د تخار خواجه‌غار ولسوالي د طالبانو له شتونه پاکه شوه

0 201

کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له څو ساعته جګړې وروسته د تخار خواجه‌غار ولسوالي د وسله‌وال طالبانو له شتونه پاکه کړه او په وینا یې اوس‌ د یادې ولسوالۍ وضعیت بېرته عادي حالت ته راوګرځېدلی دی.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دې ولسوالي پر ځینو برخو برید وکړ چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له غوڅ ځواب سره مخامخ شول.
سرچینه زیاتوي، په ورته وخت کې کمانډو ځواکونو په دې ولسوالي کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۹ طالبان وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي.
خو وسله‌والو طالبانو په اړه څه نه‌دي ویلي. 

Leave A Reply