړي. د امام اعظم ابو حنیفه (رح) له قوله ویل شوي دي: که الله تعالی وحیې نه وی استولی بیا به هم انسان د عقل په لرلو سره په ایمان راوړلو مکلف وای، خو د عقل تر څنګ د الله بله پېرزوینه ده چې وحیې یې را استولې او وحیې ته موږ « نقل » هم ویلی شو، چې موږ ته د الله تعالی له طرفه د مختلفو پیغمبرانو له لارې رانقل شوې، تر څو که انسان غواړي له هدایت سره یې مرسته وکړي. د عقل او وحېې « نقل » په مرسته انسان ته الله تعالی د علم او پوهې کمال ورپه برخه کوي، تر څو ځان، کائنات، خپل خالق، ښه او بد، عدل، عفو، مینه، ټولنیز نظام، دولت، ترقي، خدمت او نورې پدیدې وپېژني. د نقل په هکله دلته خبره نه کوو او په کوم بل بحث کې به په نقل او د هغو اړتیا هم وڅېړو. یوازې زیات فلیسوفان لکه فارابي بیا عقل او نقل (وحیې) دواړه د انسان د هدایت، د ژوند د ښه کولو او نجات لپاره یو د بل سره مرسته کوونکي بولي. فارابي وايي: وحیې په زیاته اغیزمنه توګه زیات خلک سمې لارې ته راوستلی شي، زر یې خلک منی، انسان ته خپلې تيروتنې ورښيي.

باید ووایو چې د عقل، تفکر، حافظې او پوهې پيرزوینې د انسانانو په فطرت کې اخښل شوې دي. خو وده او پالل یې زموږ مسؤلیت دی. که ورته پام ونه وکړو، زموږ انسانانو په وجود کې هوا او هوس هم شته، شیطان هم راپسې دی او موږ له سمې لارې کږوي او د ګمراهۍ کندې ته مو غورځوي. موږ ګورو چې زیات هوښیار زیات ظالمان تېر شوي دي، زیات یې د عمر په پای کې له لیونتوب سره مخ شوي او ځان وژنه یې کړې ده. کله چې موږ د څېړنو او تحقیق خبره کوو تر ډېره مو د بحث موضوع عقل، فکري قوت او پوهه دي.

انسان تل یو ډول نامنظمه څېړنه کوي

انسان داسې خلق شوی چې له کوچنیوالي یې په فطرت کې عقل، حافظه، فکري قوې او پوهه شتون لري. موږ ګورو چې الله تعالی ادم علیه السلام ته د همدې عقل او پوهې له برکته د شیانو نومونه وروښودل او په ملایکو یې لوړوالی ورکړ. انسان چې له کوچنیوالي له خپل چاپېریال سره په تماس کې شي نوزده کړه پیل کړي او دا یوه ورو پروسه وي، هڅه کوي چې په طبیعت کې د « تجربې، استدلال (منطق) او څېړنو » له لارې په خپله پوهه ورزیاته کړي. په عمومي توګه ویلی شو چې هر څوک څېړنه کوي، خو لیکی یې نه او نه ورته ځېر کېږي. معتبرو، ازمویلو او چاپ شوو څېړنو ته له لاسري پرته موږ به له خطرونو او تشویشونو ډک نظریات او اوازې تجربه کول ځوروي.

تجربه د معلوماتو یو شمېر سرچینې په نظر کې نیسي. په هغو کې شخصي تجربه لکه د پوهې یوه ټولګه او هغه مهارتونه چې انسان یې پخپل چاپېریال کېله څېزونو سره د مخامخ کېدو، تماس او مشاهدې او هم له حقایقو او پېښو سره په بلدتیا کې تر لاسه کوي. همدارنګه، د نورو تجربې او د هغو سرچینو معلومات چې د یو کس د تماس د نېږدې حلقې څخه بهر وي، لکه د صلاحیت لرونکو سرچینو څخه وي او ورنه زده کړه کېږي. تجربه او صلاحیت د فرضیو غني منابع دي، خو دا د عامه پوهې معلومات دي چې زیات وختونه په تیت پرک پېښو پورې تړاو لري، سرسري او عادي حالت لري او ځکه نو علمي نه دي.

څېړنې د څه په لټه کې وي

څېړنې هڅه کوي چې د پوهې اوسنۍ کچه په نېږدې ټولو دېسېپلینو، مسلکونو (شعبو) کې پراخه کړي. که څه هم یو شمېر ناسمې انګېرنې راښيي چې څېړنې په لابراتوارونو کې تر سره کېږي، په حقیقت که هغه په ټولو مضمونو او سکتورونو کې ترسره کېږي، له لسانه نیولي تر فزیک، له روغتیايي علومو تر تاریخ، له کیمیا تر جرم پېژندنې او عدلي مسئلو پورې. زیات میتودونه کارول کېږي، خو تر ډېره په بنسټیزه توګه د څېړنو موخه دا ده، « چې پوهې ته پراختیا ورکړي.»

نن سبا چې موږ په ټولو ساینسي او بشری علومو، طبابت، ستورو پېژندنو او نورو کې او همدارنګه په تفسیر، حدیثو، علم کلام، فقه او نورو کې کوم پرمختګونه وینو ټول د څېړنو برکت دی.

څېړنې د ټولنو ستونزې حلوي

جان ارمسټرانګ وايي: « د سوچه پوهې له لټولو چې خپله مهم کار دی، څېړنه له ستونزو حلولو سره تړاو لري.» عوامو ته هغه وخت ګټه رسي کله چې زیات ماهر استادان وګومارل شي تر څو د ژوند کیفیت ښه کولو کې مشورې ورکړي. څېړنې د یوې سیمې او یا دولت اړوندو مسئلو ته ځواب وايي، عملي ستونزو ته حل لارې مومي، او اقتصادي تنوع هڅوي. ښه څېړنیز مرکزونه و داسې ریسرچ ته ژمن وي چې ټولنو، دولت او سیمې ته ګټور وي.

نن په نړۍ کې په لوړو زده کړو، ټولنپوهنه، دین پوهنه، تاریخ، سیاست، اقتصاد، پلان کولو، چاپېریال ساتنې، د اقلیم د بدلون او نورو کې څېړنې او ریسرچ زیات اهمیت لري ځکه په ټولو کې یوازې له همدې لارې انسانان او بشري ټولنې حقایقو او خپل فطري پوتنسیال او توانمندیو ته رسېدئ شي. د څېړنو او پنځونو په مرسته پوهه او علوم موږ پوخوالي ته رسولی شو، په ټولو اړخونو، غوښتنو، مدیریت او کارولو یې پوره پوهېږو، د زیاتو علومو له ټول پوتنسیال څخهد کار اخیستلو په روښونو او کړنلارو پوهېدلئ شو، د ستونزو او ناکامیو لاملونه او ورنه د وتو لارې راښيي.

په پوهنتون کې څېړنې (تحقیق) یا ریسرچ داسې پوهه خلق کوي چې کولی شي نویې تکنالوژۍ، تجارتي تولیداتو او د داسې صنعت انکشاف ته لاره اواره کړي چې په اقصاد یوه غوښنه اغیزه ولري. نن په نړۍ کې د زیاتو پوهنتونو څېړونکي کار کوي چې داسې نویې تکنالوژۍ او د پوهې شتمني خلق کړي چې د تجارت پوتنسیال ولري.


