د وروستیو جګړو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده

0 201

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، په تېره مې میاشت کې د وړمې اپرېل میاشتې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله دوه برابره لوړه شوې ده. ددغه ډلې په خبره د جګړو او ترهګریزو بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده او پر ښکېلو خواوو یې غږ کړی چې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي. د سرچینې په خبره په تېره مې میاشت کې ۵۲۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې ۱۸۹ شهیدان او ۳۴۰ نور ټپیان شوي دي. یاده ډله وایي چې له دې ډلې ملکي وګړو ته ډېری تلفات په کابل، ننګرهار، هرات، غزني او هلمند کې اوښتي دي.

Leave A Reply