بلاول بوټو: علي وزیر باید ژر پارلمان ته حاضر کړل شي

0 517

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر جلسه د پاکستاني پوځیانو برید ته په اشارې ویلي، د خړ کمر پر پېښه د عمران خان او د پښتونخوا د وزیر اعلی چوپ پاتې کېدل د پوښتې وړ دي. هغه غوښتنه کړې چې علي وزیر باید ژر پارلمان ته وغوښتل شي څو خپل دریځ روښانه کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ وتلی مشر علي وزیر وروسته له هغه ونیول شو چې په شمالي وزیرستان کې یې په یوه جلسه کې برخه اخیستې وه. د هغه د نیولو پر وخت پوځیانو پر اعتراض کوونکو ډزې کړې وې او تر پنځوسو ډېرو کسانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې وه. دې پېښې او د پارلمان د غړي علي وزیر نیول کېدو په پاکستان کې هم د خلکو غبرګونونه راپارولي دي. د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو وایي، عمران خان ریاست د خپلو مخالفینو پر ضد کاروي او غواړي د هېواد په هره اداره قبضه ولري. هغه ویلي د خړ کمر د پیښې په اړه رسنۍ هم ملامتې دي، هغوی هم یوازې د یو اړخ دریځ خپروي او دپښتون ژغورنې غورځنګ غورځنګ دریځ ته هیڅ ارزښت نه ورکوي. بوټو ویلي چې دا کارونه واټنونه او حساسیتونه راپاروي او عمران خان باید ورته متوجه اوسي.

Leave A Reply