ننګونو ته سمې لارې موندل او له علومو او پوهې عملي، اقتصادي او ټول شموله ګټې اخیستل یوازې څېړنې، پنځونې او ژورې پلټنې ممکن کوي. خو څېړنې بیا د اهل نظر کسانو سره سلامشورې او په خپلو او د نورو په نظریاتو شک کول، ورباندې بیا بیا کتنه او تجربه کول، د اوسنیو او پخوانیو پوهانو له نظرونو، تجربو، لاسته راوړنو او ناکامیو څخه زده کړې او تر زیات پرتله ایز ژور فکر وروسته، ګټورو پایلو ته رسېدو ته وايي. داسې زده کړه او څېړنه موږ حقایقو ته رسوي او له تیروتنو، ګمانونو او خامو نظریو مو ساتي، د علمي څېړنو په مرسته موږ نظریې په عمل کې کارولئ شو او له غلطو لارو ساتل کېږو.

له همدې کبله، تاریخ او تجربې راښيي چې ټولو پرمختللو ملتونواو تمدنونو د اسلام په شمول د همدې څېړنو په مرسته د ژوند په مختلفو برخو کې پرمختګ کړی دی. اوس داسې کوم پرمختللی هېواد نشته چې هلته څېړنې د هغوی د ژوند، لوړو زده کړو، سیاست، اقتصاد، تاریخ، کلتور او هرې بلې ساحې مهمه برخه نه وي.


د څېړنو او پنځونې مقابل لوری بیا د ژوند ټولو پورته برخو او د پوهې او علومو مختلفو اړخونو ته سرسري، تقلیدي، وقفه اي او غیر هدفمند نظر او کړنې دي. په دې ‌‌‌‌‌ سرسري نظر او کړنو د ژوند د ښکارندو او ننګونو په اړه کومې مهمې او دوام لرونکې پایلې نه شو ترلاسه کولئ. د ټولنې د خلکو فردي او ټولنیزه وړتیا یې په مرسته وده نه شي کولی، له فرصتونو ګټه نه شي اخیستئ، ، له تهدیدونو سره مقابله نه شي کولئ او ننګونې په فرصتونو نه شي بدلولئ. له همدې کبله داسې وروسته پاته کوم ملک نشته چې هلته دې د څېړنو او تحقیق کلتور شتون ولري.

څېړنې، ټولنیز علوم او کلتور

که په ټولنه او ملت کې څېړنې یو ځل نهادینه او بنسټیزې شوې بیا به خلک په خرافاتو او اوازو کم باور کوي، ځکه هلته به د مهمو پېچلو مسئلو او ښکارندو په هکله د قضاوت کولو سم معیارونه لکه د څو معتبرو سرچینو تایید، بېلګې، عیني شاهدان، په تاریخ کې ورته پېښې او نور اعتبار لري او له مخې به یې قضاوت کېږي. که څېړنې په علمي او نورو ملي نهادونو کې بنسټیزې شوې نه وي، بیا د قضاوت کولو داسې معتبرې سرچینې او معیارونه څوک نه پېژني او په اوازو او خرافاتو باور کوي. د مثال په توګه زموږ زیاتو خلکو تر څو په خپل ګاونډ او یا خپلوانو کې د کرونا ناروغان ونه لېدل باور یې نه کاوه چې کرونا رښتیا وبا ده. دوی د داخلي او بهرنیو رسنیو، کارپوهانو، دولت او هېڅ کوم کس خبره نه منله او کرونا یې دسیسه بلله. په حقیقت کې د ځینې ملکونو لکه د ایرانیانو په دې کې غاښ ووتل چې چارواکو یې ورباندې باور نه درلود.

همدارنګه، ټولنپوهان د یوې سیمې خلک تر مطالعې او څېړنې لاندې نیسي چې دوی د یوې ټاکلې پېښې لکه یوې ماتې په وړاندې څه عکس العمل ښيي او ولې، آیا ناهیلی کېږي او که په عزم کې یې کلکوالی راځي او دا د کوم کلتوري او ټولنیزې ښکارندې پایله ده. البته په څېړنوکې ځینې فکتورونه ثابت فرض کوي او په نسبي ډول پایلو ته رسېږي.

څېړنه / تحقیق / (Research)او دین پوهنه

اسلام، قرآني علون، د احادیثو علم، په اسلام کې د تشریع تاریخ، د صریح نصوصو په بنسټ د شرعي قوانینو، معاملاتو، راکړې ورکړې او نورو ټولو څخه موږ ته ثابتېږي چې څېړنه او تحقیق په دیني مسئلو او همدارنګه ټولو علومو او په ځانګړي توګه په ساینس کې د ژوند اړتیا ده.

خپله ساینس ساینس پوهان هڅوي چې د تر ټولو لوړ خالق شتون ومني، ځکه نو باید د توحید د مفهوم د پوهېدو لپاره باید علم خور شي، تر څو راسره مرسته وکړي چې الله تعالی د کایناتو مطلق خالق او د بشر د لارښود په توګه وپېژنو. د څوارلسو پېړیو په بهیر کې هېڅ بل کتاب له قرآن نه زیات نه دی لوستل شوی او نه یې د بشر په فکر زیاته اغیزه کړې ده. د قرآن محتویات په یوه خاصه موضوع یا روښ کې نه خلاصه کېږي بلکه د ټول ژوند د سیستم لپاره بنسټونه په ځان کې رانغاړي. قرآن کریم همدارنګه په پوهه پسې هڅې تشویقوي. په دې موضوع کې د قرآن لمړي پنځه آیتونه چې په محمد الرسول الله نازل شوي دي، راښيي چې الله تعالی د هر هغه څه خالق دی چې په نړۍ کې دي. اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5).

الله تعالی په نړۍ کې د هر څه خالق دی. نو ځکه موږ باید د هغه په خلقت او مخلوقاتو کې فکر وکړو. په دوهم آیت کې، د خلقت پروسه تشریح شوې ده،حقیقت او حقیقي پوهه چې د خلقت په هره پروسه کې شامله ده په تحقیق سره د ساینس تعریف دی. نو ځکه دا آیت په روښانه ډول راښيي چې که غواړو د خلقت اصلیت او رښتینولي وپېژنو، نو موږ باید ساینس مطالعه او زده کړو. همدارنګه، په دې آیت کې د عربي کلمه « ولوله » دوه ځله ذکر شوې، په داسې حال کې چې قلم یوازې یو ځل ذکر شوی دی. د دې معنی داده چې موږ باید له یو ځل زیات او بیا بیا ولولو، په غور یې ولولو، په معنی یې ځان پوه کړو او په ژوند کې یې په تطبیق فکر وکړو. هغه څوک چې قرآن همداسې تلاوت کوي هر ځل ورته نوي اړخونه او کیفیتونه رامخته کېږي. د دې لپاره چې یو کس حقایق تثبیت او سمې پایلې ته ورسېږي، یوه سیستماتیکه څېړنه او رښتینې مطالعه باید ترسره کړي؛ کومه چې باید ثبت شي. دا کټ مټ هغه څه دي چې موږ یې څېړنه (تحقیق) یا (Research) بولو. نو که هغه پیغام چې الله تعالی په پورته آیتونو کې راکړی رالڼد کړو، موږ ویلی شو چې قرآن موږ ته بلنه راکوي چې موږ د لوستلو، لیکلو او څېړنو عادت خپل کړو او د ساینس، د خپل ځان په هکله د پوهې او معنوي پوهې اونورو په ګډون مختلف علوم زده کړو. خو په خواشینۍ سره داسې خلک شته چې ساینس ته اهمیت نه ورکوي او په علومو کې یې نه حسابوي.

