د بشر حقونو کمیسیون: بلخ کې د زندانیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

0 227

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په بلخ ولایت کې د بندیانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې ددغه ولایت په مرکزي زندان کې د ښې ساتنې امکانات برابر کړي. په شمال کې د بشري حقونو کمیسیون مشر سید محمد سامع ویلي چې د بلخ په مرکزي زندان کې ساتل کېدونکي بندیان په ډېر ناوړه بشري وضعیت کې ژوند کوي. د هغه په خبره په یوه درې کسیزه خونه کې تر ۲۰ ډېر بندیان ساتل کېږي چې هیڅ نوع صحي امکانات هم نه لري. د بلخ ولایتي شوار هم دا ستونزه تاییدوي او وایي چې حکومت په وار وار د یادې ستونزې د حل ژمنه کړې خو تر اوسه یې هیڅ اقدام نه دی کړی. په ورته وخت کې سیمه ییز چارواکي وایي دوی دا ستونزه له مرکزي ادارې سره شریکه کړې او تمه لري چې ژر ورته رسېدګي وشي.

Leave A Reply