رقیب / بخت مرجان بختیار

0 859

رقیب که هر څه دی، بیا هم عمر دراز مروته

د یار دسترګو انتخاب یې ښه په ځای کړی دی

     رقیب، چې په ټولنیز ژوند کې یې زیاتره عاشقان خپل سرخوږی او د لارې خنډ بولي، د پښتو شاعرۍ هغه کرکټر دی، چې په شعر کې یې د ډېرو په نسبت زیات بحثونه منلي دي. داسې کس، چې له پخوا راهیسې د پښتنو شاعرانو د بدبین نظر ښکار دی. دا چې ولې ترې عاشقان دومره بده وړي، اول به رقیب وپېژنو.

    رقیب د رقابت فاعل دی، په عاشقانو ځکه بد لګیږي، چې د جنان په خپلولو کې ورسره رقابت کوي. داسې هم ویل کیږي، چې رقیب د مراقبت فاعل دی او مراقبت د ساتنې او پیره دارۍ په مانا دی؛ ځکه د الله (ج) له یو کم سلو نومونو یو نوم رقیب دی، خو عاشقان او شاعران چې له کوم رقیبه سر ټکونه کوي، هغه دا لومړی سړی دی.

      که  په انساني ټولنه کې د رقیب شا لید ته وکتل شي، ممکن مخینه یې د آدم (ع) تر زامنو ورسیږي. حابل او قابل هم د خپلې معشوقې (خور) لپاره د یو او بل پر وړاندې رقیبان وو؛ چې همدا رقابت یې د دې لامل شو، چې ورور وژنه رامنځته او د انسان وژنې د تورې کرښې مبدا کېږدي.

     رقیب چې د دومره پخوانۍ زمانې سړی دی، ولې به په شعر کې د پام وړ کرکټر په حیث نه لوبیږي؟ په پښتني ټولنه کې هم دا سړی عاشقانو ته په شړومبو کې مچ او سترګو کې اغزی ښکاري. ولې؟ ځکه چې هیڅ عاشق هم نه غواړي، چې د یار د سپین مخ جلوو ته دې یې بل څوک کېني، او هیڅ عاشق هم نه خوښوي، چې د حسین جنان په زړه کې دې له ده پرته بل څوک واوسي.

رقیب ته مې ښېرا ده، چې په سترګو دې شبکور وي

خو زه دې بختور یم ستا په زړه کې مې دې کور وي

(عامر)

    شاعر، چې د همدې انساني ټولنې یو فرد دی، جذبه او احساسات لري، مینیږي او بلاخره د عاشقانو د زړونو خبرې کوي، نو په مینه کې به حایل خود ورته حلوا کې اغزی ښکاري. رحمان بابا خو یې ځکه له سړیتوبه باسي:

رحمان کم عقل دی، نادان دی خلکه

چې له رقیب نه سړیتوب غواړي

     خو په رحمان باندې یار دومره ګران دی، چې د یار لپاره د همدې نه سړي خبرې هم زغمي:

د رقیب خبرې وړم د یار د پاره

دعاګو هم د نیکخوا، هم د بدخوا یم

      حمزه بابا بیا د رحمان پاسنۍ وینا بیخي په افراطي بڼه تاییدوي او رقیب له سپي سره تشبېه کوي:

ما غندي او رقیب ستایي طالع ګوره

چې سړي ورته د سپي په حساب نه شول

       خوشال ته ښکلي دومره ګران دي، چې رقیبانو ته یې رنځونه ورکوي:

په رقیب شه، په غماز شه، په بدخوا شه

چې به ښکلو لره ځي هغه رنځونه

       که د عاشق، جنان او رقیب له دریوو واړو بعدونو را ووځو، له انسانانو سره د ژوند په هره برخه کې د رقیب شتون اړین دی؛ حتا که د عاشق او معشوق تر منځ هم رقیب نه وي، ممکن دېدن ته لېوالتیا، معشوق ته په هر قېمت دخوږلنيو وربښل او د جنان د خپلولو لپاره له هر ممکنه فرصت ګټه پورته کول  به د جنون تر کچې ونه رسیږي. ورځ ځکه شته، چې شپه شته، خوښي ځکه پېژنو، چې غم لرو.

