ارواپوهنه په کړکیچ کې زموږ مرستی ته راځي -۳ برخه

پوهاند محمد بشیر دودیال

646

ارواپوهنه په کړکیچ کې زموږ مرستی ته راځي

 (درېیمه برخه)

لومړی یوه خاطره

له بده مرغه په افغاننستان داسې بده ورځ  راغله چی تل د تیرو په ارمان یاستو.  هرې موضوع کې چی خبره راځي، پخواني ښه وختونه رایاد شی. د نن ورځې کومې ناولې- ناشولتې چې ګورو، پخوانی نیک وخت ته ستنیږو او حسرت یې کوو، بی اختیاره مو په زړه راګرځي( Old is good). له دې برعلاوه؛ پخوانی دوستان، پخوانی استادان ،پخوانی پوهنتون اوکتابونه او پخوانی ډیر څه تل را سره په ذهن کې وي  او بیا مو هم په زړه راګرځي(یاد قدیم- یار ندیم ). البته نورې نړۍ ډیر پرمختک وکړ او تغییر د ورځې منل شوی خبره ده، ټول له زړو خوبونو را ویښ شوي، خو موږ  د تیرو ارمان کوو!

خبره مې د خاطری کوله:

له نن څخه څلویښت کاله مخکې ارواپوهنه ډاکتر صاحب میرآقا درس راکاو، هغه د ښوونې او روزنی او ارواپوهنې څانګه کې د امریکی متحده ایالاتو کې ماستری او دوکتوار(Ph D ) کړی وه، یوه موده یې هلته تدریس هم کړی و(اوس مو ټولو ۱۳۰پوهنتونو کی ډیر کم هغسې عالم شته). ما تراوسه بیلابیلو هیوادو کی ۲۷ پوهنتونونه لیدلي، که ريښتیا ووایم د ډاکتر صاحب میرآقا په شان می غښتلی، پوه، دقیق او ټیپیک پروفیسور پکې کم ولید. موږ ته یې ارواپوهنه را زده کړه او د هغې اهمیت یې راوښود، بیا مې چې بهر کی نور پوهنتونونه او د پوهنتونو کتابتونونه ولیدل، نور هم د ارواپوهنی( Psychology) د علم اهمیت او دا چې نوره نړۍ کې څومره ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، راته ثابت شول.

په نوره نړۍ؛ په تیره امریکا کی له اروپوهنې ډیره ګټه اوچته شوه، د عامه اذهانو په سمون، د تولید په چارو کې انګیزه ورکولو، سیاست،مدیریت، تجارت او لنډه دا چی ټولو برخو کی ورڅخه کار اخلي. افراد هم په ستونزمنو ټولنیزوحالاتو کې له ارواپوهنې ګټه پورته کوی، هم په فردی او هم په اجتماعی لحاظ.  داچې افغانستان او زموږ مظلوم ملت په ستونزمنو حالاتو کی دی، نو دغه بحث را ته یو ضرورت ښکاره شو او له ارواپوهنی او ارواپوه څخه مو د مشورې موضوع یاده کړه. دا دی د تیر بحث دوام:

 

د اروادرملنې او مشاورې په هکله نظریات

تیره برخه کی د  اروادرملنی او مشاوری موضوع باندی خبرې وشوې، د دغه بحث په دوام راځي چې:

د مشورې په هکله نظریات لکه څرنګه چی هارپر (۱۹۵۹ م.) او پاولوف (۱۹۷۶ م.) کې ارائه کړي وو؛ ډیر زیات دي. دغه نظریات د پخوانیو ارواپوهانو د نظریاتو بشپړ شوي، تجربه شوي او مدون نظریات دی. د اروادرملنې او مشورې ورکولو متخصص ته دغه لاندې نظریات په لاندې ډول ضروری دي:

۱. ارواڅیړنیزه نظریه

په دغه نظریه کې د فروئيد د کتنو له مخی د انسان د کړو- وړو او چلند ډیره برخه د هغو ځواکونو له خوا کنترول کیږي چی د انسان په تحت الشعور یا ځان ناخبری ذهن کی وي  او مونږ ورباندې خبر نه یاستو لکه غریزه، هیلې او امیدونه او زمونږ غوښتنې. دا د انسان خاصیت دی چې  تل د دغو ځواکونو ترمنځ کشمکش کې وی. د مشاورې دنده په واقعیت کې د همدغو کشمکشونو او روحی ناکراریو راکمول دی. د دغې نظریې له مخی د شخصیت تعارض په ټولو خلکو کې لیدل کیږي، نو په همدې خاطر مونږ ټول اړ یاستو چې له د ارواپوهنې مشاور څخه مشوره وغواړو تر څو دغه ناکراري، کشمکشونه او تعارضات خپل ژوند کې اقل حد او د منلو وړ اندازې ته راټيټ کړو.

