غزل

0 1,049

‎غزل ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
============
/
‎ښَه ده ، دَ ژوند لۀ هره دړده خو خَبَره شوله
‎سپوږمۍ چې غېږ ته زما راغله معتَبَره شوله
/
‎څۀ عجيبه لېچه مې ټوله شپه لۀ غاړې تاؤ وه
‎څۀ عجيبه خوشبو راپورته لۀ بستره شوله
/
‎مچې روا نۀ وې – چې تور کاڼي پۀ ما وَرېدل
‎مچې روا شوې – کۀ د خال نامه ګور ګوره شوله
/
‎يَه غزال چشمه ! د جيندي چپو ته مۀ ګوره ډېر
‎ګوره – ثابته ښاريه لاړه اوتره شوله
/
‎بيا راته لار چرته د بلې سيارې راښايه
‎خدايه ! دا پاتې دنيا هم کۀ بې بَصَره شوله
/
‎نور به دَ دې وطن اَسمان ته لپې اونۀ نيسم
‎چې غږ ګونګے شۀ اؤ پهانسي زما سندره شوله
/
‎اوس کۀ مې هر سړے لۀ حاله خبردار شي نو څۀ
‎چې وه زما پۀ حال خبره نا خَبَره شوله
/
‎يا خو تسنيمه ! دَ مثبتو معنو دَوَر تېر شۀ
‎يا دَ ساداتو شَجَره هم دَ نَظَره شوله
/
‎۲۱ اکتوبر ۲۰۱۷
‎کراچۍ  ریاض تسنیم

 

Leave A Reply