ده نیوز: طالبان افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر قسمآ شتون سلا شوي

0 239

د پاکستان “ده نیوز” د یوه پاکستاني متقاعد جنرال آصف یاسین ملک په حواله راپور ورکوي چې طالبان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په قسماً شتون سلا شوي دي.

دا جنرال وايي خو تر اوسه معلومه نه ده چې په افغانستان کې له طالبانو سره د واک شریکول به څه ډول وي.

دی وايي، تمه ده چې د راتلونکي کال تر جنورۍ میاشتې پورې پدې اړه پرېکړه وشي.

دا جنرال استدلال کوي چې طالبان پوهېږي د امریکايي ځواکونو ۱۰۰ سلنه وتل امکان نلري، نو ځکه دوی هم د یوې برخې امریکايي ځواکونو پاتې کېدلو ته زړه نیولی دی.

Leave A Reply