دانش کتاب خپرندویې ټولنې ته د همدردۍ پیغام

دودیال

451

 په ډیرې خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چې د دانش کتاب پلورنځی او دانش خپرندویه ټولنه وتړل شوه او وسایل یې لیلام ته ایښودل شوی دي.

دانش کتابتون ته مې خپل یو کتاب ( دیموګرافی او د نفوسو تحلیل) په ۱۳۷۸ل.(=۱۹۹۷م.) کال د چاپ  په خاطر وروړی و، بیا یې دا کتاب په ۱۲۸۳ل. کال کابل کې دوهم ځل خپورکړ. په ۱۳۷۸ل. کال کې  یې دفتر د پېښور د قصه خوانۍ بازار کې و. موږ به پېښور کې معمولاً د افغانانو فرهنګی مرکزونو لکه د سپېدې دفتر، د تعاون دفتر، په ګل حاجی پلازا کی د پښتو څیړنو د پراختیا مرکز (چی ساپی صاحب یی بنسټ ایښی و، خو ارواښاد قتیل خوږیاڼی چې د ورځ مجلی مسئولیت یې درلود، په دفتر کې به و)، د محاذ د مجلی دفتر، د ارواښاد عبدالرحمن نصیر د سبا دنشراتو او کمپوز دفتر، التقوا لیسه کی د هیله مجلی دفتر او پېښور کې د افغانانو پوهنتون ته ورتلو او مهاجرو فرهنګیانو به په دغو ځایونو کې یوبل سره کتل.  کله مې چې دانش خپرندویه ټولنه ولیده، ګڼ شمیر افغان لیکوال او استادان مې هلته ولیدل، لکه استاد محمد آصف صمیم، ډاکتر بورګی، عصمت قانع او ډیر نور. هغه افغانان به چې له امریکی او اروپا راغلل، دو ی  به هم خامخا دلته راتلل، یا به یی کتابونه په کار و، یا به یې خپل اثار راوړل. د دانش صاحب دفتر هره ورځ مخ په ترقی روان و، کله چې د ۱۳۸۱کال بدلون راغی، ډیر مهاجر بیرته هیواد ته راغلل، دانش هم را کډه شو. دلته یی کابل کی خپلو نشراتی او فرهنګی چارو ته دوام ورکړ. په لغمان ولایت کی یې یو کتابتون جوړ کړ او ډیر نور فرهنګی کارونه یی ترسره کړل.

د دوی خپرندوی مرکز په کابل کې ښه بازار وموند او ډیر کتابونه یی همدلته خپاره کړل. له بده مرغه دغو ورځو کی چې د کتاب مارکیټ له سقوط سره مخ شو، دوی خپل دفتر وتاړه. دا یواځې دانش خپرندویه ټولنه نه، څو ورځې مخکې د سبا دنشراتو د لویی موسسې څخه پاتی یو کوچنی دوکان چې اوس په څلورمه کارته کې په یو محقر سرای کی له خاوروډک اوسپره پروت دی، او میوند جان یی سرپرستی کوی، هغو ی هم بشپړ افلاس سره مخ دی. د مازیګر کتاب خپرولو متصدی عزت الله ځواب هم د خپل کاروبار د ماتی خبر ورکړ او نور به مینه مجله نشر نشی. په جوی شیرسیمه کې ګڼ کتاب پلرونځی هم د رکود په حالت کې دي.

له دې سره ما ته هغه ورځې را یادې شوې چی له نن څخه اته کاله مخکې چې ایران کې وم، په تهران کې به مازیګر مازیګر د فردوسی څلورلاری(چې اصلاً د کتابونو یوډیر لوی بازار دی) ته تلم او په کتاب پلورنځیو به وار نه و.  له نن څخه پنځلس کاله مخکی د RAMP موسسې له خوا د یو علمی پروګرام په خاطر لاهور ته تللی وم، د قرطاسیې، کتاب، قلم ، کاغذ لنډه دا چی د هرڅه مصرف په موسسه و، موږ به صرف یو بل وروړ نور نو پیسې یی نقدې ورکولی.  ماته دا یو طلایی چانس و، د کتابونو دپیردلو لپاره کتابتونو ته ورغلم. د هرکتابتون تر مخې به یو اوږد کتار ولاړو، لومړی به یی د ننوتو یو ټکټ ورکاو، بیا به یی یو ټاکلی ځای کی بکس یا بل څه چی مشتری سره و ایښودل ، هر کتابتون څو پوړونه لرل، په آخر کی به د کتابو سره د بیې د ورکولو لپاره وروستی میز ته ودریدو، هغوی به په ماشین حساب وکړ له بِل سره یو ځای به یې پیرودل شوی کتابونه خلته کې را ته کیښودل ، بیا به یی د خپل ادرس کارت هم په ډیر درناوی را کړ. اوس هم هغه پیرودل شوی کتابونه راسره دی چې په هر یوه یې د لاهور د کتابتونو پته لیکلی ده.

 د آلمان د بوخم ښار کې می د ایرانیانو د کتاب پلورنځی پته زموږ د لیلیې له اداری مدیر( ایرانی بهمن) څخه ترلاسه کړه ماښام ماښام به ورتلم. د دغه ښار ایرانی مهاجر فرهنګیان به دلته را ټولیدل، قهوه به یې څښله. له ایران څخه نویو راغلیو کتابونو باندی به یی نقدونه او کره کتنې کولی دوی ویل چې موږ د جرمنی په هر ښار کې دا ډول مرکزونه لرو،  د دوی  کتابتون کې په پارسی، جرمنی، روسی، انګلیسی او فرانسوی ژبو کتابونه وو. لنډه دا چې ځان او خپل وطن راته ډیر خوار ښکاره شو .

دانش خپرندویی ټولنی ته پرته له دې چې د روښانه راتلونکی امیدواری ورکړو، بل څه ورته نشو ویلای، هیله ده چې بیرته افغانستان کې وضعیت سم شی او علمی مرکزونه، چاپخونې، پوهنتونونه او ټول فرهنګی فعالیتونه مو رونق ومومی.

د جګړی پایلله دربدری او سقوط ، یوبل څخه مرورتیا، انارشیزم، د جرایمو زیاتوالی، بیوزلی، بېسوادي، اعتیاد، بیکاری، جهالت او دې ته ورته بدبختی وی.

له دې ټولو سره سره دا په افغانانو پورې اړه لري چې په څه ډول سره د ناولی تباکوونکی جګړی آثارو سره مقابله وکړی او ګران افغانستان بیرته د ترقی، ملی یووالی، فرهنګی یون، آبادی، ښېرازی،پرتم او تعالی په لروي بوځي.

د داسې ورځې په هیله یاستو چی دانش خپرندویه ټولنه او دې ته ورته نور ټول فرهنګی مرکزونه ودان او هر هیوادوال د علم په تلاش کې ووینو.

Comments are closed.