د امریکا ـ طالبانو توافق؛ امریکا خپل ۶۰۰۰ سرتېري کاږي

0 231

 جمعه، د زمري میاشتې یوولسمه: امریکا او طالبانو توافق کړی چې په لومړي پړاو کې به خپل زرګونه سرتېري له افغانستانه باسي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې د یو شمېر امریکايي چارواکو په حواله لیکلي: امریکا له طالبانو سره هوکړه کړې چې په لومړي پړاو کې به خپل ۶۰۰۰ سرتېري له افغانستان څڅه باسي.

ورځپاڼه کاږي، طالبان به ددې کار  مقابل کې اوربند کوي او تر څنګ به یې مهمه مسله دا ده چې له القاعده شبکې سره به اړیکې پرې کوي.

د دې ۶۰۰۰ سرتېرو په کاږلو سره به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۹۰۰۰ ته راکم شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، ممکن امریکایان په خپلو  درېیو اډو کې چې بګرام، کندهار او ننګرهار دی پاتې شي.

امریکايي چارواکو ویلي په دې سره دوی له همدې اډو د داعش پر ضد خپله جګړه مخ ته وړي.

د امریکايي چارواکو په وینا، مونږ هیله لرو چې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې یوې هوکړې ته ورسېږو، خو تر څنګ یې خبرداری ورکړی چې ممکن طالب مشران ځینې  خنډونه ایجاد کړي.

Leave A Reply