د هوا له لارې د افغاني قالینو صادرات زیات شوي

0 178

د قالینو او فرشونو د شرکت مسوول مدیر سید فیض‌احمد امیري وايي، د هوايي دهلېزونو جوړول لامل شول چې د وطني محصولاتو په صادراتو کې زیاتوالی راشي.
د نوموړي په خبره، اوس د هوايي دهلېزونو له لارې کولای شي چې افغاني قالینې په مناسبه بیه په ډېرې اسانۍ سره بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي.
د هغه په وینا، په تېره یوه میاشت کې د شاوخوا څوارلس سوه متره مربع ګیلم او په تېرو درېیو میاشتو کې پنځه سوه متره مربع افغاني قالینې له هېواده بېرون استول شوې دي.
د راپورونو پر بنسټ، اوس‌ افغاني قالینې اسټرالیا، جرمني او بريټانیا ته استول کېږي او تمه ده چې په نږدې وخت کې يې صادرات امریکا ته هم پیل شي.

Leave A Reply