که ښه ځېر شو، د زیاتو اسلامي عقیدتي مسئلو، عباداتو او خصوصا معاملاتو، مالي خدماتو، فقهي مسئلو، سوله او جنګ، د حکومتولۍ مسئله او ټول د څېړنو په مرسته امامانو د اجتهاد، اجماع او قیاس په مرسته د الهي وحیې او نبوي احادیثو او سیرت په رڼا کې استخراج کړي دي. امام نووي چې د څلویښتو مشهورو احادیثو یوه ټولګه یې راټوله کړې ده وايي چې د انما الاعمالو باالنیات… حدیث شریف د ۷۰ فقهي مسئلو د اسخراج لپاره یو بنسټ او سرچینه ده، همدارنګه، په نورو متونو کې راغلي دي چې د « لا ضرر و لاضرار، په ځینو روایتونو کې لاضرار و لا ضرار فی الاسلام » حدیث شریف د زیاتو فقهي او شرعي مسئلو او قوانینو د استخراج سرچینه ده. په تفسیر کې تر ټولو مهم روښ خپله قرآن کریم او د رسول الله احادیث، سیرت او اخلاق د قرآن تر ټولو مهم او معتبر منابع دي. خو دا څېړنه غواړي، امامانو دا کار کړی او نن هم د نویو حالاتو لپاره لکه په نړۍ کې د سودي مالي نظام او له بې عدالتیو ډک اقتصادي سیستم د اصلاح لپاره اسلامي اقتصاد یو د اصلاح کولو سیستم دی، خو دا زیاته پېچلې مسئله هم او زیاتو کارپوهانو، قوانینو او مقرراتو ته اړتیا لري تر څو هم په اوسنۍ پېچلې نړۍ کې د پلي کېدو وړ وی او هم له خپل دیني اصولو په کې تیری ونه شي.

په دین کې څېړنې موږ د ناروغیو په هکله موږ د الله رسول په لارښوونو خبروی. لکه فرمايي: چې څومره ناروغۍ الله تعالی پیدا کړې، همدومره دواوې یې ورته پیدا کړې دي. رسول الله خپله هم دوا کارولې او هم یې خپلو یارانو ته سپارښتنه کړې چې دوا د یوې دنیايي وسیلې په توګه وکاروي. نو ایا دا موږ نه اړ باسي چې د مختلفو ناروغیو لپاره دواوې ومومو او دا کار بې له پرمختللي ساینس، طبي علومو، د نباتاتو او طبي نباتاتو پېژندل او نورو څخه ممکنه دی او هم له موږه غوره اقتصاد غواړي او نور. خو په یوه وروسته پاته ټولنه کې چې خلک په دین سم نه وي خبر د ناروغیو لکه د کرونا وبا په هکله په اوهامو کې راګیر وي. په لمړیو څو میاشتو کې کرونا خلکو د نامسلمانو ناروغي بلله او فکر یې کاوه چې موږ نه نیسي.

خو په دین کې څېړنې او ژوره مطالعه موږ ته راښيي چې رسول الله فرمایلي: له هغه ځایه چې وبا وي مه تښتئ، او هغه ځان ته هم مه ورځئ چې وبا پکې وي، چې دا پخپله د قرنطین په معنی دی. د څېړنو په مرسته موږ خبرېږو چې د وحیې کاتب معاذ ابن جبل (رض) او ابو عبیده ابن جراح (رض) چې د عشره مبشره له ډلې و، دواړه د وبا په واسطه شهیدان شوي وو. نو که موږ په دین کې د تحقیق اهل وو، بیا به ځان له وبا نه بچ نه بولو او سم تدابیر به نیسو.

همدا په دین کې څېړنه ده چې موږ د اسلام په اصلي روح او اصولو موږ خبروي، له تېروتنو مو راوباسي او سمه لاره راښيي. یو دیني عالم وايي: که کوم غیر مسلم په رسول الله تهمت وايي موږ غوسه کېږو، خو د الله رسول بیا په دې خوابدی کېږي چې له ده او له اسلامه د ننګې لپاره د ده له روښه پرته بله لاره غوره کړو. نو یقین کولی شو چې په دین کې څېړنه موږ ته پوهه راکوي، له خرافاتو او تیروتنو مو ساتي. لکه چې رسول الله فرمايي: « من يرد الله به خيرا يفقهه في الدين.» یعنی چاته چې الله تعالی د خیر اراده وکړي په دین کې فقاهت او پوهه ورکوي. خو د الله تعالی سنت داسې دی چې که په دین کې چاته فقاهت ورکوي، نو زیاتو هڅو، پلټنو او ستونزو ګاللو به یې ورکوي او هم به په ځان او نفس کې مثبت بدلون راولي.

څېړنې او لیکوالي

علمي لیکنې او شننې هم په زیاتو برخو ویشل کېږي، لکه په مختلفو برخو کې د خپلو نظریاتو په بنسټ مقالې، څېړنیزې او تحقیقي لیکنې،  ژباړې، راپورونه، او نور چې هر څومره لوړ کیفیت ولري، هر څومره یې چې له معتبرو سرچینو الهام اخیستی وي، هر څومره چې کره بېلګې او شواهد ولري، د وړاندې کولو روښ یې مناسب وي، نو اعتبار یې هم زیات وي.

له همدې کبله، د نړۍ معبتر ژورنالونه یوازې هغه لیکنې خپروي چې تر څېړنو وروسته د ټاکلو نړیوالو معیارونو او ستندردونو سره سمې تیارې شوې او لیکل شوې وي، د ژوند د کومې مهمې مسئلې او ننګونې لپاره یې کره حل لاره له کره دلیلونه سره وړاندې کړې وي، بشریت ته یې ګټه رسېدلی شي او یا د انسانی ژوند په کومه تیاره برخه باندې پوره رڼا اچوي.

نن سبا که موږ کینو له ځانه د خپلو اندونو په رڼا کې هر څه لیکو دا زموږ نظریات دي، نه حقایق. نسبي حقایق موندل یوازې د وحیې او ساینسي علومو په مرسته، د وتلو عالمانو او کارپوهانو د لیکلو، پخوانیو او اوسنیو تجربو او عملي ژوند تر ازونې وروسته کېږي.

