ګونګه خړه / پوهنمل اجمل ښکلى

0 887

ژان پل سارتر ويلي وو چې د موناليز پر شونډو رنسانس خاندي. همداسې د مرحوم موسى شفيق په شاعرۍ کې راته تر انقلاب مخکېنی افغانستان موسکى دى. هغه وخت حالات څنګه وو، خلکو څه ډول فکر کاوه او شاعري کوم لوري ته روانه وه، دا راته مستقيم او نامستقيم د هغه وخت شاعري وايي.
خو زه د دې وخت لوستونکى يم او د خپلو شرايطو په هينداره کې به د موسى شفيق شاعرۍ ته ګورم. اوسني لوستونکي ته دا مهمه نه ده چي دی د افغانستان مهم سياسي شخصيت و. اوس خو د رولان بارت خبره «پنځګر مړ دى!» او مرحوم خو رښتيا هم وفات شوى.

د يوه ادبي اثر د ماهيت د مالومولو لهپاره به دا ډېره مشکله خبره وي چې د هغه د خپل وخت په شرايطو کې يې وګورو. دا په دې خاطر هم ښه نه ده چې مهال په ادبياتو کې چاڼ کوي او د خپلو غوښتنو په رڼا کې اثار انتخابوي. همداسې د ادبي متونو ماناوې ثابتې نه دي.
د مرحوم موسى شفيق شاعري لکه د خپل وخت د نورې شاعرۍ غوندې د پښتو د پخوانۍ او معاصرې شاعرې تر منځ پول دى، ځکه چې د دواړو دورو د شاعرۍ خصوصيتونه پکې شته. په دې ليکنه کې به په همدې خصوصيتونو پسې سوي راڼه کړو.

موسى شفيق د پښتو په پخوانۍ شاعري سربېره د خپل وخت د پښتو شاعرانو مطالعه هم کړې وه، مثلاً د پښتونخوا شاعرانو ته يې يوازې دا نه چې په شاعري کې مستقيمې اشارې وينو، بلکې سبک يې هم ترې متاثره ښکاري.
په دې سربېره له نېټو، په شعر کې د ځايونو له يادونې او د شاعر له بايوګرافي ښکاري چې د خپل وخت له لويديزې شاعرې هم متاثر شوى، په تېره په رومانټيکه شاعري کې خو يې راته د انګليسي د رومانټيسټو شاعرانو اروا ګډه ښکاري، خو د غرب د ادبي تمايلاتو په منلو کې دوه زړى ښکاري. هلته يې هم لکه چې دود دى، دا شديد احساس وړى چې زه پښتون يم او بايد خپل پښتني اقدار هېر نه کړم.
د مرحوم موسى شفيق په شاعري کې د پښتو د پخوانۍ او اوسنۍ شاعري ځينې پټ بڅري دي چې موږ ترې د ده د وخت د شاعري تمايل مالومولای شو.

د پخوانۍ او اوسنۍ شاعري يو توپير دا دى چې “په نوي شعر کې مانا ما بعدي، خو «د صوفيه ادب له ځينو استثناوو پرته» په پخوانۍ شاعرۍ کې مانا ما قبلي «له اوله ټاکلې» ده… پخواني شاعر له داسې مطالبو چې لوستونکي ته به له مخکې مالوم وو، ادبي ترکيب جوړاوه او دې ادبي ترکيب به لوستونکي ته ځکه خوند ورکاوه چې تشبيه او استعاره به يې نوې وه، خو په اوسنۍ شاعري کې لوستونکى تر لوست وروسته په مانا پوهېږي، ځکه چې د نوې مانا تجربه کوي.”(۳: ۲۶۳)
د مرحوم موسى شفيق په شاعري کې د پخوانۍ شاعرۍ تکراري مضامين هم شته او داسې مضامين هم چې په پخوانۍ شاعرۍ کې نهشته، خو زموږ په کلچر کې شته او چې کله د شعر سرليک ته وګورو، مخکې له مخکې راته مالومه شي چې شاعر به راته څه وايي.

