کابل کې چاودنې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

0 192

کورنيو چارو وزارت وايي چې نن سهار د کابل ښار په یکه توت سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان موټربم چاودنه شوې چې څلور عام وګړي په کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې د نهمې حوزې اړوند په یکه توت سيمه کې نن سهار اته بجې او ۴۰ دقیقې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان موټربم چاودنه شوې ده. ده زياته کړه، په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. نوموړي د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه وويل چې په دې اړه خپله هغوی معلومات ورکوي. د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس وايي، چې دغه چاودنه د ټونس موټر په وسيله د کابل- جلال اباد پر عمومي سړک شوې ده. وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت منلى دى. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې په دې پېښه کې يې د بهرنيانو دوه موټر له منځه وړي او لس پوځيان يې وژلي دي.

Leave A Reply