۲. د فردی او ټولنیز چلند مشاوره

دغه نظریه د آدلر الفرد( Adler Alfred) په نوم یوه عالم پورې اړه لري. دغه عالم په ۱۸۷۰ – ۱۹۳۷ م. کلونو کی ژوند کاو. په دغه نظریه کې هر څه د انسان د ژوند په سبک پورې مربوط بلل شوي وو. نوموړی ارواپوه په دی عقیده و چی د انسان ټول کړه وړه چی د هغه د ژوند په څرنګوالی کی ریښه لری او هر انسان ځانته ځانته خپله ځانګړتیا لری، یعنی هر وګړی پخپل چلند کې د ځانګړو ښیګڼو او نیمګړتیاوو لرونکی دی. د وګړی(فرد) دغه ځانګړي کړه- وړه د ده له ټولنیز وضیعت سره ډیر همغږي نه وي، نو له همدې امله په وګړی کې دننه کشمکش پیل کیږي او د ده  د فردی کړو- وړو او ټولنیز چاپیریال ترمنځ یو ډول تضاد واقع کیږي. په مشاوره کې د دې بنسټ دې خبرې ته راګرځي چی د آډلر له نظر سره سم، هر انسان پخپل ژوند کی لوړه انګیزه لری او تل د (کیدلو) په حال کی وی.  د دغه نظر له مخی انسان تل د نوښت لرونکی او د هستوونکی ځواک خاوند بلل شوی دی چی د مسئولیت منل د ده ټولنیز ماهیت جوړوی او د ده بشپړتیا پخپله ده ته د واقعیت وربخښل دی. آډلر وایی هغه وګړی چی دی برخه کی ستونزې لري، دوی ناروغان نه دی، بلکې دوی ناهیلی (مایوس) دی. د مشورې دنده د دوی په هکله دا ده چی دوی سره مرسته وکړئ، تر څو خپلی ټولنیزی اړیکې په ښه ډول ترلاسه او ټینګې کړي او د خپل ژوند د بدلون لپاره یوه غوره لاره ومومی. آډلر ډاډه و چی د کار – ټولنی او مینی په شتون او درلودلو کې یو وګړی کولای شی د خپل ژوند لوری – لودن ډیر ښه ومومی. داځکه یو څوک چی ګټور کار کوی او په یوه انسانی ټولنه کې د خپلو خلکو او ټولنی د پرمختیا لپاره مرسته کوی، نو د کار او شغل غوره کول د ده د ژوند د سبک د ښودلو یوه لاره ده. آډلر په دی باور و چی د انسان د ژوند سبک د ماشومتوب له دوران څخه راجوړیږی هغه د ژوند په څلورو ډولونو تاکید کاو:

  • د ژوند ګټور ټولنیز سبک؛
  • د واک غوښتنی سبک؛
  • نورو ته په تمه اوسیدل؛
  • د زغم لرونکی او پرځان ویسا د ژوند سبک.

آډلر ټول هغه کسان چی د حقارت عُقده (ګروم) لری، داسی وګړی بلل چی د ګټور کار د ترسره کولو توان نلری.

