د مسلمانانو وژل که په هر عنوان وي ناروا دي

مولوي عبدرب حقاني

0 62

په دې اخرو کې له قران پاک او د حضرت محمد (ص) له ارشاداتو په غلط تاویل او تفسیر ځینې افراد او ډلې غواړي چې د مسلمانانو قتل و قتال ته شرعي صبغه ورکړي او داسې وښيي چې په وطن کې روان جنګ، قتل او قتال د قراني ایتونو او نبوي احادیثو پر اساس کېږي. حال دا چې دا مسأله یې سرچپه بیان کړې ده.

د رب العزت لخوا د مسلمانانو وژل حرام قطعي ګرځول شوي دي.

الله (ج) په قران کې د مسلمانو ترمنځ جنګونه دوه ډوله بللي دي چې د قران کریم په ایتونو کې یې تشریح شوې ده.

اول: دا چې په یوه ځای کې په یوجنګ یا هم شخړه کې سره واوړي، که هغه دنیايي کار وي یا هم کوم بل څه خو دواړه طرفونه یو له بل سره جنګ کوي او متعارض او مدافع پکې نه وي معلوم. د دوی په باب خداي پاک فرمايي: وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا[1] معنی دا که چېرې د مسلمانانو دوه ډلې پخپلو کې سره وژني نو ترمنځ یې سوله وکړئ.

رسول الله (ص) د دې ډلو په باره کې فرمايي: إذا التقى المسلمان بسيفيهما فالقاتل والمقتول في النار معنی دا چې کله د مسلمانانو دوه ډلې په تورو سره ورشي او سره جنګیږي، نو وژونکی او وژلی دواړه په اور کې دي. له رسول‌ الله (ص) څخه پوښتنه وشوه چې وژونکی خو به وي په اور کې دا وژلی به ولې په اور کې وي؟ رسول الله مبارک وفرمایل: دی حریص و چې خپل ورور وژني، که هغه پرې وار ړومبی کړی وی دی یې هم وژلو.

د افغانستان جنګ له پورته یاد شوي ډول څخه ندی.

دویم: دا چې یوه ډله را پورته کېږي نور مسلمانان وژني، هغه که په هر نامه وي یا هم دا چې قاتل ځان حقداره ګڼي، خو تعرض کوي او بله ډله د تعرض پر ضد دفاع کوي. د دې په باره کې الله تعالی (ج) فرمايي: فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّىٰ تَفِيءَ إِلَىٰ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّالْمُقْسِطِينَ[2] معنی دا، که چېرې یوه لدغو ډلو څخه پر بلې ډلې تېری وکړي او وژني یې، او مقابله ډله له ځانه دفاع کوي او تعرض نه پرې کوي، خدای تعالی پر ټولو مسلمانانو ټينګار کوي چې د هغې ډلې په مقابل کې ودرېږئ، جنګ ورسره وکړئ، ویې وژنئ چې تېری کوي، تعرض کوي او مسلمانان وژني تر هغو پورې چې د الله تعالی (ج) امر ته بېرته راوګرځېږي او خبرو ته کېني او پر مسلمانان تېری او تجاوز او همدارنګه د مسلمان وژنه بنده کړي. نو که راوګرځېږي، د خبرو له لارې د دواړو ډلو ترمنځ په عدل سره روغه جوړه وکړئ.

ځکه چې اوله ډله باغیه ده.

الله تعالی په بل ځای کې فرمايي: وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً ۚ وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ إِلَّا أَن يَصَّدَّقُوا ۚ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ[3] معنی دا چې کله د یوه مومن شأن دا وي چې یو مومن به ووژني مګر په خطاء سره او که چېرې یې یو مومن په خطاء ووژاه، نو هم به دیت تسلیموي او هم به کفاره ورکوي. که دا مومن د داسې حربي کفارو په منځ کې و چې حربیان وو، هجرت یې نه و کړی، او مقابل مسلمان، دی په قصد د کافر ووژاه چې ګواکې دی کافر دی بیا به هم کفاره ورکوي ځکه ولې یې ځان ته معلومه کړې نه وه چې مقتول مومن و، ځان ته به یې معلومه کړې وه چې مقتول یې مسلمان دی که کافر.

همدارنګه الله تعالی (ج) فرمايي: وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا[4] معنی دا چې څوک چې یو مومن په قصد سره ووژني حال دا چې پېژني یې هم چې مومن دی، نو جزا د ده (قاتل) جهنم دی او همیشه به په جهنم کې وي او د الله تعالی غضب پرې دی او الله تعالی لعنت پرې ویلی او لوی عذاب یې ورته تیار کړی دی.

د پورتني ایت دوام پسې الله تعالی (ج) فرمايي: یا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ ۚ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا[5] معنی دا چې ای هغو خلکو چې ایمان مو راوړی، کله چې د الله تعالی په لار کې جهاد ته ځئ، بیا هم احتیاط وکړئ، هغه چا ته چې تاسې ته سلام دراچوي داسې مه وایئ چې ته مومن نه یې، لدوی مخکې تاسې هم همداشان وئ، بیا الله تعالی پر تاسې احسان وکړ.

د مسلمان وژلو روا بللو لپاره دا دلیل هم ویلی کېږي چې ابوبرک صدیق (رض) د هغو مسلمانانو پر ضد د جنګ اعلان کړی و چې ذکات یې نه ورکاوه، حال دا چې ابوبکر صدیق (رض) کله چې د ذکات مانعینو پر ضد د جهاد اعلان وکړ، دا خلک د ذکات له فرضیته منکر شول. داسې نه و چې ذکات یې نه ورکاوه، خو فرضیت به یې مانه، بلکې دوی په کامله توګه د ذکات له فرضیت څخه منکر شول او مرتدین شوي و. نو د مرتدینو په وژلو کې حضرت ابوبکر صدیق (رض) د جهاد اعلان دی.

د خوارجو او بغاتو په وژلو کې د حضرت علي (کرم الله وجهه) امر وو. حضرت علي زموږ د ټولو مسلمانانو پیشوا دی. دی د بغاتو په مقابل کې جنګیدلی و، خوارج به ورسره جنګېدل. خوارجو به دی کافر باله او ده مبارک به ورسره جنګ کاوه.

زموږ وروڼه طالبان هم کفار نه دي، خو خوارجو ته ورته عقیده لري. که دوی داسې وايي چې د افغانستان دولت او د دولت تر چتر لاندې خلک مسلمانان ندي، حال دا چې کلمه هم وايي او پر قراني ایتونو هم ناطق دي، نو دا خو بیا د خوارجو عقیده ده.

که (طالبان) وايي چې دوی مسلمانان دي خو موږ یې وژنو، نو بیا دوی (طالبان) بغات دي او د قران پورتنی ایت پرې صادق دی.

د قراني ایتونو په مقابل کې نه د علماو فتوا منظوره ده او نه هم د چا خبره منظوره ده.

نو بناءً د هیڅ مسلمان وژل روا ندي. الله تعالی د مسلمانانو وژل حرام قطعي بللي دي او څوک چې د الله تعالی له امر څخه انکار کوي، هغوی ته رب العزت لوی عذاب تیار کړی دی.

[1] حجرات سورت نهم آیت

[2] حجرات سورت، نهم آيت

[3] النساءسورت ۹۲ آیت

[4] النساء سورت ۹۳ آیت

[5] النساء سورت ۹۴ آيت

Leave A Reply

Your email address will not be published.