افغان-امریکايي پوهنتون د سیګار راپور رد کړ

0 248

په کابل کې افغان-امریکايي پوهنتون د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار هغه راپور رد کړ چې له دغه پوهنتون سره د مرسته شویو پیسو د ورکېدو په اړه یې خپور کړی و.
سیګار په خپل تازه راپور کې لیکلي، له ۲۰۱۲ کال راهیسې تراوسه له افغان-امریکايي پوهنتون سره د امریکا د مرسته شویو پیسو ۶۳ میلیونه ډالره ورک شوي، خو یاد پوهنتون د سیګار دا ادعا بې‌بنسټه بولي.
دغه پوهنون په یوه بیانیه کې زیاته کړې، د امنیتي اندېښنو له امله دا اداره هر کال د خپلې بودیجې له ۲۵ سلنې ډېره برخه یا نږدې اووه میلیونه ډالر د امنیت په برخه کې لګوي.
په بیانیه کې لیکل شوي، که په امنیتي برخه یې لګښت نه‌ وای کړی، په ۲۰۱۶م کال کې د طالبانو له برید وروسته به د دغه پوهنتون بیا پرانېستل ناشوني وو.
خو سیګار وايي، په افغان- امریکايي پوهنتون کې د امریکا له مرستو پر هر افغان زده‌کوونکي د لیسانس په څلورکلنه دوره کې نږدې ۱۲۶ زره امریکايي ډالر لګول شوي دي.
د سیګار په خبره، که د امریکا حکومت هر افغان زده‌کوونکی په امریکا کې کوم کالج ته استولی وای، تر دې به یې لږ لګښت کېده. په ۲۰۱۶ کال کې پر دغه پوهنتون دوه ځانمرګي او ډله‌ییز بریدونه وشول چې له امله یې ۱۶ کسان شهیدان او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شول.

Leave A Reply