څېړنې او لوړې زده کړې

د کوم هېواد په لوړو زده کړو که یو ځلې څېړنیز کلتور باب شو، هلته به محصلان نوښتګر روزل کېږي، د تش متن د یادولو په ځای به د درس او کتاب پیغام او مفهوم ته ګوري، سوال به ورباندې کوي، ورباندې به شک کوي، له نورو به کاپي نه کوي. زموږ په ښوونیز نظام کې چې د نوښتګرۍ، پنځونې، څېړنې، لیکلو او رغنده دیالوګ کلتور په خواشینۍ زیات کمزوری دی، له پوهنتونه فارغ ډېر کم توانیږي چې یو په ستندرد برابر مطلب ولیکي. پایله دا شوه چې اوس مونوګرافونه خرڅېږي، له محصلانو د تفکر، غوره اثارو د تخلیق او پنځونې صلاحیت اخیستل شوی دی. زموږ هغه استادان چې له بهرنیو پوهنتونو ماستري او یا دوکتورا راوړي، له څېړنو سره یو څه بلد وي، خو دلته چې څېړنیز کارونه بیخي نشته، زموږ په پوهنتونو کې یوازې اکادیمیکي برخو ته پام کېږي، د نورې نړۍ په خلاف په عملي، تطبیقي او څېړنیزو پروګرامونو او پروژو کې، دوی هېڅ شمولیت نه لري، که دوی هر څومره زیار هم وباسي څوک ورته د قدر په سترګه نه ګوري او دوی هم نشي کولی د څېړنو او تحقیق کار ته دوام ورکړي او تر څه وخت وروسته هر څه ورنه هېر شي.

د پوهنتون استادان دنده لري چې نوې پوهه رامنځته او همدارنګه د هغوی د ترلاسه کولو سیستماتیک میتودونه له محصلانو سره شریک کړي. هغه استادان کې څېړنې کوي د خپلو همکارانو درناوی ترلاسه کوي، پخپل مسلک کې ښه ځای نیسي او توانېږي چې تر ټولو نوې پرمختیاوې له محصلانو سره شریکېکړي. دوی د نورو پوهنتونو له استادانو سره همکاري کوي، نوي تعبیرونه او میتودونه په نظر کې نیسي او د پوهنتون لپاره ارزښت لرونکي مالي وړیا مرستې راوړي.

تدریس او څېړنې له یو بله زیات توپیر لري؛ خو دوی په حقیقت کې یو د بل تکمیلوونکي دي. محصلان په ساده څېړنو کې د ګډون له تجربو څخه زیاتې ګټې تر لاسه کوي او زیاتو ارزښت لرونکو عملي تحلیلي مهارتونو ته د مشارکت په بهیر کې انکشاف ورکوي. هغه استادان چې څېړنې کوي له محصلانو سره تازه معلومات شریکوي او هغوی ته فرصت ورکوي تر څو د خپلې خوښې مسلکونه په زیاته ژوره توګه راوسپړي. تر ټولو غوره او ځلېدونکي محصلان و هغو پوهنتونو ته جذبېږی چې له استادانو سره د نېږدې کار فرصت ورته برابرېږي؛ په پایله کې، د څېړنو وتلي پروګرامونه مرسته کوي دواړه د لیسانس او ماسترۍ دورې محصلان په څېړنو کې په کار وګوماري.

څېړنې د یوه پوهنتون په شهرت کې د نورو پوهنتونو او کالجونو تر منځ زیاتوي. په څېړنو کې پرمختګ د یوه پوهنتون د لوړوالي لپاره ښه شاخص او معیار دی؛ زیات باور لري دا یو ستندرد دی چې ورباندې اکادیمیکي شهرت اندازه کېږي. هغه پوهنتونونه په هېواد کې لا نور درناوی تر لاسه کوي ځکه چې څېړنو ته یې زیات اهمیت ورکول کېږي.

کوم پوهنتونونه چې زیات کلونه د څېړنو د بیخبنا په رامنځته کولو کې پانګونه وکړي د خپل ریسرچ اجندا زیاته پرمه بیولئ شي. د کړنو او اجراآتو زیاتې نښې نښانې شته چې د څېړنو د تمویل، د محصلانو مشارکت د دوکتورا په پروګرامونو کې او د استادانو په واسطه د علمي آثارو تولید یې ښې نمونې دي. داسې پوهنتونونه د اکرېدیتشن په پروسه کې ښه پرمخ ځي او د هېواد او سیمې په کچه د ښو پوهنتونو په لړۍ کې مهم ځای نیسي.

څېړنې او ژورنالیزم

کله چې په یوه ملت کې څېړنیز کلتور عام شي، خلک د اوازو او درواغو په ځای حقیقت غواړي، نو دا کلتور به څېړنیز ژورنالیزم ته هم په هغه ټولنه او ملت کې وده ورکړي. دا به مرسته وکړي چې د مسلکي ژورنالیزم اصول او اخلاق په رسنیو حاکم شي، هلته به د ژورنالیست خبر اعتبار پیدا کړي، هلته به اکثریت راپورونه او خبرونه کره بېلګو ته زیات اهمیت ورکوي او په خبر او تحلیل کې به هڅه کوي چې خپله ایدیولوژي داخله نه کړي. د ژورنالیزم اصول هم په همدې مهمو محورونو ولاړ دي، چې خبر، ارزونه او راپور باید تر اړینې څېړنې او د اړوندو مختلفو سرچینو سره تر کره کولو وروسته په بې پرې توګه خپور شي.

د داسې رسنیو په شتون کې سیاستوالو ته ګرانېږي چې له ملت سره ټګي او برګي وکړي، دروغ ووايي، د خدمت په ځای  کرکو او تعصباتو ته لمن ووهي او ځینو خلکو ته دوکه ورکړي. ځکه ازادې او په څېړنیزو اصولو ولاړې رسنۍ به هغوی څاري، ښو ته به یې ښه او بدو ته به یې بد وايي.

څېړنې چې په علمي او دولتي نهادونو کې د پرېکړو د کره توب معیار وګرزې، د رسنیو چلوونکي او ژورنالستان هم اړ کېږي په تحقیقي ژورنالیزم باندې پانګونه وکړي او بحثونه، راپورونه او خپرونې یې د څېړنو په بنسټ ولاړ وي، لیکوالان هم اړ کېږي چې څېړنیزې او معیاري لیکنې وکړي، په پارلیمان او قانون جوړولو پروسه کې به هم څېړنو ته اهمیت ورکول شي او بېله څېړنو نظریات خلکو ته شکمن او خام ښکاره شي. که افغانانو داسې یو تحقیقي او څېړنیز کلتور خپل کړ بیا به زموږ په سیاسي او ټولنیز دیالوګ، دیسکورس او بحثونو کې هم شنونکي له سرتنبه توبه لاس اخلي، که دا کار نه کوي، رسنۍ به اړ کېږي ورته موکه ورنه کړي، اوس خو هر څومره چې جنجالي وي، زیاتې اختلافي هوايي خبرې وکړې، مجلس ګرم کړي، زر زر یې راغواړي. کله مو که څېړنیز کلتور خپل کړ بیا به رسنۍ هڅه کوي داسې شنونکي بحثونو ته راوغواړي چې علمي او د معتبرو سرچینو په حواله او له بېلګو او ثبوت سره یو ځای شننې وکړي، ځکه د خلکو ذوق به ورته معلوم وي او همدارنګه دا به زموږ په ټول فرهنګ اغیزه وکړي.

