ولسمشر د دارالافتا د بنسټ ایښودو فرمان صادر کړ

0 237

ولسمشر اشرف غني په هېواد کې د دارالافتا د بنسټ ایښودو په موخه یو ځانګړی فرمان صادر کړ چې په همدې اړه یې عدلیې وزارت ته ځینې مکلفیتونه هم سپارلي دي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، یاده دارالافتا به د شرعي فتواوو د صادرولو یوازینۍ سرچینې په توګه جوړه شي.
په دغه فرمان کې وړاندې د ولسمشر غني په حواله زیاته شوې، دا بنسټ به د تشکیل او بودیجې له پلوه خپلواک وي.
دغه راز د دغه فرمان پر بنسټ، د عدلیې وزارت مکلف شوی چې د افغانستان د دارالافتا تقنیني سند له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي.

Leave A Reply