د هغه وخت د شاعرۍ يو مهم موټيف «پښتونواله» او ورسره په خوا کې د ماډرن کېدو ارمان و. موسى شفيق د نورو شاعرانو غوندې د خپل وخت له ادبي جريانه متاثر شوى. دا اغېز په «د پښتون پسرلى» او… کې ولولئ؛
سحر پروت ومه د خيال په بستر باندې
راته وکړې نسيم غلې غلې ساندې
د مايوسې پښتونخوا د اسمان لاندې
پاڅه شولې بيا د ګلو لښتې تاندې
نوې لوبه، نوى ژوند او نوى کال دى
بې‌پښتونه بدل کړى هر چا حال دى
د سحر ډېوه معرض کې د فنا وه
د پښتون د جسد غوندې نيمه خوا وه
له محفل نه چې روانه په ژړا وه
ښکاره شوې د افق(ه) نه برېښنا وه
خاموشي د شپې وتلې حرکت و
په جنبش او په جولان کې طبيعت و
د ژوندون تاوده عالم کې هنګامه وه
او…
(۲ :۱۱۹)
تاسې به له سرليکه پوه شوي ياست چې شاعر راته څه ويل غواړي او ښايي پاتې يې و نه لولئ، ځکه چې شاعري د فکرونو سپور اظهار نه دى، ګنې بيا تر نظم نثر ښه دى. د موسى شفيق غوندې له لوستي او جهان ديده شاعره زموږ رښتيا هم د لويو فکرونو د ايجاد توقع ده او دې توقع ته دى ښه، خو ډېر ځير شوى او له دې مالومېږي چې شاعر راته داسې خبرې له زړه نه، له ذهنه کوي، خو په رومانټيکه شاعرۍ کې يې بيا زړه لولو او د خيال ازاده بها وينو. د شاعر له سريزې هم له شاعرۍ د هغه وخت توقع استنباط کولای شو؛
“لکه څنګه چې شعر او شاعري د حسن و جمال او د قدرت د رنګين تکوين سره غاړه غړۍ ده، نو ځکه شعر او ادب وچ په وچه يواځې خشکې فلسفې ته خاصول زما په خيال د ادب او شاعرۍ سره يوه لويه ګناه ده. په همدې لحاظ په دې مجموعه کې د عصر، حيات او محيط د القابي مضامينو يا د ملي او قومي احساساتو نه پرته د شعر او ادب د حقيقي دوستانو او د حسن او جمال د هواخوانو د خوش طبعۍ لپاره د مينې او محبت يا په بل عبارت د عشقي او تغزلي اشعارو چاشني هم تياره شوې ده.
بنا پر دې نو د جمال منکرين يا هغه کسان چې د خالص تغزل طرفدار دي او شعر او شاعري د ژوند لپاره نه وسيله کوي، دا دواړه د دې کتابګوټي د مطالعې نه خوند اخيستى شي.” (۲: ۷۹)

موږ له دې اقتباسه اندازه لګولای شو چې موسى شفيق د خپل وخت دواړو ادبي جريانونو «ادب د ژوند لپاره» او «ادب د ادب لپاره» ته تمايل ښوولى، خو په «وچ په وچه يوازې خشکې فلسفې ته خاصول» جمله يې راته وايي چې ځينې خبرې موسى شفيق له زړه نه دي کړې، بلکې د خپل وخت د ادبي تمايل له وېرې يا د مسووليت د احساس له مخې ورته اړ شوى او مخکې له مخکې موجودو مطالبو ته يې شاعري کړې.

خو کله چې رومانټيکې خبرې کوي، بيا پوهېږو چې د شاعر د زړه خبرې کومې دي. په سريزه کې راغلې «چاشني» کلمه راته د ده روان پوره روښانه کوي. ولې عشقي او د ده په وينا، تغزلي اشعارو ته چاشني کاروي؟ ځکه چې دا يې د خپل مهال د ادبي نثرونو دود کلمه وه، خو د دې تر شا د هغه وخت د ادبي جريان او د موسى شفيق هغه تمايل پټ دى چې ميشل فوکو ورته ډسکورس وايي. چاشني، مطلب څه نا څه، یانې ډېر لږ څه. شاعر وايي چې نور مې ټوله پيغامي شاعري کړې، خو څه نا څه پکې عشقي هم ده، خو دا خبره په شرمېدونکي طرز کوي او دا د چاشني دويمه مانا ده چې په دې متن کې يې درک کولای شو. همدا يوه کلمه راته هغه وخت پر شاعر لګېدلي بندېزونه او ورته راجع مسووليت راښيي.

