خلیلزاد افغان سولې په تړاو سبا پاکستان ته ځي

0 236

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی سبا پاکستان ته ځي. د رسنیو د راپورونو له مخې زلمی خلیلزاد به په دې سفر له پاکستان وغواړي چې له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې همکاري پراخه کړي. سرچینه کاږي چې خلیلزاد به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او په دې لیدنه کې به ټینګار وکړي چې پاکستان باید د سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي. طالبانو او امریکا شپږ دورې پخپلو کې خبرې کړې دي خو تر دې دمه یې پایله مبهمه ده. وسله وال طالبان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي او دا د سولې د رښتینې پيل لپاره لومړنی ګام بولي. بل پلو وسله والو طالبانو په تازه څرګندونو کې له امریکا غوښتي چې د سولې په خبرو کې دې دوه مخي نه کوي او صادقانه چلند دې وکړي.

Leave A Reply