او بايزيد! وکښه /اجمل ښکلی

0 817

پوښتنه دا ده، چې (او بايزيد! وکښه) د چا غږ دی؟ او تر څو چې دا پوښتنه حل نشي، د خير البيان ټول متن بي مانا دی؛ ځکه د متن دا برخه، چې سملاسي پخپله متن دی، د خير البيان د ټول کتاب د ماناوو چورليځ(محور) دی.

خو ستونزه يوازې د دې پوښتنې په ځواب نه هواريږي. نورې اړوندې پوښتنې هم بايد ځواب شي. دا غږ کوم شخص کړی؟ له بايزيد سره د متکلم يا غږ کوونکي اړيکه څه ده؟ ملګرتيا ورسره لري؟ ترې مشر دی؟ په کوم لحاظ ترې مشر دی؟ پلار يې(قاضي عبدالله) خو به ورته د کښلو امر نه وي کړی؟ مرشد(شيخ اسماعيل) خو به نه وي؟ د وخت مغولي سلطان، صوبيدار يا حاکم خو به ورته ويلي نه وي؟ بل کوم ديني عالم خوورته نه دي ويلي؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې سملاسي يې په دې متن کې هېڅ بيان نشته. د خيرالبيان په ټول متن کې بيا داسې الفاظ(او بايزيد! زما ډيرصفت وکښه. خوښي مې پيداشي، چې زما ډېر ستر صفت وايي آدميان…، او بايزيد! وکښه زما په عنايت خيرالبيان…) شته، چې موږ ته لارښوونه کوي؛ خو کله چې دا غږکوونکی ورته د تصوف طريقې ښيي؛ نو بيا خبره مبهمه شي او په دې توګه ويلای شو، چې په خيرالبيان کې هم د غږکوونکي هويت سم نه دی څرګند.

پخپله د خيرالبيان په متن کې څه نا څه اشارې شته، چې موږ د غږکوونکي شناخت ته وربولي او دا په دې متن کي پرتې قرينې دي. يوه لويه قرينه پخپله د دې کتاب ديني موضوعات دي؛ خو د ديني موضوعاتو د کښلو امر خو استاد او بل هر کس چې په علمي او ديني حيثيت تر مخاطب مشر وي، کولای شي. نه؛ خو دلته غږکوونکی يوازې غږ نه کوي، بلکې ورته ښيي يي هم، چې (خلکو) ته داسې ووايه داسې وکښه. د غږ له دې درونوالي نه د متکلم د جاه و جلال او حيثيت پته لګي.

خو په متن کې شته قرينې بيا هم د پاسنيو پوښتنو ځواب نشي ويلای، ځکه دا اشارې چې د متن په پوهاوي کې راسره مرسته کوي، بل چيرته ريښي لري او هغه بل چيرته نور متون او (نه متن) يا له متنه بهرنړۍ ده، چې له بهر نه د دغو اشارو له لارې پرمتن رڼا اچوي او متن له مانا څخه ډکوي.

د پسرغښتوالو په اند، هر متن له مانيز پلوه له بيشمره نورو متونو رغيدلی وي. د (او بايزيد! وکښه) په پوهاوي(د پسرغښتوالو په اند: Decode)  کې راسره د قرآن کريم په ګډون د ټولو الهامي کتابونو د تخاطب دود(طرز)، د قاضي او بايزيد روښان مکالمه، د روښانيانو نور متون، تصوف، دين او په دې توګه خپل ټول فرهنګ مرسته کوي.

پر دې بنسټ ويلای شو، چې هر ادبي ناادبي متن په يوازې ځان نيمګړی وي؛ خو چې بهر فرهنګ يې مرستې ته لاس وروغځوي؛ نو د مانا غاړې ته يې پورېباسي.

د پخواني فرهنګ پر بنسټ دا ډول غږ که يوه پيغمبر ته وشي، وحي او که ولي ته وشي، الهام ګڼل کېږي؛ خو په اوسني فرهنګ کې موږ د الهام دا ډول تجربه نه لرو. څوک نه وايي، چې پر ما الهام کېږي يا موږ نه وايو، چې په پلاني الهام کېږي. ښايي علت يې د ماديت اغېز وي؛ خو شاعر ته اوس هم زموږ په فکر الهام کېږي.

د اپلاتون له وختونو فکر کېده، چې له شاعر سره د خدايانو اړيکه وي او شاعر ته د الهام غوندې مقدسې کلمې منسوبول هم دا ښيي، چې پخوانو، شاعر ته د ولي او پاک سړي نظر کاوه.

د خيرالبيان متن سجع لري او د ډاکټر زيبر حسرت له خوا د مخزن الاسلام مسرې مسرې منظوم چاپ راته وايي، چې دا دواړه کتابونه منظوم وو. مطلب، دا چې په الهاموالي کې يې د متن منځپانګه يوازې نه وه.

خو خپل هممهالی يې (اخوند دروېزه) سره له دې چې په ورته وخت و کلچر کې ورسره اوسي، بيا هم دا غږ د حق نه ګڼي او فکر کوي، چې د (او بايزيد! وکښه) ترشا بل څوک ولاړ دی، چې دی يې پر تاريکو لارو روان کړی. دروېزه د خپل مخالف دريځ د اثبات لپاره مخزن الاسلام وليکه.