د اسلام مبارک دین او قرآن عظیم الشان په دې زیات تاکید کوي چې موږ چې هر خبر واورو، باید زر یې بې له ارزونې خپور نه کړو. الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ. (الجرات، ۶-۱۵). اې مومنانو که چېرې تاسو ته

څېړنیز کلتور او سیاست

په ټولنه کې د علمي څېړنو باب کېدل په سیاستوالو هم مثبته اغیزه کوي. هغوی هم په کراره کراره هڅول کېږي چې د تاکنو او سیاسي بحثونو په وخت د علمي څېړنو په مرسته د کره شوو شواهدو او بېلګو په رڼا کې خبرې وکړي، او ملت ته حساب ورکړي. ځکه دوی هغه وخت پوهېږي چې خلک تشې او هوايي خبرې نه خوښوي، بلکه مستندې خبرې، او کاري ارزونې غواړي. ماته ډاکټر صاحب فاتح چې د افغانستان یو وتلی جراح دی، وویل: په بهرنیو ملکونو کې د وتلو سیاستوالو سره دری څېړونکي چې په اوړوندو علومو کې ماسترۍ لري، کار کوي. دوه ورته د غوښتنې او اړتیا په بنا د هېواد په پالیسیو، قوانینو او مقرراتو کې او یا نورو اړوندو علمي مسئلو کې څېړنې کوي، یو ورسره د سیوري په توګه ګرزي او هر چېرې چې اړتیا وي، د دوو نورو ملګرو معلومات ورسره شریکوي. زموږ سیاسي څېرې ځان هر کاره بولي، په حقوقي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، تاریخي، دیني، ستراتیژیکو، تجارت، دېپلوماسۍ، زیربنايي او هر څه کې پروفیسران دي! خو په حقیقت کې په ډېرو کمو کې تخصص لري او د خبرو په وخت په نړیوالو ستندردونو بې ځایه خبرې کوي.

همدارنګه، د څېړنیز کلتور په برکت سیاسي ډلې او ټپلې هم اړ کېږي چې مدوندې پالیسۍ ځانته جوړې کړي، خپل سیاسي فعالیتونه د شته ځمکنیو واقعیتونو په رڼا کې عیار کړي او په دې ترتیب اړ کېږي چې خلکو ته رښتیا ووایي او خپل سیاستونه د رښتیا په بنسټ عیار کړي ځکه خلک رښتیا او له بېلګو او شواهدو سره سیاسي شننې غواړي. التبه په خواشینۍ سره، دا یوه دوې لسیزې کېږي چې په ټوله نړۍ کې په ارزښتونو ولاړسیاست په ځای پاپولیستي او د عوام فریبۍ سیاست زیات باب شوی دی، خو بیا هم څېړنیز کلتور، د شواهدو، بېلګو او په حقایقو ولاړ سیاست د زیات خلکو غوښتنه وي، که څوک ورنه عدول کوي تر څه وخت وروسته یې ملت اصلاح کول غواړي او زر بل سیاستوال دا تشه ډکوي او د خپل ملت سیاست سمې خواته بیايي.

که په یوه ملک کې داسې معتبرې، مجربې او پېژندل شوې څېړنیزې ادارې او فرهنګ وي چې د ریسرچ په مرسته د خلکو د رښتینو نظریاتو سمه سروې وکړي، بیا خلکو ته یو څه پته لګي چې کوم ګوند او یا شخصیت د ټاکنو د ګټلو زیات امکان لري او ولې. د داسې معلوماتو په شتون کې بیا عامه نظر سمې خواته ځي او د بحران مخه نیسي. داسې نه وي لکه زموږ په ټاکنو کې چې هر سړي تمه لرله چې بریالی کېږي به.

په زیاتو ملکونو کې که یو کاندید د ټاکنو په وخت په خپل حریف باندې ناروا او بې ځایه تور ولګوي، زر د عوامو په سروې که یې محبوبیت راکمېږي، ځکه د عوامو قضاوت هم د کره بېلګو او شواهدو خواته میلان کوي، خلک تهمتونه او ناروا خبرې له ملک سره خیانت بولي، او په ټول ملت کې معقولو پرېکړو ته لاره اوارېږي او د سرسري قضاوتونو فرهنګ هم اصلاح کېږی.

څېړنې او تاریخ

علامه عبد الرحمن ابن خلدون نړیوال پوهان ټول د ټولنیزو علومو، د تاریخ د علم او تاریخ د فلسفې پلار وايي. ابن خلدون په لمړي ځل تاریخ لیکنې (Historiography) ته د څېړنو او تحقیق په مرسته د مستند کولو علمي بڼه ورکړه. هغه په تاریخ کې د نابللو او ناپوهو کسانو رول ته اشاره کوي، چې هغوی یوازې افسانو او هر شاخداره درواغ چې اوریدلي رانقل کړي یې دي، بیا نور د دوی په پله تللي او ورنه تقلید یې کړئ، هغوی د پېښو په لاملونو « فکر » نه دی کړئ، د اوازو په هکله یې هېڅ « پلټنه » نه ده کړې، څه یې چې اورېدلي موږ ته یې رارسولې. خو دی وايي، « د حق برلاسي داسې نه ده چې مقابله یې څوک وکړی شي، نو د باطل نظر پیکه او وژل کېږي. نقل کوونکي یوازې نقل کوي، که رشتیا وي او که دروغ، خو د بصیرت خاوندان غوټې خوري او د څېړنو او تحقیق په مرسته د اصلي او جعلي توپیر کوي او په   « بصیرت » او « پوهه » د زړه پاڼې سپینې، پاکې او رڼې کوي.

ابن خلدون وايي: تاریخ لیکونکي زیات دي او زیات کتابونه یې لیکلي دي. مورخینو د قومونو پر لوړتیا او ځوړتیا ډېر څه لیکلي دي، خو کومو چې ثقه اثار لیکلي دي او فضیلت یې ګټلی دی، د ګوتو په شمار دي. لکه ابن اسحاق،ابن جریر طبري، ابن کلبي، محمد بن عمر واقدي او سیف بن عمر اسدي او نور مشهور مورخین او په څېړونکو کې سرلاري دي.

نو که په یوه ملت کې د څېړنو او تحقیق کلتور ټینګ شي، نو مورخین به یې هم له څېړنو سره روږدي شي او د خلکو غوښتنې او فکر به له پامه نه شي غورځولی، نو به د هغه ملت په مورخینو کې څېړنه باب شي، بیا به دوی د تاریخ په لیکلو کې له احتیاط نه کار اخلي، په خبر او خپله ارزونه به تر هغو شک کوي، بېلګې او شواهد به راټولوي او له راز راز سرچینو به د مسئلې په اړه معلومات کره کوي. نو داسې تاریخ به لیکي چې د افسانو په ځای واقعي پېښې، د هغو لاملونه، د قومونو او ملتونو د راپورته کېدو او لوېدلو سم انځور به وړاندې کوي، چې نوي نسلونه ورنه درسونه واخلي.

