محسن داوړ: پاکستاني پوځیان دې ژر تر ژره له وزیرستانه ووځي

0 328

د پي ټي ایم یو تن مشر او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وایي، پاکستاني پوځیان دې ژر تر ژره له وزیرستانه ووځي. هغه ویلي څو پورې چې د دوی دا غوښتنه منل شوې نه وي تر هغه پورې به خپلو پرلتونو ته دوام ورکړي. په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سربېره د پښتنو یو شمېر نورو ملتپاله ګوندونو هم له وزیرستانه د پاکستاني پوځیانو د وتو خبره بدرګه کړې ده او ویلي یې دي چې په دې سیمه کې د پوځ شتون له ترهګرۍ پرته بله هیڅ ګټه نه ده راوړې نو ښه به وي چې دا پوځیان ژر تر ژره سیمه پرېږدي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او دغه راز د عوامي نشنل ګوند ځینو مشرانو هم په قبایلي سیمو کې د پوځ د شتون په اړه پوښتنې کړې دي.

Leave A Reply