د سولې عالي شورا: طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته اراده نه لري

0 318

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د افغان سولې مذاکرات له ځینو ستونزو سره مخ دي، د سولې عالي شورا ویلي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو اراده نه لري. د سولې عالي شورا مرستیال چې د سولې او مصالحې په نامه یوې ناستې ته خبرې کولې، ویلي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې هر اړخیزې هلې ځلې کوي او په وار وار یې طالبانو ته د خبرو فرصتونه برابر کړي، خو طالبان له حکومت سره د سولې مذاکراتو هېڅ اراده نه لري او د بهرنیو ځواکونو وتل یوه بهانه یادوي. د دې شورا چارواکي وایي، طالبانو جګړو ته شدت ورکړی او همدا څرګندوي، چې دغه ډله سوله نه غواړي. د سولې او مصالحې دغه ناسته چې د روشنا ټولنې له خوا رابلل شوې وه، حکومتي چارواکو هم پکې ګډون کړی و. دغه راز یادې غونډې ته د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال جنرال ایوب اصیل ويلي، په افغانستان کې هغه وخت سوله راتلای شي، چې بشري حقونو ته درناوی وشي، خو د هغه په خبره، چې په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا ۷۵ زره ملکیان وژل شوي او دا یو ټکان ورکوونکی رقم دی.

Leave A Reply