      د شعر د اغېر او خوښونې یو علت دا هم دی، چې شاعر د طبعت د اجزاوو ترمنځ او په خپله په اجزاوو کې د داسې اړیکو له کشفه په شاعرانه ژبه خبر راکوي، چې تر دې مخکې هیچا نه وي موندلي او یا، په زړو اړیکو د نوښت لاس را تیروي او د ټولو د حیریت سبب یې ګرځوي. عاشق له رقیبه دومره زړه خوړینی وي، چې کله به هم د رقیب خوبیو ته د قناعت سر ونه خوځوي او نه به یې فکر دا ومني، چې رقیب دې خوبي هم ولري. خو دې ته یې پام نه وي، چې دی هم د رقیب لپاره رقیب دی. خو شاعر بیا د رقیب له ونې له همدې اړخه هم تصویر اخلي او خوبیانې یې هم بې بیانه نه پریږدي؛ یانې د عاشق او رقیب تر منځ په شته بدبینه اړیکه نه؛ بلکې په یوه نوې اړیکه هم راته غږیږي؛ ځکه یې له شعره خوند اخلو.

    په پښتو شاعرۍ کې د رقیب د لېد مثبته زاویه د عدل ضلعې لري او ډېره پراخه ده. شاعر چې رقیب ته غوسه شوی، نو رټلی یې دی، خو چې احساسات یې ساړه شوي، بیا یې دعدل، مینې او عاطفې زړه سوانده تله را اخیستې او په رقیب یې د ځان غوندې زړه سوی راغلی دی. سعود کټ مټ همداسې چلند ورسره کړی، په احساساتو کې یې ویلي، چې رقیب ته خو به تر مرګه پورې زړه کې کېنه ساتي:

چې مین یمه رقیب به څنګه ستایم؟

حسادت به تر لحده راسره وي

او چې د مینې او عاطفې پوره رحمه باران یې په زړه را اورېدلی، نو بیا یې دا چیغې کړې دي:

موږه رقیب ته هم په سپکه سترګه نه ورګورو

قدر د مینې او د حسن د جذباتو کوو

یا دا چې:

سعوده پرېږده چې زلمی پاتې کېدلی شي نو

رقیب دې ستا په شانتې سل کاله زلمی پاتې شي

    شاعر هغه وخت ښه شاعري کوي، چې د مینې غېږ یې دومره پراخه وي، چې ژبنۍ او مذهبي دایرې یې ماتې ماتې کړې وي او د طبعت له ژوندیو اجسامو ور ها خوا له غېر ژوندیو موجوداتو سره هم مینه ولري، نو له رقیب سره به ولې یو مخې دوښمني پالي؟ دروېش ته ځکه ستر شاعر وایو، چې د دښمن په مرګ اوښکې تویوي او د خپلو ارمانونو قاتلانو ته هم د بښنې لپه پورته کوي:

بد ورته نه غواړم انسان دی، خطا شوی به وي

خدایه! زما د ارمانونو قاتل هم وبښې

     د بسطام (رح) په اړه ویل کیږي، چې ده به له انسانانو سره څه، چې حیواناتو سره هم بې کچې ترحم او لېونۍ مینه کوله. وایي، خدای (ج) په دې بښلی و، چې یو وخت یې د پېشو بچی، چې له یخنۍ نه یې بدن رپېده، په چپڼه کې پټ کړی و. د شاعر په زړه کې همدغسې رحمي پلوشې خورې وي؛ ځکه یې د رقیب په خپګان هم زړه داغ، داغ کیږي. تاسو د ناګار دغه بیت وګورئ:

چې رقیب په خپګان ووینم خپه شم

یار، اشنا څه، رقیب هم دی زما زړه کې

یا لکه دروېش چې وایي:

مور که به څه هم د رقیب وه، خو چې بوره به شوه

په خدای چې زه به پرې زهیر ومه تر ډېره پورې

      پښتنو شاعرانو رقیب ته له نوي کونجه دومره بهترینه لېدنه کړې ده، چې کله کله خو آن دلیل وایي او تا هم د رقیب په ښېګڼو قانع کوي. له رحمت الله درد یې اورو:

له ناصح نه رقیب سل ځله بهتر دی

چې تایید کوي زما د انتخاب

     عمر دراز مروت، چې دا ټول بحثونه اوري، نو داسې یې پای ته رسوي:

رقیب که هر څه دی، بیا هم عمردراز مروته

د یار د سترګو انتخاب یې ښه په ځای کړی دی

Leave A Reply