د اصلاحاتو تر عملي کېدو، صلاح الدین رباني له ټولو مقرریو منع شوی

0 358

سه شنبه، د زمري میاشتې ۲۹ مه

له هغه وروسته چې د اداري فسار پر وړاندې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې بهرنیو چارو وزارت کې د پراخ فساد موجودیت تایید کړ، ولسمشر محمد اشرف غني سرپرست وزیر صلاح الدین رباني دغه وزارت کې له ټولو ګومارنو منع کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط محور ته وویل، صلاح الدین رباني له ټولو مقرریو منع کړای شوی دی.

سرچینه وايي “” نږدې یوه میاشت کېږي چې صلاح الدین رباني بهرنیو چارو وزارت کې د پنځم بست مامور د مقررېدو صلاحیت هم نه لري. د رباني صلاحیتونه ولسمشرۍ ماڼۍ محدود کړي دي، په دې اړه تېره اوونۍ د جمهوري ریاست او اداري اصلاحاتو کمېسیون یو مشترک څلور کسیز پلاوی بهرنیو چارو وزارت ته راغلی و او له رباني يې په ټینګه وغوښتل چې د اصلاحاتو تر عملي کېدو دې خپلې ټولې ګومارنې وځندوي. “”

په ۲۰۱۸ کال کې هم صلاح الدین رباني ته لار ښوونه شوې وه، هغه ډیپلماټان چې بهرنیو هېواودنو ته د افغانستان په استازیتوب تللي، کاري موده يې پوره ده؛ خو د اړیکو او سلیقوي چلند په اساس لا هم هلته ساتل کېږي، بېرته یې باید هېواد ته راوغواړي او د ټاقل ازموینې له لارې دې وړ کسان چې ملي ګټو ته ژمن وي، د هغوی پر ځای په  دندو وګوماري، اما رباني له ټافل ازموینې سره مخالفت څرګند کړ او دغه ازموینې ته يې ددې وزارت پر وړاندې د دسیسې نوم ورکړ.

سرچنه زیاتوي “” ۱۳ ورځې وړاندې صلاح الدین رباني غوښتل د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ شي، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د مخالفت له امله یې سفر وځنډېده او لامل یي هم دا و چې ښاغلی رباني  دغه وزارت کې د اصلاحي پروګرامونو پر وړاندې خنډ ګرځي او په یو ډول نه یو ډول غواړي هغه کسان چې ده د اړیکو په اساس ګومارلي دي، پر خپلو پوسټونو يې پرېږدي. له کومې ورځې چې د جمهوري ریاست او اداري اصلاحاتو کمېسیون یو څلور کسیز پلاوی دې وزارت ته د ارزونې په خاطر راغی، له هغې مودې وروسته صلاح الدین رباني دوه ځله هم خپل  دفتر ته نه دی راغلی دی. “”

د اداري فسار پر وړاندې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې شل ورځې مخکې د یو راپور په خپرولو سره وویل چې بهرنیو چارو وزارت کې ۶۰ سلنه ګومارنې د اړیکو پر اساس کېږي او د مقرر شویو کسانو منځ کې داسې څېرې هم شته دي چې لیسانس نه دي او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا نه لري.

راپور کې ر اغلي وو، د دغه وزارت ۱۰۰ هغه ډیپلماټان چې بهر ته لېږل شوي وو، هملته له کورنیو سره یې تري تم دي.

د بهرنیو چار وزارت ویاند صبغت الله احمدي بیا د یادې کمېټې راپور رد کړی او ویلي یې و چې د دوی د  اصلاحاتو بهیر پیل کړی دی.

Leave A Reply