کابل کې چاودنې ۱۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

0 255

د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا ۸ بجې او لس دقیقې د کابل ښار د شپاړسمې حوزې په مربوطاتو کې پر یوه کاسټر ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمې سپوږمۍ راډیو ته په خبرو کې دغه پېښه تایید کړې او په خبره یې په یاده پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي. هغه ویلي چې په نښه شوی کاسټر ډوله موټر د کانونو وزارت پورې اړه لرله.

Leave A Reply