۳. انسان محوره مشاوره

دغه نظریه یوه امریکایی ارواپوه (کارل رانسوم راجرز) ورکړی وه، هغه د مشورې او ښوونی او روزنې په ډګر کی ډیر کار کړی و. نوموړی په انسانی ټولنه کې د سولې او د بیعدالتی په وړاندی د مبارزې په برخه کی ډیری هلی – ځلی کړي دي. راجرز ته د ارواپوهنی د علم پلار ویل کیږی. هغه په یوه مذهبی کورنۍ کې نړۍ ته سترګی پرانیستی او ډیر ګټور، مهم، ژور او په زړه پوری آثار یی ولیکل لکه: د انسانی کیدو هنر، مراجع محوره، اروادرملنه، د ژوند کولو لاره او د مشاوری اود اروادرملنی کتابونه. هغه ویل چی بنیادم یو کمال غوښتونکی موجود دی او ویل به یی هغسی اوسه لکه هغسی چی یی. انسان هم ښه دی او هم د عقل ځواک لری، نو له همدی امله پرمختګ او په ژوند کی ترقی پخپله د انسان په دننه کی ده او هر انسان د ښه کیدو او پرمختګ لپاره لازمه انګیزه او استعداد لری. راجرز به ویل چی د ژوند بهیر پرمخ ځی او تل د بدلون په حالت کی دی او هیڅ شی پکی ثابت نه پاتی کیږی. ژوند به هغه وخت ښکلی او د رضایت وړ وګرځي، چی هغه په خوځنده بڼه وګورو او پخپل فطرت باندی باور ولرو.  په دغه ډول سره به ژوند له خوږو ډک او معنا لرونکی وی. یو د بل زغمل، یو بل ته درناوی، همغږی او تساند د انسان محوره مشورې اساسی نظریه ده.

۴. د ګشتالت د مشاوری نظریه

دغه نظریه فریدریک پرس مطرح کړی ده. هغه د هیتلری جګړو ډیرې بدې اغیزې لیدلې وې. د امریکې متحده ایالاتو کې یې پناه واخیسته، هلته یې د ګشتالت د بنسټ ډبره کیښوده. هغه د ګشتالت اروادرملنی، ټکی په ټکی، راپاریدنه، انسانی شخصیت کې وده او د ځان غوسه په نومونو کتابونه ولیکل.

د ګشتالت د اروادرملنې د نظریې بنسټ دا دی چی که د یو وګړی روحی اړتیا پوره نشی، نو روحی ستونزې ورته پیدا کیږي. دا مهال باید مشاور د هغه د موجود وضیعت په کتنی سره د هغه د ښې راتلونکی په خاطر د هغه په شخصیت کې یووالی راولی، د بیلګې په توګه که چیرې مونږ دا مهال ، دهغه راتلونکی باندې ډیر تمرکز وکړو، دا به یوه تیروتنه وي، نو غوره ده چې مشاور د هغه په اوسني وضیعت باندې تمرکز وکړي. هغه زده کوونکی چی د ښوونځی په دوره کې د کانکور په هکله ډیر سودایی وي، نو اندیښنه یې لازیاتیږي چې په پای کې په روحی اضطراب اخته کیږي.  که مشاور د هغه په اوسنی وضیعت؛ چی هغه درس ویل دی، تمرکز وکړی او زده کوونکی په دی موضوع باندی ښه پوه کړي، نو د هغه شخصیت به بیرته همغږی او توازن ترلاسه کړی او د درس د ښه لوستلو په واسطه به مسئولیت په غاړه واخلی او راتلونکی به یی ډاډمنه شی.

۵. د معنا درملنی نظریه

د دغې نظریې بنسټګر ویکتور فرانکل (۱۹۰۵ – ۱۹۹۷م.) خپل نامتو کتاب (انسان د معنا په لټون کی) لیکلی دی او د نړۍ په ۲۴ ژبو باندې ۷۳ ځله چاپ شوی دی. په دغه کتاب کې یې د انسان د شخصیت اصلی تومنه، معنا پالنه ښودلی ده. نوموړی په دی عقیده دی چی انسان باید تر هر څه مخکی د ژوند په دلیل باندی وپوهیږی. تر څو چی د ژوند فلسفي دلیل ورته روښانه نه شی، ژوند ورته کومه معنا نه پيدا کوی. پخپله انسان دی چی خپل ژوند ته مفهوم او معنا ورکوی. هغه د اروادرملونکی او مشاور دنده بولی چی ناروغ ته د ژوند معنا وروښیی. په دغه نظریه کی د ژوند کولو په هنر باندی پوهیدل د هیلو او خوښیو لامل ګرځي. په دې توګه فرد(وګړی) د روغتیا خواته ځي.

