ایران: منځني ختیځ کې د امریکا نظامي حضور ګواښوونکی دی

0 219

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، منځني ختیځ کې د امریکا نظامي حضور له خطره ډک دی او دې سیمې ته د امریکایي ځواکونو راتلل د ټولې سیمې ثبات ګډوډولی شي. امریکا پرون اعلان وکړ چې د ایران د تهدید د کمولو لپاره به ۱۵۰۰ سرتېري منځني ختیځ ته واستوي. امریکا دغه راز پر سپاه پاسداران تور پورې کړی دی چې په دې وروستیو کې یې د دوی پر متحدینو بریدونه کړي دي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي امریکا دا تورونه د خپلو ناوړه او پارونکو کړنو د پټولو په موخه کوي.

Leave A Reply