د جنسي ځورونې تور په تړاو د واخان د ولسوال دنده ځنډول شوې

0 256

د بدخشان ولایت سیمه‌ییزو چارواکیو تور لګولی چې د واخان ولسوال معروف خیرخواه یوه بهرنۍ سیلانۍ جنسي ځورولې او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم له همدې کبله د نوموړي دنده ځنډولې ده.
د دې ادارې ویاند سیدشاه سقیم وايي، سیمه‌ییزو چارواکیو ته یې سپارښتنه کړې چې دا پېښه په دقیقه توګه وڅېړي او په وینا یې، اوس یو سرپرست کس د یادې ولسوالي چارې پر مخ وړي.
هغه وویل، که پر معروف خیرخواه د بهرنۍ سیلانۍ د جنسي تېري تور ثابت شي، نوموړی به په رسمي توګه له دندې لرې شي.
د سقیم په خبره، د لومړنیو مالوماتو له ‌مخې، دغه بهرنۍ ښځینه سیلانۍ د تاجکستان له لارې واخان ولسوالي ته تللې وه.
په همدې حال کې د بدخشان د والي ویاند ویلي چې یاده بهرنۍ ښځینه سیلانۍ چې خاوند یې هم ورسره و، په اغلب ګمان د اسټرالیا اوسېدونکې وه.

Leave A Reply