لېنډسي ګراهم: د سولې په اړه بده هوکړه به ټوله نړۍ کې ترهګر خواره کړي

0 281

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک په اړه امریکايي سناتور لېنډسي ګراهم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ګواښ کړی، چې بده هوکړه کولی شي ترهګر په ټوله نړۍ کې خواره کړي. دغه سناتور په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ټرمپ باید د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما له تېروتنو درس واخلي. نوموړی وايي، چې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په کار کې پر طالبانو اعتماد له ایران سره د بارک اوباما د اټومي هوکړه لیک له لاسلیک څخه ستره تېروتنه ده. دغه امریکايي سناتور همدارنګه ویلي، چې امریکايي ځواکونه پر امریکا د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې حضور لري. ګراهم ویلي، چې له طالبانو سره هر ډول هوکړه چې له ترهګرۍ سره د امریکا مبارزه له پامه غورځوي، هغه د سولې هوکړه نه، بلکې دا پر امریکا او په ټوله نړۍ کې د دغه هېواد پر ګټو د برید لپاره لاره هواروي. هغه له ټرمپ څخه غوښتي چې د خپلو امنیتي سلاکارانو سلا مشورو ته غوږ کېږدي او هغه هوکړه لیک لاسلیک نه کړي چې بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ لامل شي.

Leave A Reply