اسحاق جهانګیري: ایران بهرنيو پانګوالو ته پنځه کلنه اقامه ورکوي

0 170

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري د یاد هېواد کورنیو چارو وزارت ته امر کړی دی، هغه کسان چې په یاد هېواد کې د ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي پنځه کلنه اقامه دې هم ورکړل شي. د راپورونو له مخې جهانګیري ویلي، په یاد هېواد کې مېشت بهرنیان چې په بانکونو کې ۲۵۰ زره امریکایي ډالر او یا هم د همدې معادل لري کولی شي په یاد هېواد کې د پانګونې تر څنګ پنځه کلنه اقامه هم تر لاسه کړي. هغه زیاته کړې چې بهرنیو وګړو ته د اقامې ورکولو چارې باید تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پیل شي. ایران دا اقدام په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې یې د امریکا د بندیزونو له امله اقتصادي وده بیخي ورو شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ وروستۍ کچې ته رسېدلی دی.

Leave A Reply