علامه ابن خلدون د تاریخ لیکنې (Historiography) لپاره همداسې غوره اصول غوره کړل، که وکولی شي، تاریخ له بېځایه افسانو، درواغو، د چارواکو د تشو کیسو په ځای د ټولنو او ملتونو رښتیني واقعیتونه په پوره بې پرېتوب، له معتبرو تاریخونو له اخځ ځایونو سره بیان کړي، که له کوم چا نقل کوي، له نورو سرچینو سره یې هم و ازمويي، که خپله مشاهده کوي، خپل قضاوت له کره بېلګو او شواهدو سره راواخلي، تر څو هم حق حقدار ته ورسېږي، هم حقایق روښانه شي او هم د تاریخ علم سوچه او پاک شي تر یې انسان ته په راتلونکي کې هر اړخیزه ګټه ورسېږي.

څېړنې او کرنه

په کرنه کې موږ ګورو چې کوم ډول تخمونه زموږ د ملک له اقلیمي شرایطو، د اوبه خور له امکاناتو، د ځمکو او خاورې له کیفیت، د شته فني کادر د تجربو او خلکو له غوښتنو او ذوق سره برابر دي. نو د کرنې ماهرین تخمونه په مختلفو قطعو کې په کرنیزو فارمونو کې کري، بیا یې پایلې ګوري، ارزوي یې، تر څو مناسب ډول ورنه انتخاب شي. همدا راز کله چې نباتي افتونه او ناروغۍ رامنځته شي، نو د کرنې ماهرین هڅه کوي چې د پلټنو او څېړنو په پایله کې ورسره د مبارزې راز وسیلې لکه حشره وژونکې دواوې، په میخانیکي، بیولوژیکي، او زراعتي میتودونو د پورته یادو افتونو مخنیوی کوي.

د څېړنو په مرسته د کرنې ماهرین د هرې ایکالوژیکي سیمې د اقلیم سره سم د میوو، سریالونو، ونو، څارویو او نورو ډولونه ټاکي تر څو هلته سمه پایله ولري. همدارنګه، موږ د څېړنو په پایله کې داسې کښتونو ته وده ورکولی شو چې د وچکالۍ او د هوا د تودوخې په وړاندې مقاومت ولري. دلته موږ په ټولو مواردو بحث نه کوو بلکه یوازې د څېړنو اهمیت ته ګوته نیسو.

څېړنې او طبابت

طبی او ساینسي علومو د همدې څېړنو او پنځونو په برکت زیات پرمختګ کړی. د مثال په توګه د راز راز ساري ناروغیو لکه چیچک، پولیو، تورې ټوخلې، تور زېړي… او دادی د کرونا په ضد واکسین جوړ شوي دي چې د انسانانو مرګ یې تر زیاتې کچې کم کړی دی.

بل مثال یې دادی چې د شکرې، د وینې د فشار، سرطان او نورو کومو ناروغیو په وړاندې په یوه ملک کې کوم نژادونه د ژینیټیکي یا ممکنه کلتوري لاملونو له کبله زیاته زیانمنتیا لري او څه باید وکړي. همدارنګه، دا یو ډول څېړنه ده چې په علمي توګه ومومو او وښيو چې د کرونا په وړاندې کوم فکتورونه لکه د بدن مقاومت، روحي پیاوړتیا او نور زیاتول څومره ګټه لري او نور. یا د مثال په توګه اوس څېړونکو موندلې چې په کرونا کې هغه ښاري سیمې زیاتې وځپل شوې چې ګڼ اقتصادي فعالیتونه یې لرل نسبت هغو سیمو ته چې یوازې ګڼ مېشته وې، خو دا حکم یوازې د یوې ښاري سیمې له مشاهدې څخه موږ نه شو کولی بلکه زیاتې سیمې باید تر څېړنو لاندې ونیسو.

دلته زموږ موخه دا نه چې په طبابت کې ټولې څېړنې دلته تشریح کړو. بلکه موخه داده چې وښيو په طبابت کې هم د څېړنو رول زیات دی او بېله څېړنو او تحقیقاتو روغتیايي علوم تر ننۍ کچې نشوای رسېدلی.

څېړنې او هر اړخیز پرمخت

نن په نړۍ کې ثابته شوې ده چې یوازې د همدې څېړنو له لارې انسانان او بشري ټولنې، حقایقو، خپل پوتنسیال او توانمندیو او وړتیاوو ته رسېدئ شي. لامل یې دادی چې په پوهه او علومو کې څېړنه، ژوره مطالعه، په عمل کې د غوره او ګټورو پایلو د تر لاسه کولو لپاره بیا بیا ورنه کار اخیستل او په پای کې ورنه درسونه زده کول د پوهې د پنځولو په نامه یادېږي.

د څېړنو او پنځونو په مرسته موږ د پوهې په ټولو اړخونو، ګټو، غوښتنو، مدیریت، کارونه او له ټول پوتنسیال څخه کار اخیستلی شو. همدارنګه، د ژوند د هر اړخ او علومو په هره برخه کې څېړنې او پنځونې موږ ته راز راز حقایق، د ستونزو لاملونه او ورته حل لارې راښيي.

د څېړنو او پنځونې مقابل لوری بیا د ژوند ټولو پورته برخو او د پوهې او علومو مختلفو اړخونو ته سرسري، تقلیدي، وقفه اي او غیر هدفمند نظر او کړنې دي. په دې ‌‌‌‌‌ سرسري نظر او کړنو د ژوند د ښکارندو او ننګونو په اړه کومې مهمې او دوام لرونکې پایلې نه شي ترلاسه کېدی. د ټولنې د خلکو فردي او ټولنیزه وړتیا وده نه شي کولی، له فرصتونو ګټه نه شي اخیستئ، ، له تهدیدونو سره مقابله نه شي کولئ او ننګونې په فرصتونو نه شي بدلولئ.

د څېړنو او پوهې پنځونې سره څنګه مرسته وکړو


الف. ژور فکر او شک کول:

د ژور فکر په هکله پوهان وايي چې زده کوونکي، کارپوهان، پالیسي جوړونکي او نور باید سوال کوونکي مغزونه ولري. داسې چې هم په خپلو اندونو او هم د نورو په وړاندیزونو شک وکړي، له مختلفو اړخونو ورته وګوري، د نورو پخوانیو او اوسنیو عالمانو له نظره ورته وګوري، په عمل کې له خپلو تجربو، منطق او پوهې کار واخلي، تر څو خپل فکر او د نورو وړاندیزونه بیا بیا و ارزوي. د دې معنی دا نه ده چې دوی به بې ځایه ناندرۍ وهي، بلکه د ټاکلو پوښتنو، د څېړنو د اخلاقو او اصولو سره سم به د نورو په نظریاتو او موندنو شک ښکاره کوي او همدارنګه به نورو ته ثابتوي چې دی خپله هم په خپلو اندونو شک کوي او هم د دوی شک د ده په نظریو ورته مشروع او د منلو وړ ښکاري.

یو کارپوه وايي: « څېړنه او ریسرچ دادی چې داسې وګورو او مشاهده وکړو لکه چې هر چا لیدلي او مشاهده کړي، او داسې فکر وکړو لکه هېڅ کوم کس چې داسې فکر نه وي کړی». آلبرت سزنت ګیورګیي.

الهیسم یو ستر اسلامي عالم، فلسیوف، ساسینس پوه او مخترع و چې په نړۍ کې د اپتیک فزیک بنسټګر او پلار بلل کېږي وایي: د یوه علمي نظر د رښتینولۍ د معلومولو، تایید او یا رد لپاره تاسو باید هغه نظر ته ځان دښمن کړئ او له هره لوریه د شک په سترګه ورته وګورئ.