۶. په مشوره کی عقلانی – هیجانی نظریه

د دغې نظریې بنسټ ایښودونکی البرت الیس و چی په امریکا کی یی په ۱۹۵۹ م. کال کی دغه نظریه وړاندی کړی ده. د نوموړی نامتو عالم ۷۰۰ مقالی او پنځوس کتابونه چاپ شوی دی. د ده نامتو خپاره شوی آثار دا دی: په انسان پاله اروادرملنه او مشوره کی عقل او هیجان، په ژوند کی هیجانی – عقلانی ښکارنده، د مینی هنر او علم، عاقلانه ژوند، هیڅ شی ما ناآرامه کولای نشی، د ښه کیدو احساس، ښه ژوند کول او له خوښۍ ډک ژوند او یو شمیر نور. د دغی نظریی بنسټ په دې ټکی باندې ایښودل شوی دی چی انسان یو عقل لرونکی او منطقی موجود دی، خو په عین وخت کی غیر عقلانی او غیر منطقی هم دی. کله چی د انسان فکر عقلانی وی، خوښ او ګټور وی او له منطقی پلوه د انتخاب قدرت لری چی خپله ګټه او تاوان سنجولای شی او څه یی چی په ګټه وي، هغه ځانته غوره کوی، خو د دغې وړتیا او توانمندۍ سره سره یو شمیر نیمګړتیاوې هم لري. الیس وایی: بیلابیلی پيښې د انسان عقلانی او غیر عقلانی باورونه فعاله کوی او د ده په باور او عقیده یوه پایله رامنځته کوی. که چیرې د وګړي(فرد) باور او اعتقاد منطقی او د عقلمندی پر بنسټ ولاړ و، ژوند یی ډیر ښه دی، خو که چیرې یې اعتقادات په عقلمندی او عقلانی باورونو ولاړ نه و، نو له ستونزو سره مخامخ کیږي. الیس په دې باور و چی عقلانی پریکړه کول څلور ځانګړتیاوې لري:

۱. بدلون منونکی وي؛

۲. له واقعیتونو سره برابر وي؛

۳. منطقی وي؛

۴. د روحی روغتیا اوچتوونکی وي.

د الیس په نظر غیر منطقی باورونه او غیر منطقی پریکړې د انسان لپاره د ستونزو ریښه جوړوی.  په دې توګه د مشاور او اروادرملونکی دنده دا ده چی د غیر منطقی عقایدو بدلون او سمون ته پام وکړي، تر څو د درملنی او دمشوری ورکولو پرمهال ناروغ کسان وکولای شی خپل هیجانی اختلالات او د احساساتو ګډوډی تر ټولو ټيټ برید ته راولی او هغه چلند او سلوک چی دی پخپله له ویجاړی سره مخامخ کوی اصلاح کړی او واضح او د عقل له مخی فکر وکړی او د یوه ښه او خوشحاله ژوند لرونکی شی.

۷. د واقعیت درملنی نظریه

دغه نظریه په ۱۹۶۵ م. کال کې د ویلیام ګلسبر لخوا ورکړل شوی ده. نوموړی وایی چی مونږ دوه نړۍ لرو: هغه نړۍ چی زمونږ شاوخوا ده او بله هغه نړۍ چی زمونږ دننه ده. زمونږ شاوخوا نړۍ همدا واقعی نړۍ ده چی له مونږ څخه په بهر واقعیتونو ولاړه ده، خو زمونږ دننه نړۍ هغه څه دی چی مونږ له بهر څخه درک کړې او له بهر څخه یې په خپل ذهن کی پيژنو او له خپل ځان څخه بهر مو ترلاسه کړی ده. پرمونږ باندې همدا زموږ دننه نړۍ ډیره اغیزه لری. څومره چی دغه دوه نړۍ یو بل څخه لری وی، هومره به زموږ اختلالات او ستونزې زیاتې وي. د مشاور او اروادرملونکی اصلی دنده همدا ده چی د واقعیتونو له مخی دغه دوه نړۍ ګانی سره نژدی کړي او روحی ناروغانو ته بیلابیل امکانات مخی ته کیږدی، تر څو هغه تر ټولو غوره امکان باندې غور وکړی او په سمه لاره روان شی. د دغې نظریی رغوونکی اړخ دا دی چی ستونزی لرونکی وګړی باید د دوی له واقعی نړۍ سره مخامخ کړو او دوی ته بهرنی واقعیتونه وروښیو او د سم او نا سم چلند توپير وکولای شی. نوموړی عالم لیکلی دی چی له دی امله چی انسان د انتخاب او غوره کولو آزادی لري، نو منطقی خبره ده چی انتخاب یې باید آګاهانه وي او کله چې د آګاهانه غوره کولو خبره وي، نو د مسئولیت د منلو موضوع هم رامنځته کیږي.

