شپږیزه؛ دوه سیالۍ چې د IPLL مینه یې را ماته کړه

0 1,134

په کابل کې د کریکټ شپږیزه لیګ په لومړۍ ورځ کابل بازانو بوسټ لوبډلې او سپین غر بیا امو نهنګانو ته ماتې ورکړه.
په لومړۍ لوبه کې بوسټ لوبډلې کابل بازانو ته په شل اوورونو کې د اوو لوبغاړیو په سوځېدو ۱۳۶۶ منډې هدف ورکړ چې کابل بازانو د لوبې د اته‌لسم اوور په درېیم توپ پوره کړ او بری یې خپل کړ.
په بله لوبه کې چې بیا امو نهنګانو په شل اوورونو کې د اووه لوبغاړیو په سوځېدو سپین غر لوبډلې ته ۱۵۹ منډې هدف ورکړ، خو لوبه مساوي شوه او سوپر اوور ته ولاړه.
سپین غر لوبډلې بیا په سوپر اوور کې امو نهنګانو ته ۱۷۷ منډې هدف ورکړ، مګر هغوی یې په پوره کولو کې بریالي نه شول او دواړه لوبغاړي یې د لومړي اوور په دوو لومړیو توپونو اوټ شول.

Leave A Reply