دلته د شک کولو مطلب دا نه دی چې موږ په هر مجلس کې له یو بل سره لاس او ګریوان شو، یو د بل خبرې رد کړو. بلکه برعکس موخه داده چې هم نظر ورکوونکی او هم اورېدونکی باید دې ته پام وکړي چې وړاندې شوي معلومات د ده خپل نظر دی، که ثبوت شوی حقیقت دی، که یې حقیقت بولي نو کومو معتبرو منابعو دا نظر تایید کړی دی.

ب. یوې نظرېې او موندنې ته له څو اړخونو کتل

کله چې کوم نجار د لرګی یوه تخته سمه صافوي، نو له څو زاویو ورته وګوري، ځکه هسې ورته یوازې له یوې نقطې کتل کښته او پورته ځایونه په لرګینه تخته کې هغه ته نه ښکاري. همدارنګه، که سړی یوې داسې منظرې او شکل ته ګوري چې ګڼې اجزاوې لري، نو په لمړي نظر په شکل کې ټول څېزونه، تصویرونه او شکلونه نه شي درک کولئ. کله چې ښه یې و ارزوي، لکه نجار له یوې او بلې زاویې، له یوه او بله کنجه ورته وګوري بیا د هغه شکل ټول یا زیات جزئییات لیدی شي. همدا راز، یو کس یې په لمړي نظر کې یوه خوا ګوري او بل کس بیخي بل څه ویني.

په همدې تر تیب، پېچلې، ټولنیزې، کلتوري، سیاسي او اقتصادي مسئلې هم په لمړي نظر څوک پوره نشی درک کولی. باید له پوره احتیاطه کار واخلي چې په بېړه او په سرسري کتنه کومې پایلې ته ونه رسېږي، هم یې خپله بیا بیا و ارزوي، له مختلفو ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، کلتوري، اوږدمهاله او لنډ مهاله او نورو اړخونو ورته وګوري اوهم د په هغه ښکارنده کې د نورو کار پوهانو او تجربه لرونکو کسانو نظر او خبرې هم واوري، د اوسنیو او پخوانیو کارپوهانو اړوندې څېړنې او شننې هم له نظره تېرې کړي، له خپل نظر سره یې پرتله کړي، په انصاف او غور د نورو او خپلو نظریاتو کمښتونه او قوي ټکي په نظر کې وساتي او د قضیې په هکله په سړه سینه پرېکړه وکړي. نو دلته د شورا او مشارکت له ښېګڼو کار واخیستل شي، په مهمو ملي مسئلو ته د زیاتو خلکو لید لوري معلوم شي، د حقایقو له روښانتیا سره به مرسته وکړي او هم زیات خلک به د هغې مهمې ملي مسئلې مالکیت ولري.

ج. د علمي څېړنو ژورنالونه آنلاین ذخیره کول.

په پوهنتونو کې د علمي پروژو لپاره څېړنې په آنلاین توګه د اکادیمیکي ژورنالونو په ذخیره کولو سره اسانه کیدی شي. په دې صورت کې کله چې محصلانو ته د کومې پروژې او یا کوم ډېزرتېشن (مقالې، تېزس، مطالعې، کره کتنې …) د لیکلو دنده ورکړل شي، نو د معتبرو انلاین اکادیمیکي ژورنالونو له داتابسونو څخه یې په اسانۍ ترلاسه کولئ شي. نو محصلان باید د خپل پوهنتون له ادارې داسې یو آنلاین سرچینه وغواړي. په دې سره د یوه کمپوتر، تابلېت، یا سمارت فون او انټرنېټ سره اړیکه د زیات شمېر علمي او اکادیمیکي ژورنالونو داتا بسونه او الکترونیکي مواد تر لاسه کولای شي. هغه چې وايي: معلومات قوت دی او کوم ښه قوت تر دې شته چې خپل ځان په دېجیتالي معلوماتو سره توانمند کړي، داسې چې له اکادیمکي ژورنالونو تر لاسه کېږي.

د. څېړنیزو علمي اثارو مالي او معنوي ارزښت ټاکل.

د دې لپاره چې څېړنیز غوره اثار وپنځول شي، دولتي او نادولتي ادارو، تعلمیمي نهادونو لکه پوهنتونو، فکري مرکزونو او نورو ته اړتیا ده چې څېړونکي په مالي او معنوي مرستو ونازوي، کارونو ته یې په ادارو کې د پلي کېدو لپاره لمړیتوب ورکړي، تر وسې وسې ورباندې عمل وکړي، په علمي رتبو کې د یو مهم فکتور په سترګه ورته وکتل شي، کنفرانسونه ورته جوړ او غوره څېړنیز اثار اړوندو خواوو ته معرفي شي. استادان او علمي نهادونه هم باید هڅه وکړي هغو اثارو ته د درسي کتابونو په توګه لمړیتوب ورکړي، چې څېړنیز او تحقیقاتي اړخ یې تر نورو قوي وي.

ذ. پوهنتونونو او فکري مرکزونو ته په پروژو کې ګډون ورکول.

که څه هم اوس په کراره یو څه شرایط په پوهنتونو کې رامنځته کېږي، خو تر دولتي زعامت ورته اړینه سیاسي اراده ونه ښيي، اړین شرایط او مقررات رامنځته نه کړی کومه سمه لاسته راوړنه به ونه لري. باید پوه شو چې یوازې په کوم پوهنتون کې د یو شمېر څېړنو کول به ښه وي، خو تر هغو په ګټه ونه کړي، د هغو څېړنو د عملي کارونې ځای او پروژې د دولتي ادارو او پوهنتونو په ګډه همکارۍ سره تثبیت نه شي.

بله مهمه خبره به داوي چې په دې اړه باید یوځل شته قوانین او مقررات د اړوندو مجربو کارپوهانو په مرسته و ارزول او اصلاح شي. له دې کبله چې بریالۍ څېړنې د اړوندو مجربو استادانو لاس نیوي ته اړتیا لري، چې اوس یې موږ یې کېدای په زیاتو مسلکونو کې ونه لرو. نو زموږ پوهنتونو کې به چې زیاتې ناخوالې یې لیدلې، په اوسنیو شرایطو کې به تر هغو پورې څېړنه او تحقیق وده ونه کړي تر څو چې په عملي توګه له نړیوالو پوهنتونو او د هغو له کارپوهانوسره په ګډه د افغانستان په ځینو پروژو کې کار ونه کړي، یو څه امکانان اړوندو دېپارتمنتونو ته د حق الزحمې په توګه ورنه کړل شي.  

ر. د پوهنتون او فکري مرکزونو تر منځ همکاري.

په ټوله نړۍ کې د پوهنتونو په څېړنیزو مرکزونو کې پوهه رامنځته کېږي، دا پوهه بیا دولتي چارواکو، دولتي او نادولتي ادارو، خصوصي سکتور، عوامو او رسنیو ته تشریح او رسول غواړي تر څو په عمل کې ورنه ګټه واخیستل شي. نو په نړۍ کې اوس په پوهنتونو کې د خلق شوې پوهې د تشریح او رسولو لپاره فکري مرکزونه رامنځته شوې دي. دا ځکه چې د نوې پوهې رسول، تشریح، پلي کول او تر څه وخت وروسته یې بیا ارزونه زیاتو عامه اړیکو ته اړتیا لري او نورو ته اړتیا لري چې څېړنه او دا ټول د پوهنتونو لپاره ستونزمن کار وي.

