د طالبانو له زندانونو ۴۷ تنه بندیان ازاد شوي

0 493

امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې په بغلان او کندوز ولايتونو کې ٤٧ کسان د طالبانو له زندانونو را خوشي کړي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وويل چې تېره شپه د پوليسو ځانګړو ځواکونو د بغلان په لرخابي سيمه کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي او ٣٤ کسان يې را خوشي کړي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، په خوشي شوو کسانو کې اووه پوليس، اووه د ملي اردو سرتېري، درې د ملي امنيت سرتېري او پاتې نور يې ملکي وګړي دي. دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کندوز کې هم د طالبانو يو زندان مات شوى دى. په کندوز کې ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو تېره شپه په اقتاش ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي. سرچينه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ١٣ ملکي وګړي د طالبانو له زندانه را خوشي کړاى شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave A Reply