یونیسېف: افغانستان کې بشري وضعیت د نړۍ په کچه تباه کوونکی دی

0 169

يونيسېف وايي، افغانستان کې شپږ سوه زره ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د برخې دې ادارې له نړيوالې ټولنې د اووه ميليونه ډالرو بېړنيو مرستو غوښتنه کړې ده. د دې ادارې وياند کريسټوفر بوليراک په جنيوا کې يوې غونډې ته ويلي چې په جنګ ځپلي افغانستان کې بشري وضعيت د نړۍ په کچه تباه کوونکى دى. هغه زياته کړې چې په تاوتريخوالي کې زياتوالى او د تېر کال وچکالۍ د افغانستان په شمال او لوېديځو ولايتونو کې له پنځو کلونو کم عمر لرونکي زرګونه ماشومان زيانمن کړي دي. يونيسېف وایي، که په دې برخه کې بېړنۍ مرستې ونه شي، حالات به ډېر خطرناک شي.

Leave A Reply