ارزګان کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ ښوونځیو جوړېدو چارې پیل شوې

0 218

د ارزګان ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې نن پنجشنبه د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ اساسي ښوونځیو د جوړېدو چارې پیل شوې دی.

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ښوونځي د ګېزاب ولسوالۍ په جوی برو، قزلباش او میان دشت سیمو کې د ولسي تړون پروګرام له لارې جوړېږي.

د دې ښوونځيو په جوړېدو سره به ۱۱۰۰ یوولس سوه زده کوونکو ته سالم درسي چاپيریال رامنځته شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړې پاملرنې او لارښوونې په اساس په ټول هېواد کې ۶۰۰۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي، چې په لومړي پړاو کې يې د ارزګان ولایت لپاره ۴۳ ښوونځي منظور شوي دي.

Leave A Reply