غزل

0 724


د بې رحمۍ اوج د سلګو په مانا نه پوهېږي
زړګی د درد د پټېدو په مانا نه پوهېږي

د خوب کښتۍ مو د تعبیر له سواحلو لیري
سپاره ویده دي د څپو په مانا نه پوهېږي

چي د امان په تکل خپلي پښې تڼاکي نکړو
روان توپان د تمېدو په مانا نه پوهېږي

د غم سکروټي دي د اوښکو په جامونو اوړي
د زړه چینې د وچېدو په مانا نه پوهېږي

د پرخو زړونو قتلولو ته د وړانګو ژبه
ځيني یاران دي د رشتو په مانا نه پوهېږي

د خاموشۍ په قدمونو هارون ځي له شوره
په زوږ کي ورک ښار یې د تلو په مانا نه پوهېږي.

 

هارون حکیمې

Leave A Reply