پښتون ژغورنې غورځنګ: پر پي ټي ایم تازه تورونه ښیي چې حکومت څومره وارخطا دی

0 252

د پي ټي ایم د مرکزي شورا یوې غړې ثنا اعجاز، د حکومت له اړخه د شمالي وزیرستان د تازه پېښې په اړه د دوی پر غورځنګ لګېدلي تورونه رد کړي او زیاته کړې یې ده چې پي ټي ایم یو سوله ییز تحریک دی او په هیڅ صورت له ترهګرۍ ملاتړ نه کوي. هغې زیاته کړې، پر پي ټي ایم لګول شوي تازه تورونه ښیي چې پاکستانی حکومت څومره وارخطا دی. اعجاز زیاته کړې، حکومت ددې پر ځای چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د تشدد عاملین ونیسي هغه خلک په ترهګرۍ تورنوي چې له همدې پدیدې تر ستوني راغلي او د خپلو حقه حقونو غوښتنه کوي. نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په شمالي وزیرستان کې د ماین یوې چاودنې د پوځی افسرانو په ګډون پنځه سرتېري ووژل. تر پېښې وروسته پوځ، پي ټي ایم په دې پېښه کې پر لاس لرلو تورن کړ او عمران خان هم له وضاحت پرته وویل چې ځینې دښمن عناصر د قبایلي سیمو تورزن ولس تېرباسي.

Leave A Reply