غزل

0 873

په وطن کې د اغيارو مې جرګه ده
اوس خو لاره مې د تلو ډېره اوګده ده

هر يو خيال مې د وطن نه چاپېر ګرځي
دا په ما باندې چې شوي څه کانه ده

ستا ياد سازونه ټول لما سره دي
دا زندان خو ستا د ياد بالا خانه ده

ماته وخت د زنځيرونو اشارې کړي
دا په دې چې زمانه رانه خپه ده

بلا زياتې اثاثې د ژوند لرمه
خو چې نيشته نو هغه پکې پيسه ده

زما خيال ته د وطن سندرې خاندي
دا چې اورم ستا د مينې ترانه ده

لکه جام د اوبو ډک شي راتويګي
زړه مې سم ددې غمونو پيمانه ده

سيده حسينه ګل
کابل

Leave A Reply