برېتانیا د ایران په شاوخوا کې خپل نظامي حضور پراخوي

0 283

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت ویلي دوی له ایران سره د مخامخ کېدو پلان نه لري، خو د خپلو بېړیو د امنیت لپاره په سیمه کې د نظامي حضور پراختیا ته اړتیا لري. نوموړي ویلي هڅه کوي له اروپايي هېوادونو سره خبرې وکړي او په دې توګه د اروپايي هېوادونو یوه ګډه پوځي ډله په سیمه کې د بېړیو د تګ راتګ د امنیت په موخه رامنځ ته کړي. هغه پر برېتانوي بېړۍ د ایراني سرتېرو چاپه وهل او هغه له ځان سره بېول له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده او وايي دوی د خپلو بېړیو د امنیت لپاره په هر ډول اقدام لاس پورې کولی شي. څه موده وړاندې لومړۍ برېتانیا د ایران یوه تېل وړونکې بېړۍ په دې تور ودروله چې ګواکي د سوریې پوځ ته یې تېل وړل. په ورته اقدام کې بیا ایران د برېتانیې یوه تېل وړونکې بېړۍ درولې او وایي چې اقلیمي قوانینو ته یې پاملرنه نه کوله.

Leave A Reply