امریکا: په خلیج کې پر تېل وړونکو کښتیو ایران برید کړی

0 248

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خلیج کې پر دوو تیل وړونکو سوداګریزو کښتیو برید د ایران کار بولي او وايي چې دا په سیمه کې د کړکېچ د پراخولو لپاره د ایران د کمپاین یوه برخه ده. مایک پامپیو په واشنګټن کې د خبرو پرمهال د کارول شویو چاودېدونکو موادو څرنګوالي او د دې برید پېچلتیا ته په اشارې ویلي، چې دا د هغو بریدونو لړۍ ده چې ایران او لاسپوڅو یې د امریکا او د امریکا د متحدانو پرضد پیل کړي دي. پرون د عمان په خلیج کې په دوو تیل وړونکو سوداګریزو کښتیو کې چاودنې وشوې او اور یې واخېست. له دې کښتیو یوه چې ۲۱ تنه عمله یې لرله د یوه جاپاني شرکت او بله چې ۲۳ تنه عمله یې درلوده د یو ناروېژي شرکت وه. د دې کښتیو چلوونکي وايي چې له پېښې وروسته ټوله عمله د نږدې کښتیو له خوا وژغورل شوې، خو د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران سمندري ځواک د کښتیو ۴۴ تنه عمله يې ژغورلي او هغوی یې د ایران یوه ساحلي بندر ته لېږدولي، خو امریکا دا ادعا رد کړې او وايي چې د امریکا سمندري ځواکونو دا کسان ژغورلي دي.

Leave A Reply