 د دغې لیکنې اصلی ټکی همدا دی چی یو وګړی هغه وخت د خپل اوس او پخوا وخت قربانی دی چی ده  خپله غوښتی وي. د واقعیتونو له مخی مشاوره او درملنه یو ډول ځانګړې، خو د لنډی مودی ښوونه او روزنه ده. په دغه دوره کې هڅه کیږي چی یو وګړی هغه څه چی د خپلی طبیعی ودی په موده کی یې باید زده کړي وای، خو له بده مرغه نه یی دی زده کړی، باید اوس ورزده شی.  ګلسر دا هم ویلی و چی د واقعیت درملنی نظریه د ټولو خلکو لپاره او د هر ډول روحی ناروغیو لپاره ګټوره ده او هر روحی ناروغ او وګړی ورڅخه کار اخیستلای شی. دغه طریقه له عادی اختلالاتو، پریشانیو او عاطفی ناکراریو څخه نیولی تر ګوښه توب او لیونتوب پوری ټولو حالاتو کی اغیزمنتوب او وړتیا لری. دغه لاره د ځوانانو او پاخه عمر لرونکو لپاره چی په مخدره توکو اخته وی، هم اغیزمنه او ګټوره ده. دغه نظریه په پراخه توګه په ښوونځیو، د اصلاح او سمون مرکزونو، روغتونونو او د روانی صحت په مرکزونو او سوداګریزو مدیریتونو کی تجربه شویده. د دغی نظریی تمرکز په اوسنی وخت باندې ده او موخه دا ده چی دغه ټکی ناروغ ته روښانه کړی تر څو دوی د خپلو دغو هیلو د ترلاسه کولو په خاطر خپلی غوښتنی غوره کړي. که چیرې دوی په دې باندی بریالی نشي، نو بیا ځوریږی او نورو ته هم د رنځ او عذاب لامل کیږی. د مشاور دنده ده چی دوی د غوره انتخاب لوری ته رهنمایی کړی. د واقعیت درملنی نظریه وایی چی مونږ دوه مهمی غوښتنی او اړتیاوی لرو که چیری دا دواړه ترلاسه نشی، نو زمونږ د کړاو لامل کیږی. هغه دا دی:

  • نورو ته ګران اوسیدل او نور ځان سره د دوست په توګه لرل؛
  • د ځان او نورو مهموالی.

ګرانوالی له کوچنیتوب څخه، د بیلګی په توګه موروپلار ته ګران والی او هغوی بیا ده ته ګران ایسیدل، ملګرو او دوستانو کی ګرانښت او همداسی بیا د عمر ترپایه ګرانښت یوه اړتیا ده. مونږ هر یو دا تنده لرو چی محبت احساس کړو او دا هم لازمه ده چی یو څوک راباندی ګران وی او دا هم باید احساس کړو چی په نورو باندی ګران یاستو. که چیری دغه هیله پوره نشی، مونږ په پریشانی، ستومانی، غوسی او تاوتریخوالی او په پای کی په ګوښه توب اخته کیږو  او بیا به له همدغو ناروغیو په رنځ اخته شو.

واقعیت درملنه زمونږ پر اوسني چلند زور اچوي، خو په تیر وخت باندې ډیره ډډه نه لګوي. کله چی مشاور له همدې لاری څخه کار اخلی، نو په واقعیت کی د یوه ښوونکی او بیلګه ییز مشاور رول ترسره کوی. واقعیت درملنه دا هم روښانه کوی چی په ټول ژوند کی یوه روحی اړتیا شته او هغه هویت لرل دی. هویت په ځانګړی ډول د یو وګړی پيژندنه ده چی له نورو څخه په توپير باندی وپيژندل شی. هویت ته اړتیا د چلند  د محرک په توګه په ټولو فرهنګونو کی لیدل کیږی.

