غزل

0 622

تږي ګلاب راته وې، نری باران خوږ دی
خو ما دا نه منله، ما وې جانان خوږ دی

سهارنۍ بلبلې، ورسره مله کړه نغمه
د غره په خوا کې کلیه، ستاسو اذان خوږ دی

چې ته د ګل غوندې یې، که ګل د تا غوندې دی
اې په ایمان و وایه، کوم یو ګومان خوږ دی

په یوه سړي میَنه، مسته د خیال ښاپېرۍ
ور غاړې وتې وایي، په خدای انسان خوږ دی

غنم غنم خوږه ده، بنتِ آدم خوږه ده
هو د حوا پر خالق، ایمان ایمان خوږ دی

نړۍ به هم خوږه وي، د تورې ګوړې په شان
لکه انګور د میزان، افغانستان خوږ دی

ورکړه د خدای ده کنه، تورسترګې ویې منه
سترګې به ستا وي خوږې، شعر د کاروان خوږ دی

پير محمد کاروان

Leave A Reply