ولسمشر: دا وطن په خپل ټینګ عزم او د افغانانو په ملاتړ ساتو

0 261

ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې برخه اخېستې ده.

هغه د ملي بیرغ درې رنګونو ته په اشارې ویلي، تور رنګ د هغو تیارو ورځو سمبول دی چې د افغانستان دښمنانو د بریدونو له لارې د افغانستان د هویت دله منځه وړلو ناوړه هڅې په کې کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې د ملي بیرغ سور رنګ چې د وینې سمبول دی، په دې مانا چې دا وطن موږ په خپلو وینو ګټلی او د چا هدیه نه دی.

هغه زیاته کړې، د ملي بیرغ سور رنګ زموږ د ویاړلو شهیدانو د وینو د اعزاز نښه ده او هیچاته به د تېرو او تیارو ورځو د تکرار اجازه ورنه کړو. زموږ د ملي بیرغ زرغون رنګ د وطن د ښېرازۍ او پر راتلونکي د باورمندۍ سمبول دی.

محمداشرف غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملي بیرغ د هسک او رپاند ساتلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، نن باید د ملي بیرغ په ویاړ یو ځل بیا په ټول هیواد کې له اساسي قانون، اسلامي ارزښتونو، ملي یووالي او ټینګې ارادې سره خپل عهد تازه کړو.

جمهوررئیس غني په ټينګار سره وویل، دا وطن موږ په خپل ټینګ عزم او د خپلو هیوادوالو په ملاتړ ساتو، ځکه کله چې عزم وي، نو هر څه شوني دي. د دارالامان ماڼۍ بیا رغاونه د پیاوړي عزم څرګنده نښه ده.

Leave A Reply