نظم

0 670

بېبو جانې !ژوند په یو ځاې لا ولاړ دی
بېبو جانې !د غمونو کور وران نه شو

بېبو جانې !هغه نیمه پياله هسې
ستا د شون‌‌‌‌‌‌ډو په رنګونو لا ښاسته ده

بېبو جانې !یخه پخه له کافي ده
خو لا ستا د تمازت په یاد توده ده

بېبو جانې !چنار ونه بیا رېژېږي
هر ماښام په هم هغه لارو روان شم

خو ستا یاد چې راسره شي زړه مې خوږ شي
په هر پل مې پاڼې نه خپل زړه چقېږي

بېبو جانې !اوس خو ستا د تپوس څوک دي
زه نېمګړې او نېمګړې یو مې یو زړه دی

یو تسنیم د روغتون په کټ دېره دی
ممتاز خداې خبر چې چرته دی ، اوده دی

تش ان باکس دی ، یو خاموشه شان موبایل
ګوته ښکته پورته لاړه شي ستنه شي

نومبر دی پوره درې کاله پوره شو
نه تا پرېښوم نه دې یاد چرته پرېښودې

چاې خانې دي ، هغه ښار هغه روزګار دی
خو یو زه یم چې مې ژوند په اوږو بار دی

بېبو جانې !ته لا چرته یې رانغلې
بېبو جانې !داسې څنګه دا کېدې شي

بېبو جانې !خېر دی مه راځه خو یو ځل
یو اواز راکړه چې څنګه چرته اوسې

 

‌‌‌‌‌‌لیکوال ‌‌‌‌‌‌ډاکټر همدرد يوسفزۍ

Leave A Reply