ولسمشر: هېڅوک حق نه لري چې د افغانانو برخه لیک بهر کې وټاکي

0 330

ولسمشر محمد اشرف غني چې ارګ کې يې د لوی اختر له لمانځه وروسته ملت ته وینا کوله وویل، سولې ته ژمن دی، خو هغه سوله چې د جمهوري نظام چوکاټ کې تامین شي.

هغه څرګنده کړې چې سوله کې باید د هر افغان مساوات خوندي وي.

د هغه په خبره، کاواکه سوله هېڅ افغان ته د منلو وړ نه ده.

نوموړي ټینګار وکړ چې هېچاته به اجازه ور نه کړو تر څو زمونږ برخه لیک بهر کې وټاکي.

د ولسمشر په وینا، د بهرنیو په صدقه او خیرات ټاکنې نه کوي، ۹۰ میلیونه ډالر مو د حکومت له بودیجې ورکړي، که اړتیا شوه  نور به هم ورکړو.

Leave A Reply