 واقعیت درملنه د روزنیزو مراکزو او ښوونی او روزنی لپاره سیده دلایل لری. ګلسر د لومړی ځل لپاره هغه مهال دی ته ځیر شو چی کله ده د کالفورنیا د ایالت د ځوانانو په سازمان کې چی د نچورا  د نجونو ښوونځی پوری یی اړه لرله، کار کاو. ده د زده کړو په برخه کی ستونزو او د ماشومانو چلند ته پاملرنه واړوله.  ده دی ته هم پام وکړ چی ولی دغه نجونی په خپلو روزنیزو چارو او تعلیمی فعالیتونو کی له ماتی اوناکامي سره مخامخ کیږي. د ده څیړنو نوموړی په یوه ښوونکی او د ښوونځی په عمومی لارښود باندی بدل کړ.

 ګلسر (۱۹۶۵ م.کی) د ماشومانو له ستونزو سره د مرستی په خاطر یوه فرضیه چمتو کړه او دغه فرضیه يې پخپل کتاب (واقعیت درملنه) کی تشریح کړه. له نوموړی وغوښتل شول چې وروسته تر تقاعد هم په ښوونځیو کی اساسی تعلیماتو ته دوام ورکړي، او دولت یې کار او تجربې ته ډیر درناوی وکړ.

د دغه ډول ماشومانو ناکامی د نورو ښوونځیو په زده کوونکو هم ژوره اغیزه وکړه. د ښوونځیو له چاپیریال څخه د ناکامۍ له منځه وړل او له نقل، دوکه کولو او نورو ټګیو – برګیو څخه د ښوونځیو لری ساتل د ده موخه وګرځیده، چی ده په دی هکله دوه هیلی درلودی یوه یی د زده کوونکو نه ناکامول او بله یی د زده کوونکو صادقانه چلند.

ګلسر (۱۹۴۹) کی وویل چی معارف کولای شی یو اغیزمن انسانی عضو وګرځي، په دی شرط چی د ناکامۍ ټکی ورڅخه ورک شی، خو د هغه په ځای په تفکر باندی تمرکز وشی، نه دا چی په زده کوونکی باندی د توتی په شان الفاظ ظبط کړو او مطالب ورباندی یاد کړو. هغه دا طرح وړاندی کړه چی تدریسی مضامین یو بل سره اړیکی لری او د تنبیه ځای باید انضباط او دسپلین ونیسی. باید د ښوونځیو د زده کړی چاپیریال داسی مدیریت شی چی زده کوونکی په رښتیا هم په آسانۍ سره خپلو بریالیو تجربو ته وده پکی ورکړی او ځان هویت ته ورسوي. دا کار هله شونی دی چی دوی ته موضوعات وسپارو او د دوی کورنۍ هم د ښوونځی په موخه کی فعاله شی. ګلسر په ټولو فرهنګونو کی د ټولو انسانانو لپاره هویت یوه اړتیا بولی او دغه هویت له زیږیدو څخه تر مړینی پورې دوام لري. هغه هویت په دوو ډولونو ویشلی و: د بری هویت او د ماتی هویت.

۸. سلوکي مشورهBehavioral Consultant

دغه نظر په اروادرملنه او مشوره ورکولو کی د چلند او سلوک نظریه ده چی بنسټ یی د انسان د زده کړی ځواک دی. انسان هر څه زده کوی؛ خاپوړې، دریدل، په لاره تلل، خبری کول، کار کول، لیکل، لوستل او ډیر نور فعالیتونه. انسان مفاهیم پيژنی، مفاهیم جوړوی او یو بل ته یی لیږدوی. د شیانو او معناګانو تر منځ توپير زده کوی له مطالبو څخه یوه پایله ترلاسه کوی او په ورځنی ژوند کی د خپل ځان دننه او بهرنۍ نړۍ څخه خبریږی او په پای کی ځان ته بدلون او سمون هم ورکولای شی.( له زانګو ترګوره زده کړه).  د ستر نابغه علامه سید جمال الدین افغان په وینا:  انسان دی او روزنه.

روزنه په خپل اصل او ماهیت کی پرته له زده کړې نه ترلاسه کیږي. د دغه اصل په پام کې نیولو سره بنیادم  خپلې فزیولوژي، فرهنګ، شرف او کرامت او ډیرو نورو اوصافوسره د زده کړی احسان مند او پوروړی دی.

