تر دا مهاله د هوايي دهلېزونو له لارې ۷۴۰۰ ټُنه مختلف توکي بهر ته صادر شوي

0 324

یکشنبه، د زمري میاشتې ۱۳ مه: د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایې هوایې دهلیزونو د هیواد پر صادراتو ښه تاثیر کړی او په بېلا بېلو برخو کې د افغاني توکو پر صاراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

یاد وزارت وایې، د هوايي دهلېزونو له لارې یې تراوسه پورې ۷۴۰۰ ټنه بېلابېل توکي له هېواده بهر لېږلي دي.

د صنعت او سوداګری وزارت ویاند سمیر رسا وایې، په صادرو شویو توکو کې وچه او تازه مېوه، غالۍ، زعفران، قره قل او طبي بوټي شامل دي.

دی وایې افغانستان تر دې دمه هند، چین، متحده عربي امارات او څو نورو هېوادونو ته د هوا له لارې خپل محصولات صادروي او هڅه کوي چې له نورو هیوادونو سره هم د خپلو صادراتو له پاره تړونونه لاسلیک کړي.

Leave A Reply