زه چې يوازې سمه

0 656

 

زه چي یوازي سم ډېوه را باندي نه لګېږي
هر څه تیاره ښکارېږي
د کتابونو منځ کي ناست یمه چورتونه وهم
قلم را اخلمه کاغذ ته ګورم
هسي بې واکه بې هدفه ښورم
غواړم یو څه ولیکم
خو څه پر څشي باندي؟
خو څه د چا په نوم د چا لپاره؟
یوه غزل که قصیده او که کیسه ولیکم
که حماسه ولیکم
قلم له ځایه حرکت نه کوي
نفس مي تنګ سي وایم چیغي کمه
د کتابونو لورته
څو بې هدفه قدمونه اخلم
کتابخانه مي لکه ګور پر زړه تنګي راولي
لکه تیاره لکه ناپاکه خونه
لکه زیمناکه خونه
لکه تور قبر هولناکه خونه
ساه مي تنګېږي وایم چیغي کم ګرېوان څيری کم
کتاب را اخلم پاڼي اړوم
ایږدم یې بیرته
توري مي خوري پر زړه تیاره راولي
راته د قبر تاریکه راولي
سر ګرېوانه ته کړمه
خدایه یوازي یمه
یوازي توب! لکه د قبر په تیاره کي چي یم
په تنهايی کي مي د ګورچینجي مغزو ته ځي
خیالونه مي خوري
زړه او هډونه مي خوري
د ژوندون خونه مي خوري
د غزل توري خوري نظمونه مي خوري
خپل کتابونه مي خوري
خدایه یوازي یمه
له تیارې خوني څخه
د کتابونو له بدرنګي نړۍ
له خپل قلم سره یوازي وزم.

عبدالباري جهاني
ویرجینیا ۲۰۱۷ سپټمبر ۲۷

Leave A Reply