اروادرملونکی او مشاور د خپل کار بنسټ د وګړي(فرد) د چلند په ارزونه باندې دروي، دا ځکه چی هغه کسان چی مشاور ته راځي، د خپل چلند بدلون او سمون ته اړتیا لری. مشاور د تقویت (پیاوړی کولو)، هڅونی او تنبیه کولو له لاری خپل ناروغان شرطی کوی او بیا په پای کی د دوی چلند سموی او یا له سره په دوی کی یو نوی چلند او سلوک رامنځته کوی. د چلند دمشاورې اصول او مفاهیم د چلند پالونکو یا سلوکی نظریاتو له مخی دی چی بنسټ یی زده کړه او روزنه ده. لکه څرنګه چی مخکی وویل شول واتسون، پاولوف، اسکینر، تورندیک او پاندورا د چلند پالونکو یا سلوکی مکتب نامتو پوهان وو.

۹. دینی درملنه

د دین پربنسټ درملنه په دې ټکی راڅرخی چې بنیادم له دننه د یواځیتوب احساس کوی. په دې هکله فرانکل ویلی و چی دغه تشیال او یواځیتوب یواځی خدای پوره کولای شی. همدارنګه دقرانکیم په یو آیت کی لولو: د خدای یادول انسان ته آرامی ورکوی. نو ځکه د دین ارزښت د انسان په ژوند کی حیاتی او له معنا څخه ډک دی. ټول انسانان په یو شکل نه په یو شکل په یو څه باندی عقیده لری او د خپل ځان له ژورو او له دننه څخه د یو څه عبادت او لمانځنه کوی، مینه ورسره لری او د هغه د رضا د ترلاسه کولو هلی – ځلی کوی، هغه یې دمربوطه مذهب خدای دی. د یوه دیندار سړی ژوند همدغه څه دی چی ومو ویل. کله چی مشاور دینی لارښوونو څخه چی د انسان په دننه کی ژوری ریښی لری استفاده کوی، په حقیقت کی له وګړو سره مرسته کوی چی دوی ته ژوند معنا پيدا کړی. دغه لارښوونی دا دی: پاکی، ښه اخلاق، درناوی، مینه، انساندوستی، عدالت، نیکی کول او له بدی څخه پرهیز، دمشرانو درناوی، عهد او پیمان صبر او زغم او داسی نور ښه صفتونه. له همدی امله له خدای سره رازونیاز او له هغه څخه غوښتنه کول ، وګړی سره مرسته کوی چی د هستی له یو ثابت او پایښت لرونکی بنسټ سره تړاو ولری او له پوچوالی او تشیال څخه وژغورل شی. د تعلق پیدا کولو دغه احساس ده ته ورپیادوی چی داسی یو ځواک شته چی پر ده باندی هره شیبه ناظر دی او دی وینی او غږ یی اوری. همدغه ټکی د درملنی پیل دی. په دغه چلند کی درملونکی او مشاور وګړی د دعا او راز و نیاز له لاری د ژوند په پيچومو او کږ لیچونو کی د لاری موندلو ته برابروی.

۱۰. ترکیبی نظریه

په دغه نظریه کې د کار بنسټ په دی باندې درول شوی دی چې د مشوری او درملنی لپاره یواځی له یوی نظریی څخه کار نه اخیستل کیږی، بلکی له څو نظریاتو څخه په یو ځایی توګه کار اخلی. د بیلګی په توګه د یوه وګړی په درملنه کی ممکن له رفتاری یا د سلوک له نظریی کار واخیستل شی او همدارنګه له واقعیت درملنی او دینی لارښوونی هم کار واخیستل شي.

باید هیره نشی چې نن ورځ د ارواپوهنې اساسات او عمومی مسایل په نورو هیوادو کې د زده کړو پر مهال په نصاب کې شامل دی او هر څوک څه ناڅه په پورته مسایلو پوهیږی او آن  داچې د خپلې مطالعی له امله کولای شی په خپله دځان روحی درملنه وکړي. یعنی ضرور نده چې مشاور ولرو، زموږ خپله مطالعه او پوهه موږ سره لازیاته مرسته کوي.

۱۱. د مشورې نورې نظریې

په تیرو شلو کلونو کی د مشوری او اروادرملنی په هکله د متخصصینو لخوا یو شمیر نور نظریات هم ورکړل شوی دی چی دلته یی یواځی نوم اخلو لکه: هیپنوتیزم، د تیاتر له لاری درملنه، هنر درملنه، سیستمی درملنه، محاوره یی درملنه او د ژبی د عصب پيژندنی له لاری درملنه.

(بحث دوام لري)

Comments are closed.