په دواړو حالتونو کې د (او بايزيد! وکښه) د مانا سرچينه ماورالطبيعي ده. د دين د يوې مهمې منبع په توګه د ماورالطبيعي مانا يوه ځانګړنه دا ده، چې بې څنګ و ولې(بې چون و چرا) منل کيږي او له بېلابېلو تعبيرونو سره يې حساسيت ښودل کېږي؛ خو موږ پوهېږو، چې بريالی او ژورمتن هغه دی، چې د ډيرو ماناوو د برداشت امکان ولري.

فرويډ د الهام سرچينه د پخوانو د تصور پرخلاف د انسان خپل لاشعور ګڼي. مطلب دا چې د ده په اند: (او بايزيد! وکښه) له بهره نه، بلکې د انسان د خپل ذات اواز دی؛ نو که داسې وي، د خيرالبيان د ټولو متن په اړه هم فرويډ ورته نظريه لرلای شي.

د (او بايزيد! وکښه) مانا هله معلومېدای شي، چې د دې وينا متکلم، له اوريدونکي سره د دې متکلم او له متن سره د غږيدونکي او اوريدونکي اړيکه رڼه شي. که دا غږيدونکی، دروېزه او فرويډ ته هغه نه ښکاري، چې بايزيد او پيروان يې ښىي؛ نو بيا د وسمهال هر لوستونکی د خپل وخت د تمايل او د خپلې تجربې په رڼا کې له دې متن نه بېله مانا ولې وانخلي؟

اخيستای يې شي؛ خو په دې شرط چې ليد(Perspective) او د متن داخلي او بهرنۍ قرينه سره همغږي وي.

پخوا بالعموم د متن او د متن د پنځګر ترمنځ ټينګ تړاو ليدل کېده او هڅه دا وه، چې د پنځګرد زړه خبره واوري؛ خو اوس د پنځګر او متن ترمنځ د ملکيت او مالکيت هغه تړاو نشته، لا چې د پنځګر مانا په نورو رنګارنګو هغو کې يوازې يوه ده. دا رنګارنګې ماناوې د متن د استعارې، کنايې، مجاز او سېمبول په بڼه له ادبي چاپېرياله هم پيدا کيږي او له نورو رنګارنګو چاپيريالونو هم، چې په دې توګه پخپله متن د ماناوو په جال اوړي.

د متن داخلي او له بهر نړۍ سره يې په تړاو کې د رامنځته شوې قرينې په محدوده کې لوستونکی خپل ليد زغلولای شي. له (محدودې) نه مې موخه دا نه ده، چې د متن مانا محدوده کړم، ځکه دا به له اوسني تمايل سره انصاف نه وي، چې د متن مانا د متن او لوستونکي ترمنځ په تړاو کې ويني او داسې د متن د مانا بريدونه پراخوي؛ خو که د متن د هرې مختلفې مانا په ټاکلو کې هېڅ منطق ونه منو؛ نو متن د وحدت پر ځای له انتشار سره مخېږي. په دې انتشار کې بيا د هېڅ لوستونکي مانا منطقي اساس نه لري او متن د اپلتو ټولګه ښکاري.

د لوستونکي ليد(perspective) هغه زاويه ده، چې په متن کې د نويو ماناوو امکانات پيدا کوي. دا ليد د لوستونکي د خپل مسلک يا وخت له مخې وي. فرويډ د خپل مسلک په هېنداره کې له الهام نه تر نورو مختلفه مانا اخلي او د خوشال له څلوريزو نه د اوسني عصر لوستونکی دومره مختلفه خو منطقي مانا اخيستای شي، چې شاعر به يې په خوا کې هم نه وي ورغلی.

د متن د قرينې او د لوستونکي د ليد لپاره يو بنسټ پکار دی، چې له مخې يې له متنه هره ولاړېدونکې مانا منطقي اساس پيدا کړي. دا بنسټ د لوستونکي د وخت کلچر دی. زمان د متونو په ماناوو کې بيدرېغه لاس وهي او د خپل وخت له اړتياوو سره سمه مانا ورکوي. که دا بېخ نه وي، هر متن؛ بلکې هره انساني هڅه بې مانا شي. همدا هغه ټکی دی، چې زموږ د اوسني فکري انتشار په بېخ کې پروت دی، چې څوک د متونو پر يوازنۍ مانا د ټينګار لپاره د زاړه فرهنګ له سياقه د متونو پر نه ايستو ټينګار کوي او څوک يې د اوسني وخت او خپل مسلک په هېنداره کې نوي تعبيرونه او تاويلونه کوي.

د (او بايزيد! وکښه) په ګډون زموږ ټول متون د اوسني عصرد لوستونکي د ليد تږي دي او په دې اړه له له چا سره په هوکړه او مخالفت کې احتياط پکاردی. د متن له داخلي او بهرنۍ قريني پرته بل هېڅوک دا واک(اتارټي) نه لري، چې لوستونکی د رحمن بابا له شاعرۍ نه له خپلې فردي تجربې سره د سمې منطقي مانا له اخيستو راوګرځوي.

د چاپ منبع: سپین غر مهالنۍ، لومړی کال ، لومړی ګڼه،سه شنبه، ۱۳۹۶د لړم ۲۳مه

Leave A Reply