موسى شفيق د لويديځ د ازاد چاپېريال تجربه هم کړې وه، خو شاعري يې خپل تنګ چوکاټي کلچر ته کوله. د شاعري له ازادۍ خبر و، خو له خپلې ټولنې مجبور او دا مجبوري د ده په رومانټيکه شاعرۍ کې چې د ده د شاعرانه کريير خوندوره برخه ده، هم کله کله راڅرګندېږي. د «کلاس ملګرې ته» يې همداسې شعر دى.
اوس يې د «قومي جذبې» په نامه د يو بل شعر څه برخه؛
ګورم چې قومونو ته، غونډېږي د غونچې په دود
ستا په حال د سترګو نه بهېږي مې پښتونه رود
شرنګ دې د همت د تورې بيا دوښمن ته و نه ښود
داسې احساساتو چې د زړه حرم کړو واړه تود
غږ مې په خيبر باندې جذبې د مليت وکړو
لېرې شه له منځ نه موږه عزم د وحدت وکړو
نقش مې د تورې خاطرات مې د دفتر پر مخ
خاندي مې برېښنا د سپينې تورې د سحر پر مخ
ټيټ شم کله جګ شم لکه موج د سمندر پر مخ
نه پرېږدمه تېکی د ننګ ځاى کې د خنجر پر مخ
روږدي، اموخته د حوادثو په طوفان يمه
زه د ننګ په کار کې مېړنى د ټول جهان يمه
او…
(۲: ۱۳۳۳)

کوم لوستونکي چې د هغه وخت نوره شاعري لوستې وي، په اسانه اندازه لګولای شي چې شاعر به راته مخکې څه وايي.
پسرغښتوال هغو روايتونو ته چې خلک پرې په ګډه باور کوي او د يوه مهال د کلچر اساس جوړوي (Narrative) وايي. “رولان بارت په هغو خلکو کې دى چې تر هر چا لومړى يې پر دې بحث وکړ چې زموږ په فرهنګ کې د روايتونو اهميت څومره ډېر دى. په خپله ليکنه (Introduction to the Structural Analysis) کې وايي چې په نړۍ کې بې‌شميره روايتونه دي چې ان د کړکيو رنګينې ښيښې هم پکې راځي. ليوتار په خپل کتاب(Postmodern Condition) کې په فرهنګ کې د روايتونو پر بنسټيز اهميت خبرې وکړې.”(۱: ۸۶)
دا واړه واړه روايتونه چې سره يوځاى شي د ليوتار په اند فراروايتي يا لوى روايت جوړوي او دا روايتونه بيا د انسان پر فکر واکمني کوي، بلکې د انساني چلن او فکر اساس جوړوي.

که پښتون قومپرستي يو لوى روايت (Grand Narrative) وګڼو او ننګ، وفا، مېلمه پالنه، زړورتيا، سپېڅلتيا او ازادي يې- چې موسى شفيق هم د دې کلچر د يوه غړي په توګه رااخيستي- جزيي روايتونه وګڼو او بيا يې د ژاک درېدا د (Deconstruction) د تيوري پر بنسټ وپاشو؛ نو راته مالومه به شي چې د اوبو په نيت په سرابونو پسې راوتلي يوو او خپل تاريخ راته پوره رښتيا نه دي ويلي، ځکه چې دا داسې روايتونه دي چې د خپلو متضادو اړخونو ماناوې پکې راګډېږي او تل په يوه حال نه پاتېږي؛ نو کله چې دا د يوه موټيف په توګه له يوې زمانې بلې زمانې ته ځي، د عمل له ځمکې يې پښې په هوا وي او تش يو روايت پاتې وي.

ليوتار د يوه Grand Narrative په توګه د کمونيزم د لاپو په اړه دا خبرې کړې، خو زموږ د لوى روايت په اړه هم سمې خېژي؛ “دا ډول لاپې او پلانونه امرانه اساس لري او د غلبې په لټه وي… په پوسټ ماډرن نړۍ کې پر سترو روايتونو او لاپو تکيه ختمه شوې او خلک داسې روايتونه غواړي چې له انسان سره په ورځني ژوند کې مرسته وکړي او تر شا يې د خلکو د محکومولو موخه نه وي پرته.”(1: ۶۴)
«ادب د ژوند لهپاره» او «ادب د ادب لهپاره» هم داسې يو روايت دى چې اساس يې په هوا ولاړ دى، خو تر انقلاب مخکې په افغاني ادبياتو کې شاعرانو يوه يا بل اړخ ته تمايل ښوو.
اوس پښتون قومپرستي هغه روايت دى چې ټولنې پرې په پټو سترګو ايمان راوړى؛ نو د شاعر لهپاره يې مانا ماقبلي ده.