د څېړنو او ریسرچ سوالونه

موږ د څېړنې په هلکه زیات بحث وکړ خو دلته اړتیا ده چې یو څو مثاله راوړو چې په کومو مسئلو څېړنې کول ملتونو ته په کار وي. ځواب دادی چې څومره د ژوند اړخونه، ننګونې اومسئلې او ورته رنګارنګ لارې دي په همغه کچه د څېړ نو اړتیا هم شته.
څېړنه یا ریسرچ زیات ‌‌‌‌‌‌ډولونه لري یو مهم ‌‌‌‌‌‌ډول یې دا هم دی چې د ټولنیزو علومو پوهان د څېړنې سوال لکه د یوې ټولنې او ملت د کوم ټاکلې ناتواني یا وړتیا اړیکه د معلول په توګه له کوم علت سره لکه د دوی ځينې ټولنیز او کلتوري باورونه مطرح کوي او تر څېړنې لاندې یې نیسي او یو شمېر فرضیې، ټاکلی وخت، امکانات او نور ورته ټاکي.

خو دا سوال باید سم مطرح شي. که پېچلی او څو اړخیز وي لکه ولې افغانان نه توانېږي چې ځانته دوام لرونکی نظام جوړ کړي او له سیالانو سره سیال شي. زه فکر کوم چې دا یو مهم، ستراتېژيک سوال دی. دا دوه پېړۍ وشوې چې زموږ ملي مشرانو، د هرې مفکورې او فکر لرونکو هڅې وکړې، تر یوه ځایه ورسېدل، و یې نه شو کولی په دې مهم کې بریالي شي، زر غوړه مالانو، ځان غوښتونکو، مفسدینو او خاینو کسانو ستونزې پيدا کړې او نور ارمان لرونکي، پاک او هېواد پال کسان ګوښه شوي. زموږ په تاریخ کې ټولو ته ښکاره ده چې ‌‌‌‌‌‌ډېر کم یو ګروپ تر زیاته وخته یوه مهم ملي هدف ته یو موټی ژمن پاته کېږي. اخر دا به تر کله داسې وي، موږ ګورو چې اختلاف په نورو ټولنو کې هم وي مګر زموږ د ملت په ټولنیزه او ژوره کلتوري ناروغۍ اوښتی او له هره انساني ارمانه مو راګرزوي.

دا یو زیات پېچلی او څو اړخیز سوال دی، زیات داخلي او بهرني لاملونه لري او سم څېړل یې د مختلفو مسلکونو د مجربو کارپوهانو، یوې علمي پروسې، زیات مشارکتي او مسلکي کارته اړتیا لري، باید د دولت د اړوندو ملي نهادونو او کارپوهانو په واسطه، د ملي رښتیني زعامت تر رهبري لاندې تر اوږدې علمي مطالعې لاندې ونیول شي او علمي او عملي ځوابونه او په بل عبارت د هغو ناتوانیو لاملونه وموندل شي. تر دې وروسته چې دا ځوابونه کره او یقیني شي او د زیاتو خلکو لخوا ومنل شي باید د علمي ستراتېژيک پلان په پایله کې حل لارې ورته ولټول شي چې پوره بېل بحث غواړي.

خو بله عملي لاره په تېره په هغو شرایطو کې کیدی شي دا وي چې کله دولت دا توان، کادرونه، امکانات او یا سیاسي اراده ونه لري بیا زیات وړوکی سازمانونه لکه فکري مرکزونه او ان انفرادي څېړونکي هم کولی شي چې په همغږۍ سره د خپلو مسلکونو او تجربو سره سم د دې پورته پېچلي سوال یو یو یو اړخ تر څېړنې لاندې ونیسي، پایلې له یو بل سره شریکې کړي او عامه پوهاوی زیات کړي.

د مثال په توګه، کولی شو د ریسرچ او څېړنې سوال داسې مطرح کړو چې ستراتېژيک حیثیت ولري، تل ورنه رنځېدلي یو، زیاتو مهمو او هېواد پالو او روڼ اندو شخصیتونو او ملي مشرانو مو حس کړی وي، په تاریخي لحاظ په زیاتو تجربو یې اهمیت ثابت وي، له ناکامیو سره یې مخ کړي و، خو بیا هم یوې ځانګړې تشې ته مو ګوته نیسي او زیات ترکیبي خاصیت نه لري چې د څېړنې لپاره زیات پېجلی وي، داسې وي چې زموږ د پورته ملي ناتوانۍ یو له مهمو او کلیدي لاملونو څخه وي.

هسې د مثال په توګه که دا سوال داسې مطرح کړو چې ولې او د کوم علت له مخې زموږ ټولنیز او یا سیاسي ګروپونه د نورې نړۍ خلاف په ګ‌‌‌‌‌‌ډه کار نه شي کولئ، ځانته اوږدمهاله لرلید او موخې نشي ټاکلئ او که کوم ګو‌‌‌‌‌‌ډ مات یو څه ځانته وټاکي په عملي پروګرامونو او کړنو یې نه شي بدلولئ تر څو ورنه پایلې او هم عملي تجربې ترلاسه کړي؟ ټولو ته ښکاره ده کله چې زموږ یو ټولنیز ګروپ لکه د یوه ولایت د ځوانانو ټولنه او یا قومي مشران کومه ټولنه جوړه کړي، تر څه وخت وروسته یا بیخي له منځه لاړه شي، یا په زیاتو ټوټو وویشل شي، او یا خو یې هېڅ کوم مثبت کار نه تر سترګو کېږي او هسې تش په نامه نوم یې پاتې وي.

آيا داسې فکر نه کوو چې دا زموږ یوه ټولنیزه او کلتوري ستونزه ده، په دې کې مشر، غړي او نور ټول خلک په مختلفو درجو ستونزه لري. خو دا یوه اوږده او ستړې کوونکې پروسه ده چې زر ورنه د مهموولاسته راوړنو تمه نشي کېدی او کولی شي چې د ټولنې د خلکو د تحلیل او ارزونې کچه لوړه کړي تر څو خپلې ستونزې سمې وارزوي او اړوندې لارې ورته ولټوي. نو اړتیا د یوه پاک او سپېڅلي عزم په شتون کې په دې ګډ فکر وشي او اړوندې تګلارې ورته جوړې او پلې شي.
په دې هیله چې په هېواد کې د څېړنې فرهنګ په هره ساحه کې عام شي

پای

اخځلیکونه/ماخذونه/References

1. Ibn Khaldun Muqaddema, Pashto Translation, Ustad Zobair Shafiqi.
3. The Qur’an, Basic Scientific Research and Technology

           (Perspective), Zafar Ahsan, Department of Mathematics, Aligarh Muslim University,            

            Aligarh, India              

6. Nurturing Knowledge without Boundaries,

https://apiar.org.au/blog/category/journals/

7. The Value of Research,

https://www.unlv.edu/research/value



2

Leave A Reply

Your email address will not be published.