د افغان ټولنیز نیټورک اعلامیه

1,039

په ډېري ژورې خواشینې سره مو خبر تر لاسه کړ چې تېره ورڅ په اسلام اباد کې د افغان سفیر علی خیل لور سلسله علی خیل د اسلام اباد په زړه کې چې ټولي خواوي په امنیتي کمرو سمبالي دي تښتول کېږي او له تښتونې وروسته په ډېرې بې رحمۍ سره ربړول کېږي .

دغه عمل د ټولو قانوني او اخلاقي اصولو ور اخوا د یپلوماتیکو اصولو او کړنو خلاف عمل دي، سلسله د ټول افغان ملت لور ده او په دغه کار سره پاکستان د افغان ملت سپکاوي کړي، پاکستان د ژر تر ژره بښنې ترڅنګ د پېښي عاملین پیدا او په تر ټولو سخته سزا ورسوي ګني د افغان ملت له کلک غبرګون سره به مخ شي.

پاکستان تر دې وړاندي د طالبانو د وخت سفیر سلام ضعیف  لوڅ لپړ امریکایانو ته سپارلې وو حل دا چي هماغه طالبان اوس مهال د پاکستاني ملیشو په مرسته په افغانستان کې د خپل هېواد ورانۍ ته ملا تړلې ده ،خالق فراهی او د هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي سره هم ورته چلند وکړ نو پاکستان له دغو کړنو لاس نه اخلي.

نو د افغان ټولنیز نیټورک غوښتنه او وړاندیز افغان حکومت، سیاسیون او ملت ته دا ده چې راځئ یو موټي شو او ددغه ظالم په وړاندي په کلکه ودرېږو یا به ځان وګټو او یا به د خپل ملت لپاره قرباني شو که دا کار ونکړو نو لسیزي به نور هم همداسي کړېږو.

                                                   په درنښت

                                        د افغان ټولنیز نیټورک د مشرتابه غړي.

                                                 کابل، افغانستان

Comments are closed.