د ماقبلي مانا يو خصوصيت دا دى چې په اسانه پيرايه کې وړاندې کېږي، ځکه چې شاعر له مخکې غوره کړې مانا ته دومره وفادار وي چې فورم پکې تحريف ته نه پرېږي. همدا علت دى چې “د پخواني شعر ښکلا له تناسباتو او هماهنګيو پيدا شوې، خو اوسنى شعر له تناقضاتو يا له داسې مفاهيمو جوړ دى چې له يو بل سره په مجاورت کې نه دي.”(۳: ۲۶۴)

د ماقبلي مانا خاوند شعرونه د کولريج د تعريف له مخې د لومړي تخيل زېږنده وي، ځکه فکر د تخيل په خم کې پوره رنګ شوى نه دى او هماغسې ثابت پاتې دى.
د «دا په ياد د محبت درسره واخله» د پيل مناجات چې د چارپرې په فورم کې دى، همداسې مخکې له مخکې مضامين رانغاړي چې شاعر صرف نظم کړي او که د يوه نظم په نيت يې ليکلى وي؛ نو تسلسل يې هم غړند دى او کله خو انګېرو چې شاعر يوازې قافيې را ټولې کړې دي. دلته يې د بېلګې په توګه د مناجات يو بند او د «هېوادوالو» په سرليک يوه څلوريزه ليکم؛
د سحر چوپه چوپيا کې غريب ووې؛
ما له ربه د خپل مرګ او ژوندون واک را
دا د ظلم او د ستم دنيا دې واخله
ناولتيا د امتياز نه جهان پاک را
(۲: ۹۰)
پاکې کړئ لارې د خپل قوم خادمانو لره
د وفا لاس ورکړئ د صدق خاوندانو لره
د نوي عصر نيرنګونو بل افسون راوړى
سترګې په بريد پرانيستې ښايي افغانانو لره
(۲: ۱۰۲۲)

د موسى شفيق په شاعرۍ کې يو درز وينو. يوه خوا هغه شاعري ده چې د خپل وخت د سياسي او فکري تمايلاتو تابع ده چې موږ پرې پاس بحث وکړ، خو بل خوا هغه شاعري ده چې د ده د خپل زړه اواز دى او د دې شاعرۍ لويه برخه رومانټيکه شاعري جوړوي؛
د دنيا ګلزار به وچه سره ميره وه
که موسکي پکې پيمخي خوبان نه واى
په ژوندون به د جمود سړه تياره وي
که ګرمي د محبت په جهان نه واى
(۲: ۱۰۶۶)

بل؛
د سرو ګلو د يو ټل په منځ کې دواړه
غېږ په غېږ وو، خوله پر خوله، غاړه په غاړه
و نسيم دې ثناخوان په ګونګه ژبه
او سپوږمۍ وه په تعظيم ورته ولاړه
(۲: ۱۰۹۹)

