کوټه: په چاودنه کې د طالب مشر هېبت الله اخند ورور هم وژل شوی

0 702

کوټه: د طالبانو په مدرسه کې چاودنې د طالب مشر هېبت الله اخند د ورور په ګډون پینځه کسان وژلي

د بلوچستان د ښرښار کوټې په کچلاک سیمه کې دېوې دیني مدرسې دننه بمي چاودنه شوې چې پکې د طالب

حافظ احمدالله د طالبانو د مشر ملاهبت الله ورور
حافظ احمدالله د طالبانو د مشر ملاهبت الله ورور

انو د مشر هېبت الله اخند د ورور مولوي احمدالله په ګډون پینځه کسان وژل شوي اؤ ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي دجمعې په ماسپېښن چې په کومه مدرسه کې دا چاودنه شوې هغه دکچلاک کلي د لنډۍ کلي په مدرسه یادیږي چې زیاتره پکې د افغان طالبانو د کوټې د شورا مشران پاتې کیدل.

سرچینې وایي دطالبانو موجوده مشر شیخ هېبت الله اخند هم یو وخت کې ددې مدرسې امام پاتې شوی ؤ خو اوس یې ورور ملا احمدالله ددې مدرسې امام ؤ چې په دې بمي چاودنه کې د نورو څلورو کسانو ترڅنګ وژل شوی.

تراوسه معلومه شوې نه ده چې دې چاودنه کې دطالبانو نور کوم مهم مشران یا پخپله هېیت الله اخند وژل شوی که نه خو په سوشل میډيا بیا ځېنو خلکو ناتائېده دعوه کړې چې هیبت الله اخند هم پکې وژل شوی ولې ددې دعوؤ دیو لوري نه هم پخلی نه دی شوی.

د کوټې د پولیسو مشر یا ډي ایي جې رسنیو ته ویلي چې بم د جومات دممبر لاندې اېښودل شوی اؤ د ریموټ له لارې چول شوی دی.

سرچینې وایي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي اؤ د ۱۵ؤ نه نور زیات ژوبل شوي چې نزدې روغتونونو ته رسول شوي خو په ژوبلو کې هم د زیاترو حالت مرګونی دی چې له دې امله د مړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه ده،

سرچینې دا هم وایي چې په کومه سیمه کې دا چاودنه شوې دغه دطالبانو دکنټرول لاندې وه اؤ امنیت یې هم هغوئ پخپلو لاسو کې نیولی ؤ.

طالبانو ته نزدې سرچینو وائس اف امریکا ډیوه ته پخلی کړی چې چاودنه کې د ملا هیبت الله اخند ورور مولوي احمدالله وژل شوی اؤ دهغه زوي وحیدالله ژوبل شوی دی.

تر دې مهاله هیچا د دې چاودنې پړه پغاړه نه ده اخستې.

د کوټې سنډیمن صوبائي هسپتال پخپل یو بیان کې د مړو شوؤ کسانو شمیره دوه اؤ د ژوبلو شمیره ۲۲ ښودلې ده.

دغه روغتون وایي په وژل شوؤ کې دیو تن نوم حبیب الله دی اؤ بل تن نامعلوم دی.

چاودنه کې دژوبلو کسانو نومونه په دې ډول دي، عزت الله،حاجي مراد،محمد قسیم،، قدرت الله ، نامعلوم،حکمت،حاجي ندا،وحیدالله،حاحي اکبر،عبدالجبار،عبدالحکیم ،اغا محمد، صدیق ،عبدالرحمان،عزت الله،حیات الله،عبدالدهیان،رحیم الدین،سعدالدین،حاجي غلام سرور،رحمت الله اؤ عنایت الله

voadeewanews.com

Leave A Reply