د پاکستان اقتصادي کړکېچ؛ یو ډالر ۱۵۱ کلدارو ته لوړ شوی

0 235

په دې وروستیو کې د پاکستان اقتصادي وده مخ پر ځوړ روانه ده. د تازه راپورونو له مخې نن په پاکستان کې د یو امریکایي ډالر بیه ۱۵۱ کلدارې وه. دغه راز په بانکونو کې دننه هم یو ډالر دوه او څلوېښت پیسې پورته تللی دی. راپورونه وایي، د تېر کوچني اختر له رخصتیو وروسته د کاروباري اوونۍ په پیل د ونډو بازار کې کاروبار مخ پر ځوړ دی چې پاکستان سوداګر یې له ګڼو خنډونو سره مخ کړي دي. د سوداګرو په خبره، دوی پاکستان ته واریدېدونکي مالونه په ډالرو اخلي نو کله چې ډالر خپل سر جګوي، د توکو بیې هم پورته ځي. په ورته وخت کې د پاکستان له خوا له نړیوالې مالیاتي ادارې (ای ایم ایف) سره تر هوکړې وروسته دا ویره شته چې د روان کال تر وروستیو پورې به د یو ډالر بیه له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې نوره هم پورته لاړه شي. د چارو شنونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، روان وضعیت ته په کتو ښایي دا هېواد له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

Leave A Reply