د استرالیا په تلویزیونونو کې؛ د افغان جګړې په اړه یوه لیکنه جنجالي شوې ده

0 246

د اسټرالیا پولیس په سډني ښار کې د دغه هېواد د ملي راډیو ټلویزیون یا اي بي سي مرکزي دفتر ته ورغلي او د دویمې ورځې لپاره د دوو خبریالانو په تړاو پوښتنې ګروېږنې کوي. ځايي پولیس په دغه دفتر کې د دوو خبریالانو او خبري برخې د یوه مشر په تړاو چاپه وهلې. د پولیسو دغه پوښتنې ګروېږنې په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د ناوړه چلند په اړه د یوې لیکنې په تړاو دي،د سې شنبې پر ورځ پولیسو د یوه خبریال کور هم تالاشي کړی. د خبریالانو ټولنې دغه چاره د اسټرالیايي خبریالانو (پر ازادۍ حمله) بللې او دغه راز نورو ټولنو او د بشري حقونو ټولنو دغه چاره غندلې. پولیس بیا وايي، د دوی پوښتنې ګروېږنې د رسمي راز خپرولو په تړاو دي. د اي بي سي ادارې مشر ډېوډ انډرسن په یوه اعلامیه کې ویلي، د پولیسو چاپې د بیان ازادۍ په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي. د اسټرالیايي خبریالانو ټولنو هم په دې اړه توند غبرګون څرګند کړی دی او دغه چاره یې ظالمانه بللې ده.

Leave A Reply