ترکيه له روسیې څخه د توغنديو دفاعي سيستم رانيسي

0 190

ترکیې ویلي، چې له روسیي څخه د ایس۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم د اخیستو پریکړه یې قطعي ده. د ناټو غړي هیوادونه په ځانګړي توګه امریکا د ترکیي له خوا د دې دفاعي سیستم له رانيولو سره مخالف دي. د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایس ۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم د اخیستو موضوع قطعي او پای ته رسیدلې اعلان کړې ده. هغه موضوع چې په ناټو سازمان کې د دغه هیواد د متحدینو د خفګان سبب شوې ده. امریکا د ناټو په غړي هیواد کې د روسیي دفاعي سیستم نصبول له امنیتي پلوه ناسم کار بولي. د راپورونو له مخې ترکیه به په جولای میاشت کې له روسیي څخه د ایس ۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم لومړۍ محموله ترلاسه کړي.

Leave A Reply