په دې ډول شاعرۍ کې دى له خپلې جذبې سره رښتينى ښکاري او د دې شاعرۍ يوه ځانګړنه دا ده چې مانا يې د شفيعي کدکني په اصطلاح مابعدي ده. دلته نو د موسى شفيق له غربي فرهنګ او شاعري اغېزمن طبيعت له پوره اب و تاب سره ليدلای شو. د داسې شعرونو پېچلو ترکيبونو، مانا مابعدي کړې ده او لوستونکي ته يې د ماناوو په راسپړلو او شننه کې فعال نقش ورکړى دى. مثلاً د «ګونګې خړې» په نامه يې يو نظم دى. په دې نظم کې د شفيعي کدکني ياد کړي تناقضات هم وينو او مابعدي مانا هم او که شاعر پکې رومانټيکې صحنې ډېرې اړولې رااړولې نه واى؛ نو د اوسني نابشپړ پر ځاى يې پوره سيمبوليک ارزښت لاره؛
هومره لرې سره لاړو
چې د سترګو نه پناه شو
داسې نه معلومېدله
چې به بېرته ګوندې راشو
ګونګه خړه د سحر وه
ترمې ترمې خوره شوې
هغه ورېځې چې بېګا وې
د افق دپاسه نه وې
د موټر نه چې وتله
لږ ساړه يې رانه وشو
ما پرې خپل لېچي خواره کړه
دواړه بيا سره تاوده شو
پسېده چې چېرته کېنو
نو يوځاى مې ورته وکوت
زموږ پام ورته هېڅ نه و
د کوم ځاى نه لمر راوخوت
غړبېده وو په سکوت کې
سيند بې سره بهېدلو
يو ساده غوندې نسيم و
چې بې ربطه بوګنېدلو
د ساحل د يو ډنډوکي
د پستو شګو پر غاړه
د کمکيو څپو غوندې
په نازونو راغله، لاړه
بيا يې سر زما په ولي
باندې کېښود په کراره
په ورمېږ زما يې جوړه
کړه د ګرمو شونډو لاره
دواړه ځير شو، په حيرت شو
چې څه ښکلې ښکارېدله
سپينه بڼه يې اوبو کې
خندېدله، رپېدله
ما يې نښې ته په ډنډ کې
له ورا وويل په زوره
اى زما د ژوند مالکې
اى زما د اميد کوره
بيا مې شونډې غوږ له وروړې
چې کوڅۍ کړم ورنه لرې
ورته ووايم د سره
پسېدو کې دا خبرې:
نومې غلې غلې وکړه
همغه ورته په غوږ کې
خو اواز مې تري تم شو
د نسيم او سيند په زوږ کې
په مکېز مکېز يې وموښ
سر زما په زنې پورې
يعنې دا چې راته وايه
ډېرې ډېرې، نورې نورې
غر هماغه شانې چوپ و
موږه لاړو پسې وړاندې
باد د غره له وړو بوټو
تاوېدلو لاندې باندې
د پستو شګو يو درمند
غځېدلى ځلېدلو
چې د سيند د څپو لړ يې
په لمنو لګېدلو
دې ورمنډه کړه په بيړه
ما هم ښه وځغلوله
چې په شګو پرېوتلو
لږه ومې خولوله
نومبر و، د لمر وړانګې
مهربانه ورېدلې
دا توده وه، ما مې څانګې
پرې اوږدې وغوړولې
د اسمان له سترګو پټه
شوه زما د سيوري لاندې
يو په بل کې سره ورک وو
هومره ما ته وه راوړاندې
شګې سيند ته ښويېدلې
غر هماغه شانې چوپ و
باد د غره له وړو بوټو
تاوېدلو لاندې باندې
(۲: ۱۵۱-۱۵۴۴)

په دې نظم کې د تشخيص په مټ يو متحرک او ژوندى جهان وينو چې باد د غره له وړو بوټيو تاوېږي، غر چوپ ولاړ دى، د لمر وړانګې ورېږي، د بدن سيورى څوک لاندې کوي، نسيم ساده دى. پر دې سربېره بېګانۍ ورېځې، داسې ځاى ته تګ چې بېرته ترې راتګ په ګومان ولاړ دى او افق راته سيبمولونه ښکاري چې هر لوستونکى ترې بېلابېلې ماناوې اخيستای شي.

د موسى شفيق دا او نور شعرونه د معاصرې شاعرۍ دقيق مثالونه دي او دی د لويو شاعرانو په کتار کې دروي چې د خپل وخت له واکمن ادبي جريانه او له روايتونو يې د انحراف وړتيا درلوده، خو کاش دا انحراف يې بشپړ او له پوره اب و تاب سره ښوولى واى.
په ګوره يې نور شه!
ماخذونه:
1. آفاقي، اقبال. ۲۰۱۶۶. مابعد جديديت (اصطلاحات اور معاني و تعبيرات و تشريحات). اسلام آباد: ملټي کلر ډيزايننګ اينډ پرنټنګ
2. شفيق، محمد موسى. ۱۳۶۸۸. دا په ياد د محبت درسره واخله(دويم چاپ). د شهرت ننګيال په زيار. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه
3. کدکني، محمد رضا شفيعي. ۱۳۹۲۲. موسيقي شعر. تهران: نشر آګه

 

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply